ګارډین: پر طالب مشرانو دې له افغانستانه د وتلو ممنوعیت ولګول شي

492

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په دې اړه چې د بشري حقونو ډلو د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه د طالبانو پر مشرانو د فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې یو مطلب خپور کړی.

د بشري حقونو نړیوالو مدافع ډلو پر افغان مېرمنو د محدودیتونو د زیاتولو له کبله د طالبانو پر مشرانو د سفر د ممنوعیت غوښتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې د طالبانو د منزوي کولو لپاره همدا د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ننګونه ده.

د مطلب په دوام کې راغلي، چې د طالبانو منتقدان غواړي، پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو له کبله چې حتی له محرم پرته له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي، پر طالب مشرانو هم له هېواده د وتلو ممنوعیت ولګول شي.

ګارډین لیکي، ملګروملتونو پر طالبانو سخت بندیزونه لګولي او امنیت شورا په پام کې لري چې په روانه اونۍ کې د طالبانو پر مشرتابه د سفر د ممنوعیت په اړه د بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

د طالبانو پر ۴۱ مشرانو له پخوا راهیسې د سفر بندیزونه لګېدلي دي خو په دوحه کې د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل وروسته د طالبانو د مرکچیانو په ګډون د ۱۴ کسانو نومونه له دې ډلې واېستل شول.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدربار غوښتنه کړې، چې د طالبانو پر لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده، د استخباراتو پر رییس عبدالحق وثیق او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر سرپرست شیخ محمدخالد حنفي باید د سفر بندیزونه ولګول شي.

ګارډین لیکي، د طالبانو مشران د نجونو لپاره د منځیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستو په برخه کې مهم رول لري خو د څه باندې لسو میاشتو له تېرېدو وروسته یې لاهم په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.

د لوړو زده کړو وزیر او د پوهنې وزارت مرستیال باندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د سفر بندېز ولګېده.
وايي، د ۱۳ نورو ط. چارواکو د سفر معافیت پروسه دوه میاشتې نوره هم وغځېده، خو د لوړو زده کړو وزیر او پوهنې وزارت مرستیال باندې جونو سره د سلیقوي چلند له امله بندېز ولګېده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.