په افغانستان کې طالبانو دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولي۳۰) تائید کړه چې د برتانیې څو تنه اتباع چې شاوخوا ۶ میاشتې پدې هیوا کې بندیان و، خوشې کړیدي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې د دې برتانوي اتباعو د خوشې کیدو په هکله په ټویټر کې لیکلي، “څو تنه بریتانوي وګړي چې له نن څخه شاوخوا شپږ میاشتي وړاندي د هیواد د نافذه قوانینو او د افغانستان د خلکو د عنعناتو خلاف کړنو باندي اخته و نیول شوي وو. د بریتانیا سره د پرلپسې ناستو اومجالسو وروسته د یو تفاهم پر اساس تیره ورځ یاد کسان خوشي او خپل هیواد ته وسپارل شول”
ښاغلي مجاهد په ټویټر کې دا ندي لیکلي چې دې برتانویانو د افغانستان د کومو قوانینو څخه سرغړاونې کړي خو دومره یې ویلي چې دې کسانو “ژمنه کړي چې د افغانستان نافذه قوانینو، د خلکو عنعناتو او کلتور ته به متعهد پاتي کیږي او بیا ځلي به یې نه نقض کوي`”.
په عین حال کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د دې کسانو خوشې کیدل ستایلي او دا یادونه یې هم کړي چې هغوي د حکومت د سلا مشورې پرته افغانستان ته تللي و.
د وزارت په اعلامیې کې د یو استازي له قوله ویل شوي چې دا یوه سهوه وه.
په اعلامیې کې راغلي، ” د برتانوي اتباعو د کورنیو په استازیتوب، مونږ د افغانانو د عنعنې، دود او دستور او قانون څخه د هرې سرغړاونې له کبله بخښنه غواړو او په راتلونکې کې د هغوي د ښې رویې ډاډ ورکوو. د برتانیې حکومت هم پدې پیښې پیښیمانه دی.
په عین حال کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرې الیزابت ټرس په ټویټر کې لیکلي چې خوشې بندیان به ډیر ژر د خپلو کورنیو سره یو ځای شي او د برتانوي دپلوماتانو څخه یې د هغوي په خوشې کیدو د مرستې له کبله مننه وکړله.
د برتانیې حکومت او نه هم طالبانو د خوشې شویو کسانو د نومونو په هکله څه ندي ویلي او نه یې د هغوي په هکله نور جزیات ورکړي. خو د همدې کال د فبروري په میاشت کې د پیټر جوینال په نامه د یو تن د کورنیو غړیو ویلي و چې هغه طالبانو نیولي او بندي کړی.
جونیال د برتانیې تر څنګ د جرمني تابعیت هم لري.
د هغه کورنۍ ویلي و چې جونیال څو لسیزې کیږي چې افغانستان ته سفر کوي او د بي بي سي سره د آزاد کمره مین په توګه کار کوي. طالبانو دا کس د ډسمبر په میاشت کې نیولی و خو د هغه د جرم په هکله یې څه نه وي ویل.
خو د جونیال کورنۍ ویلي و چې دا ځل هغه افغانستان ته د افغانستان د کانونو په برخې کې د پانګې اچوونې او همدرانګه ځینو کورنیو موضوعاتو په هکله د خبرو لپاره افغانستان ته تللی و.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.