د م.م د بشري حقونو شورا د افغان مېرمنو په اړه غونډه جوړوي

403

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو  شورا ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د ازادۍ مخ په خرابیدو وضعیت په اړه یو بیړنی بحث کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا ویاند په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د دې بحث غوښتنه پرون ناوخته فرانسې او اروپايي ټولنې کړې ده او تمه ده چې دا بحث د جولای په لومړۍ نېټه د دغې شورا د روانې ۵۰مې غونډې په ترڅ کې وشي. نورو هیوادونو هم د پاریس او بروکسل له غوښتنې وروسته د هغه ملاتړ کړی دی. فرانسې او اروپايي ټولنې د بشري حقونو د کمیسیون رییس ته په یوه لیک کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت د پام وړ خرابوالی د دې شورا بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.