د امریکا سترې محکمې د وسلو ګرځولو په هکله پرېکړه وکړه

538

د امریکا سترې محکمې په دې هېواد کې د وسلې ګرځولو په تړاو یوه مهمه پرېکړه کړې او په دې لړ کې یې د نیویارک ایالتي قانون لغوه کړی دی.

په داسې حال کې چې په امریکا کې د وسلې ګرځولو قوانینو په هکله تاوده بحثونه روان دي، د سترې محکمې له دې پرېکړه سره به د وسلې ګرځولو حق ملاتړ ومومي.

د سترې محکمې دا پرېکړه د نیو جرسي او کالفورنیا ایالتونو هغه بندیزونه هم له خطر سره مخامخوي چې د وسلې پر ګرځولو لګېدلي او داسې باور کېږي چې اوس به ډېر امریکایان اجازه ولري چې وسله وګرځوي.

د دې قضیې څېړنې په ترڅ کې د امریکا سترې محکمې ته معلومه شوې چې د نیویارک ایالت هغه قانون چې له مخې یې باید په عام محضر کې وسله ګرځوونکي کسان د خپلې دې کړنې لپاره ‘مناسب دلیل ولري ‘ د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

د امریکا سترې محکمې قاضي کلیرنس تامسن د شپږو محافظه کارو قاضیانو له لوري پرېکړه کې لیکلي چې د قانون له مخې امریکايان له ځانه د دفاع لپاره داسې وسله ګرځولای شي ‘چې معمولاً کارول کېږي. ‘

د یادونې ده چې دریو ازاد خیالو قاضیانو الینا کاګن، سونیا سوټومئیر او سټیفن برئیر د اکثریت له پرېکړې سره مخالفت کړی.

د امریکا سترې محکمې داسې حال کې دا پرېکړه کړې، چې په هېواد کې له وسلې د کار اخیستو او له دې کبله د خونړیو پېښو رامنځته کېدو په تړاو نظرونه وېشلي دي.

د نظر دا اختلاف تېره میاشت د ټکساس ایالت په یوه ښوونځي او د نیویارک په یوه دکان کې د ډزو له خونړیو پېښو وروسته لا زیات شو.

د یادونې ده، چې د سترې محکمې له پرېکړې مخکې د امریکا سنا مجلس په هېواد کې د وسلو پېر، پلور او وسلې ته د لاسرسي په تړاو د نویو قوانینو چمتو کولو اعلان کړی و.

بل لور د امریکا ولسمشر د محکمې پرېکړې په هکله ویلي چې ‘سخت ناهیلی شوی دی. ‘ نوموړی زیاتوي چې ”دا پرېکړه له عامه فکر، او اساسي قانون سره په ټکر کې ده او موږ ټول باید خواشیني شو. ”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.