ملي ارزښتونه څنګه پردی کېږی 

پروین ملال

541

د دی یادښتونو د لېکلو په وخت یو ځل بیا وځوریدم او ارمان را ته ود رید چې زموږ د ګران افغانستان ویاړونه او ارزښتونه د د ریو لسېزود تپل شوو جګړو تو پانونو څنګه د ګاونډیو هېوادونو لمنو ته رسولی او څنګه ددغه هېوادونو دفرهنګ او هنر کورونه په ښکلی شوي .

 په کراچي کې دافغانستان په جنرال قونسلګری کې د فرهنګې آتشی په حیث نوی ګمارل شوی وم لکه څنګه چې دود، دی چې کله په کوربه هېوا د کې  نوی دنده پیل کوی نوباید دهم هغه هېواد او په هغه هېواد کې دنورو هېوادونو  دفرهنګې سیالانو سره د پیژندنی لیدني کتنی ترتیب او پخپل وخت وکړه شي، تر څو په راتلونکې کې ددوو هېوادونوموثروفرهنګې اړېکو ته ددغه وړاند نیو پیژندونو په پل لاره جوړه شی د همدی لید نو په بهېر کې مي د ایران د فرهنګي آتشي سره ليدنه درلوده په کرا چې کې ( خانه فرهنګې ایران ) د (کلفټن) په سېمه کې په تخمینآ لس جریبه مځکه باندی په ډیرښکلی ډول چې یوی مجللی ما ڼی ته ورته ده جوړه شوی، مر کزي ودانی یی په  کاشی کاریو داسی ښکلی شوی چې په لیدویی روح ته خوښي او ستر ګو ته رڼا بخښل کیږی د (خانه فرهنګ ایران ) مخ ته ترافیکی پل موقیعت لری چې د دی پل ټیټ دیوالونه هم  د ایران فرهنګي خونی دلوری په کا شی کاری ښکلي شوی .خبره رالنډوم په ټا کلی ورځ او ګړې  هلته ولاړم. درسمی پیژندنی وروسته د ایران د خانه فرهنګ مشر، ښاغلی مهدی توسلی دخانه فرهنګ د نورو اړوندو  دفترونو لکه موزیم، نندارتون او کتابتون لیدلوته وبللم ، کتابتون په دریو، برخو ویشل شوی وو، دکتابونو عمومی برخه، د نارینو دمطالعی سالون او د ښځو د مطالعی سالون، دکتابتون مسوُ ل پاکستانې پښتون وو، هغه چې وپوهيده چې زه د افغانستان یم نوپه پښتو ژبه یی خبری راسره پیل او راته وی ویل ؛ تاسوچې په موزیم هغه ستر قران مجید ولید؛ هغه د افغانستان د یوه پاچا امیرحبیب الله خان په حکم په ډهلي کې لیکل شوی . کله چې ما دنه لیدلو ورته وویل نو د هغه په مخ باندی د پښیمانې څپې تیری راتیری شوی او نور څه یی ونه ویل ،دراوتلو په وخت کې مې د ایران فرهنګي آتشه ته وویل : چې که تاسو ماته د کتابتون د مسوُل نمبر را کړی ځکه زماکله کله ځینو کتابونوته ضرورت پیښېږی  زه به ورته ټلفون کوم او بیا به ددفتر پیاده ورته را استوم دلږ غور وروسته یی یوتن  را وغوښت او ورته یی وویل؛ چې ورشه د کتابتون د مسوُل څخه دهغه کارټ راوړه. دفتر ته چې راغلم څو، څو ځله مې د کتابتون د مسوُل سره خبری وکړی او څو ،څو ځله مي هېله ځینی وکړه، چې ددغه قران مجید یو عکس ماته را واخله خوهغه  تر پا یه راسره ونه منل، که چېری ما دهغه یو عکس هم لاس ته را وړی وای نو کولای  مي شوای د یونیسکو د نړیوالی اداری په مرسته هغه قران مجید  لاس ته راوړم.اوبیا يې د افغانستان د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارم. په ۲۰۱۲ ، زیږدیږ کال کې ما په پیښور کې دافغانستان د کلتوری آتشی په توګه دنده مخ ته وړل دهمدغه کال په اوږدو کې زما دیوی نېژدی ملګری یا خور لڼي مور وفات اوزه يې کورته دعا ته ورغلی وم، کور  د زړو او ځوانو ښځو نه ډک وو، په کومه خونه کې چې زه ناسته وم ماته مخا مخ یوه سره او سپینه ښکلي مېرمن ناسته وه ،خدای (ج) شته چې ستر ګې می باندی ولګېدی، نوڅېره یی د اسی وه چې په لومړی کتنه کې په چا ښه لګیږی او خوښېږی یی لږه شیبه وروسته کله چې زما ملګری خو ني ته را ننو ته، موږ یی یو اوبل ته سره وپیژندلو. دامېرمن ( فوزیه ) دمیوند دفاتح محمد ایوب خان دکورنې نه وه.شجره یی په دریم پښت دمیوند فاتح غازی محمد ایوب خان ته رسیدل. په هغه ورځ یی تر ډیره راسره دزړه خواله وکړه. دخپل پلار او نوری کورني په هکله راسره وږغیدل. ما دخپل ماموریت په حدودو کې وړاندیزونه ورته وکړه. او دی هم هلته هوکړه راسره وکړه. په دی نیت چې پوره معلومات را ټول کړم دهمدی ځای څخه لومړی دفوزیی کور او بیا دهغه ځای نه دهغی دورور (ایوب) کورته ولاړم هلته مي دفوزیی دمور، خور، ورینداری او ورور ایوب سره ولیدل. فوزیی راته وویل؛ چې بل ورور مي په ایټالیا کې اوسی. ماایوب ته افغانستان ته دتلو وویل؛ او هغه هم خوښ شو او راته یی وویل؛ چې زما ارواښاد پلارلا دا هېله درلوده چې افغانستان ته ولاړشی .  ډاډ مي ورکړ چې زه به په دی هکله د خپل وزارت دلاری ستاسو د تګ او دافغانستان دولسمشر سره دلېدو زمېنه جوړه کړم. ایوب دخپلی کورنې انځورونه او نور انتیک توکې را ته وښو دل. په انځورونو کې دغازی محمد ایوب خان د مېرمنی، دامېر شېرعلی خان اود میوند دفاتح محمد ایوب خان د ماشومتوب انځورونه وه اوپردی برسېره مي نور ډیر تاریخي او نالیدلي انځورونه ددوی په کور کې ولیدل. ایوب هېله درلوده چې د میوند دفاتح کالي یاجامي او ځینی نور انتیک باب چې ددوی کورنې پښت په پښت تردی دمه په ډیرکړاو ساتلی  دافغانستان دولت وسپاری. او په بدل کې یی په افغانستان کې د خپلی کورنې  او دخپل راتلونکي نسل دپاره داسی څه لاس ته راوړی چې،وړاندی ددوی دافغانیت دعوه په ځای پاته شی. هغوی دا یادونه هم وکړه چې څوکلونه وړاندی یی په پیښور کې د وخت دیوه واکمن ګوند لوړو پوړو چارواکو ته د غازی محمد ایوب خان ځینی جامی چې هغه وخت یی ددوی سره د خرابیدو او دمینځه تلو ویره وه په دی هېله سپارلی وی چې هغوی به یی د پیښور دموزیم ښایست کړی خوهغوی هغه جامي انګلستان ته یوړی او دلندن په موزیم یی وپلورلی. ایوب هغه ورځپاڼه هم راوښودل چې په کابل کې داستاد رباني دواکمنی په مهال په پیښور کې ارواښاد شمس الهدا شمس ددوی کورته ورغلی وو اودمحمد ایوب سره یی مرکه کړی وه. په ورځپاڼه کې ددوی د کورنې شجره د انځورونو په وسیله تر محمد ایوب خان پوری ښودل شوی وه. کور ته چې راغلم په هغه شپه مي د استاد سرمحقق هېوادمل سره اړېکه ونیول،د سترګو لېدلی حال مي ورسره شریک کړ. استاد تریوی مودی پوری وخت راکړ چې دهغه دتیریدو، وروسته مي بیا ورسره اړېکه ونیول نوراته وی ویل! چې ما د ولسمشر سره په دی هکله خبری وکړی هغه ډیر خوښ شو اوټینګاریې وکړ، چې کابل ته یی راوغواړه چې زه ورسره وګورم.استاد هېوادمل څرګنده کړه چې زه مناسب وخت ته ګورم اوبیا ستاسره دهغوی دسفر د څرنګوالی په هکله خبری کوم. دوی میاشتی وروسته استاد هېواد مل ټلفونی اړېکه راسره ونېول او د محمد ایوب او دکورنې د نورو غړو د سفر دترتیباتو په هکله یی راسره خبری وکړی. زه بیا دمحمد ایوب کور ته ولاړم او هغه ته مې د ولسمشر سره ددوی دلیدني پیغام ورسوی. دمیوند د فاتح سردار محمد ایوب خان پوری اړوندی جامې او نوری توکې می یو ځل بیا وکتلی اوددوی سره مي د هغه د لیږ دولودچاروپه هکله خبری وکړی.څنګه چې د جامووړل ترکابل پوری زموږ سره یوځای ستونز من کار وو. ایوب ته مې وړاندیز وکړچې، جامي به زموږ د تګ څخه یوه ورځ وړاندی د فرهنګي د فتر د ملازم په وسیله په یوه جوال کې تر جلال آباد پوری ولیږم او په سبا به یې موږ دجلال آباد نه د ځان سره کابل ته انتقال کړو هغه زما وړاندیز ومانه او دسفر د نوروترتیباتو په لړ کې مې دوی د فتر ته را وبلل چې ویزه ورته واخلم ځکه داد دوی خپله هېله وه چې په ویزه به ځي دلیل يې داوو چې په بېرته را تګ ګې د پاکستان داړوندو ادارو د لوری ورته ستونزی پیښی نه شی.ویزه مې د دوی دکورنۍ هغه غړو ته چې کابل ته دتللو هېله من وه واخیستل.زموږ د تګ یوه ورځ وړاندی مې د فهنګي دفتر ملازم د هغوی کورته ولیږه ترڅو د میوند د فاتح جامي او نور توکي را واخلی او برابر دجلال آباد په لور وخوځيږی. خو د بده مرغه چې د هغوی کورته په رسیدو ملازم ټلفون راوکړ،چې دوی د تللو نه پښیمانه شوی اوزه دادی بیرته دفتر ته در ستنېږم . ایوب ته مې ټلفون وکړ، چې دلیل وپوښتم ؟ هغه را ته وویل ؛ چې پرون زموږ کور او دکان ته د استخباراتي ادارو اړوند کسان راغلی وه اوموږ يې پوښتلو چې تاسو افغانستان ته د څه د پاره ځي؟ بل څه مې نه شو کولای. د هېوادمل صاحب سره مي اړیکه ونېول او هغه ته مې خبر ورکړ، ځکه د سبا څخه يې د څوورځو د پاره په کانټینټل هو ټل کې ځای او په بل سبا د ولسمشر سره د لیدني ترتیبات، د تورخم څخه ترکابله د دباندنیو چارو دوزارت د لوری د ځانګړو مراسمو تر تیب چې میلمانه يې ترکابل پوری بدرګه کول نیولی وو.
ددی ورځي وروسته په پېښور آبدره کې زما داوسیدولو کور نیژدی شل شپي د نظر لاندی وو هرمازدیګربه چې کله  نیژدی بازار ته ورځنېو اړتیاوو د اخیستلو په موخه دکوره و تلم نویوه تور موټرسایکل سپور به تر بازاره او بیا ترکور پوری بدرګه کولم.دوی شپی ناوخته مې پرله پسی دکور ددروازی زنګ ووهل شو او ددروازی د شانه دهم هغه یوه تن ږغ زما د پوښتنی په ځواب راکوی چې، ( دا د رحیمي کور دی؟) رحیمی په پیښور کې د جنرال قونسلګری دوهم سکرتر او کوريې په دریم پوړ یازما دکور پرسر وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.