د پروین ملال په شعر کې نغښتي فکر

نعیمه غني

249

انسان له ډيرو پخوا زمانو د خپل خیال او فکر د اظهار لپاره یوه اهنګینه ژبه ومونده چې شعر یې بولي. د نړۍ په اکثرو اشعارو کې انساني تخیلات، احساسات، افکار، مادي غوښتنې، معنوي پوښتنې او د ژوند بیلابیل اړخونه په بیا بیا او په بیلابیلو ډولونو بیان شوې. ټولنه، کلتور، قوانین، انساني اړیکې او باورنه نقد شوي، انسان د بهترۍ د لټون لپاره غوښتنې کړې او له شته حالت څخه یې خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.

که څه هم ادیبان وايي چې شعر د خوند او هنري ذوق د خړوبولو لپاره ویل کیږي او دنده یې د فکر خپرول ندي او ممکن شاعرانو به هم شعر د خپل ذهن په محدوده کې راپنځولې وي خو دا چې د دوی تخییلات، افکار او کلام به د بیلابیلو اوریدونکو او لوستونکو په ذهن کې کشمکش او لټون ته لاره هواره وي، دا وړاندوینه به یې کله هم نه وه کړې. شاعر له خپل محیط څخه متاثر دی او د خپل چاپیریال لویې او وړې پیښې ورباندې اثر کوي او طبیعي خبره ده چې همدا اثر به د هغه په شعر کې هم راڅرګندېږي. دا چې انساني فطرت او انساني ټولنې سره ورته دي نو د پیښو او چاپیریال اثرات به هم سره څه ناڅه ورته وي او د یو کس خبره به د شاوخوا ډيرو انسانانو د زړه او ذهن خبره یا پوښتنه وي. د بیلګې په ډول د نړۍ په تر ټولو لرغوني په لاس راغلي شعر(د ګیلګمیش حماسه) کې، د مرګ څخه وېره او له برخلیک څخه تېښته انځور شوې او د ژوند د نه پایښت په اړه یې پوښتنه راولاړه کړې ده. په نوموړې حماسي شعر کې ګیلګمیش اوت ناپیشتیم ته وایي:

«چیرته چې ولاړ شم، مرګ زما خوب له ما څخه غلا کړی. په خوب کې مې هم مرګ راته ناست دی. ته ژوند راوپېژنه، تا ژوند موندلی!»

دا پوښتنه یوازې د ګیلګمیش د حماسې د شاعر پوښتنه نده بلکې د نړۍ اکثریت وکړي ممکن په یو ډول نه یو ډول دا پوښتنه په خپل ذهن کې ولري.

ان پښتو شعر چې که څه هم ډېره زمانه وروسته په لاس راغلی خو لومړنۍ پښتو ښځينه شعر هم همدا انديښنه لري او همدا پوښتنه ورسره ده خو په بل ډول یې بیانوي:

سحرګه وه د نرګس لیمه لانده

څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅیده

ما څه دي ښکلي ګله ولې ژاړې؟

ده ویل ژوند مې دی یوه خوله خندیده

لکه څنګه چې مخکې مو وویل د شعر اصلي دنده دا نده چې موږ څه وایو خو پرته له شکه چې د شعر اصلي ښکلا په دې کې ده چې څنګه یې وایو خو له دې سره سره د ژوند ژورو ته فکر کول او په شعر کې د فکر خپرول که هغه، معنوي وي که سیاسي، که ټولنیز یا هنري فکر، د شاعر د ذهن له ذاتي کشمکش او ژور تآثر څخه راوتلې خبره وي او که دا خبره په هنري توګه بیان شي نو پرته له شکه چې پر ډيرو وګړو به اغیز وکړي او د زمانې د فکر په بدلولو کې به خامخا ونډه ولري. موږ افغانانو او په تیره بیا پښتنو ښځو چې تر بل هر چا ډير د خپل ژوند او حالت بدلون ته اړتیا لرو، څومره د شعر په ژبه، د خپل فکر، ستونزو او د ژوند د کشمکشونو په بیان او نورو ته د فکر په ورکولو او بیداره کولو کې بریالۍ یو؟

که تاریخي مخینې ته ورستنېږو نو له پښتو لنډیو تیرېدل ناممکنه خبره ده او باید ووایو چې پښتو لنډیو د ښځو د ستونزو او ژوند د بیلابیلو اړخونو په راسپړلو کې فوق العاده اثر لرلی او ښځو یې په ویلو سره په ډير جرئت خپلې د زړه خبرې او اندېښنې له نورو سره ویشلې دي. له لنډيو ورهخوا که د شاعرانو شعرونو ته راشو نو په لرغونو شاعرانو کې د نازو انا څلورېزې ته تم کیدای شو. راورسته بیا د معاصرې زمانې په شاعرۍ کې هم د ژوند د بیلابیلو اړخونو، ستونزو ، قیدونو، بندونو او نادودو په اړه له خپل فکر څخه ډير په زغرده او روښانه توګه غږیدل، په اسانه مخې ته نه راځي. ښايي علت به یې دا وي چې کله افغانو(پښتنو) ښځو شاعرۍ ته مخه وکړه او په خپل نوم د شعر لیکل یې پیل کړل نو له بیلابیلو مذهبي، ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو سره مخ شوې او لکه څنګه چې باید وی داسې نه دي توانېدلې چې خپل فکر په شعر کې ولیکي یا هم نورو ته د فکر کولو لپاره څه ورکړي. ښايي ځينې شاعرانو به په شعر کې د یوه فکر یا پیغام ځایولو هڅه هم کړې وي خو دا چې له هغې وروسته بیا هغه شعر څومره شعر پاتې شوی دا هم د بحث وړ خبره ده. دې خبرې وخت ونیوه چې پښتنه شاعره دې د دې ټولو محدودیتونو په څنګ کې داسې شعر ولیکي چې د خپل د زړه خبره وکړي او نورو ته دې فکر ورکړي. ښايي ډېرو ته به دا خبره اوس هم نامکنه ښکاري چې د شعر په نازک قالب کې دې د افغاني ټولنې په څير جګړې ځپلې او مقیده ټولنه کې خپلې ژورې ستونزې او احساسي کشمکشونه په شعر کې راواخلي او داسې څه وپنځوي چې هم دې هنري ارزښت ولري او هم دې د شاعرې فکر او خیال په تمامه معنا سره بیان کړی شي.

مګر له دې محدودیتونو سره سره شته داسې شاعرانې چې دا ستونزمن کار یې ډير په هنرمندانه ډول تر سره کړی او الفاظ یې د ډیرو همعصرو د زړه خبره شوې او د ډيرو په ذهن یې ژور اغیز پرې ایښی. له دې ډلې څخه شاعره میرمن پروین ملال ده چې شعر یې نه یوازې د ټولنې په خدمت کې دی بلکې په پوره تول یې هنر ته هم ژمنتیا ښودلې ده.

پروین ملال د پښتو ژبې د اوسني عصر هغه شاعره ده چې شعر یې په ټوله معنا په هنري ارزښتونو سینګار دی. په شعر کې یې نوي ترکیبونه، استعارې، بیلابیل تصویرونه او سمبولونه دومره ځانګړي او ښکلي دي چې د پښتو ژبې هنري بیان ته یې یوه ځانګړې ښکلا وربښلې ده. هغه چې شعر لیکي نو هر توري او تصویر ته ژمنه ده ځکه خو یې د شعر راسپړل لکه د وریښمو غوټه راخلاصول دي چې په راخلاصولو سره یې یوه نوې لاره مومې، روښانه او صافې کړۍ یې په لاس درځي او د خوند او نظم یوه ګډوله احساس تجربه کوې.

هغه د پښتنو ښځو د ژوند په سختو او له زغم څخه وتلي حالتونو لکه، کونتون، بدي، د میړه دوییم واده، د پیغلې د پلار په کور پاتې کیدل او دې ته ورته موضوعات دومره په هنري او انځورېزه ژبه بیان کړي چې لوستل یې درته یوه روانه زمانه سترګو ته دروي او تا تر لاس نیولې له ځان سره دې د تراژدي عمق ته بیایي.

هغه د (لونګینه پر څنګ څنګ راواوړه ) په ازاد نظم کې د پښتنې ښځې هغه ټول ښه نیت او نشت تعصب چې د نرواکه ټولنې په اړه یې لري ډير په زغرده بیانوي. هغه دا راته ښيي چې پښتنه ښځه ډير کله د دې پدېدې مخالفه نده ان مرستندویه یې هم ده او پرې ویاړي خو دا چې بیا همدا نرواکه ټولنه د دې او نورو میرمنو لپاره څومره خطرناکه ده، دا یې د شعر ایینه کې درته مخې ته ږدي. یا هم د (کونډه) په نظم کې د په بیلابیلو برخو کې وايي: مور مې راته ویل چې تېزې جامې مه اغونده، ویښته څپولي پرېږده. خواښې مې وښکنځلم، ندرور مې ویل ته نوې جامې څه کوې، لیور په کاڼو وویشتم، خسر راته ویل چې ډيوه دې مړه ساته. همداسې تر پایه په نظم کې راته راښودل کېږي چې کله یوه ښځه کونډه شي نو ټوله ټولنه د هغې په ضد شي. دلته ډيرې خبرې د یوې ښځې له خوا بلې ښځې ته کېږي او هڅه یې دا ده چې هغه د کونتون لپاره اماده کړي او وروښيي چې څنګه د ټولنې رواج او دستور ته ځان جوړ کړي. هغه دستور او رواج چې قرباني یې بیرته همدا ښځې دي. د شعر عمومي تصویر راته راښيي چې موږ پښتانه چې کله یو رواج پالو نو هغه دومره په سختۍ سره پالو چې په خپل همنوع، همجنس او نېږدې کسانو باندې هم رحم نه کوو.

د پروین ملال پاس یاد شوي نظمونه او ډير نور شعرونه شته چې د هر یوه سپړل او ورباندې خبرې کول مو د افغانو ښځو د ژوند د ډيرو ناویلو حقیقتونو سره مخ کوي. زه دلته د نومړې یو ازاد نظم رااخلم چې په دې وروستیو کې د افغانستان د نجونو، ښځو او ټولنې په حالت په ډېره سمبولیکه او هنري ژبه لیکل شوی او په شاعرانه انداز د خپلې ټولنې سره خواله او غمشریکي په کې شوې.

«ستنې نشته په بازارکې

ساقي شته، خوساقۍ نشته

د تکمیل کیسه نیمګړي

تاک له خپله اوره وسو

د انګور کیسه نیمګړي

ونې خوب کې مڼې ویني

څانګې ،څانګې ئې لاسونه

لپې، لپې ئې خوږیږي

بند پر بند ئې خزانونه

د یتیمو کوچنیانو، لوږه شو نډوته راغلي

ګریوانونه ئې زګیروي کړی

بې ټڼېو وړي دردونه

ستنې نشته په بازار کې

د ټپونو رفو خوب شو

په هر ټپ باندې انځور شوه

په څورنګه ، شفقونه

د باران سره بڼ ژاړي

سترګې ، سترګې ئې نیزونه

نه انګور شته نه مڼې شته

نه نګهت شته نه وږمې شته

د رڼا خلقت ولاړ دي

سپېد و تور کمیس اغوستي

طلائې آئینه د لمر ده ورکه شوی

ورځې ستړي شوي د ځان په پلټولو

د نجلۍ خوب بې تعبیره

د مکتب لار کې راشنه شوه دیوالونه

د مکتب د زنګ په ستونې کې دانه ده

د ترنګ، ترنګ ږغ افسانه ده

د کوترې توری سترګې ټپې شوی

حافظې ئې الوتل چېري ښخ کړی

وزرونه ئې ژړۍ * تبو نیولي

ادم شته خو درخانۍ ده ورکه شوي

فتیح خان دي ميین شوی

محبوبه ئې را بیا نه ده

د نجلۍ خوب بې تعبیره

د کتاب توري لویدلي دی له پاڼو

کتابچې دی د وئینو بلا خوړلي

طالب جان پرځان میین شو

په کیسه کې ئې کردار د شهۍ نشته

د *ملي هندارې متن مسخه شوي

د نجلۍ خوب بې تعبیره

ساقی شته خو ساقۍ نشته

د تکمیل کیسه نیم ګړي

تاک له خپله اوره وسو

د انګور کیسه نیم ګړي»

په پاس شعر کې د سمبولونه، بیلابیل تصویرونه، استعارو، …او ډیر هنري خواږه شته چې د شعر د مینه والو تنده پرې ماتېږي خو د شعر ژور درک راته د یوې لويې غمیزې څرک راکوي او یوې ژورې ستونزې ته مو پام اړوي.

موږ په رااخیستي نظم کې دوو خبرو ته تم کېږو، لومړی دا چې نظم د روان حالت په اړه د شاعرې د فکر او تخییل د ګډولې یوه عالي بیلګه ده، د دې تر څنګ دا هم راسپړو چې شاعرې څنګه خپل فکر تر مخاطبه رسولی. په پاس نظم کې فکر او خیال ،کارېدلې نښې او سمبولونه حاکمه فضآ، د موضوع وحدت، د مخاطب پیژندل او له مخاطب سره په هغه ادبیاتو خبرې کول چې ورسره بلد دی په ډيره عالي بڼه رااخیستل شوي.

په شعر کې پروت فکر او خیال: په شعر کې له پیښ شوي حالت سره پنځول شوي تصویرونه د لوستونکي په ذهن ډير ژور اثر پرېږدي او په بیا بیا یې فکر کولو ته اړ باسي. د شعر اصلي موضوع د نجونو د تعلیم بندیدل دي، په نظم کې ټولنه د یوې داسې کوترې سره پرتله شوې چې سترګې یې ټپې شوې او الوت ترینه هیر شوي. د سپیدو تور کمیس اغوستل او د لمر څخه د ځلا او روښنايي ورکیدل هغه پراډاکسونه دي چې د رڼا د خلقت له ولاړېدو سره منځ ته راغلی. د تاک له ځانه اور اخیستل دې ته اشاره ده چې دا هر څه د دې ټولنې د اوسیدونکو په خپل لاس شوي او د ټولنې وګړي په خپلو کې سره ښکیل دي. په شعر کې د تصویرونه تسلسل او یو پر بل پسې راتلل او د نابودۍ تکرار مو دې ته پام اړوي چې انساني ټولنه یو له بل سره تړلې او زموږ هر عمل به زموږ په ټول شاوخوا چاپیریال اثر پرېږدي. یوه تیروتنه مو د ژوند په بیلابیلو برخو کې د نه جبرانیدونکو پایلو سره مخ کولای شي او دا ټول د دې سبب شوي چې د ټولنې تکمیل دې نیمګړی پاتې شي او د وګړو خوبونه دې بې تعبیره پاتې شي.

د شعر ژبه او سمبولونه: د نظم پیل د ستنو له نه شتون څخه شوی« ستنې نشته په بازار کې» دلته ستن د ګنډولو او وروستلو د سمبول په معنا کارول شوې. د ستنو نه شتون دې ته اشاره ده چې ټولنه سره پاشل شوې، د ټولنې ګریوان شلیدلی، د ښځو له لاسه د ستنې د وهلو یا هم په ټولنه کې د مشارکت واک اخیستل شوی او دې ته ورته ډيرې معناوې، له دې خبرې راټوکېدی شي. وروسته بیا د ټولنې همدا ستونزه د انګور د تاک له ځانه اور اخیستلو ته تشبې شوې او خپله شاعره وايي انساني ټولنه پرته له یوه جنست څخه کله هم یوه مکمله ټولنه نشي کیدای. وروسته چې کله نور شعر لولو نو شاعره د خپل خیال په مټ داسې انځورونه او مثالونه راوړي چې لوستونکی فکر کولو ته اړ باسي تر څو د دې کړنې په پایلو ژور غور وکړي. (د ملي هندارې متن مسخ شوی) له دې نیم بیت څخه بیلابیلې معناوې اخیستل کیدای شي. د بیلګې په ډول زموږ هغه ولسي تصویر چې زموږ ټولنه پرې پيژندل کیده، هغه له منځه تللی. موږ نور هغه شریکه او سوکاله ټولنه نه یو یا مو په کیسو کې د نارینه او ښځې کردار دواړه د پخوا په څېر یوځای، غښتلي او روښانه ندي.

په شعر حاکمه فضا: په شعر کې له سره تر پایه د نشت، له لاسه ورکولو او د همدې لاسه ورکولو له وجهې د رامخته کیدونکي اثر فضآ حاکمه ده. په شعر کې د مکتب د بندیدو او د دې کړنې د رامنځته کیدو له وجهې د رامخته شوي حالت د مثالونو تکرار که له یوې خوا د شعر په ریتم او روانۍ کې مرسته کوي، له بله پلوه موضوع راته ډيره ژوره ښيي او د لوستونکي رابطه ورسره غښتلې کېږي.

د موضوع وحدت: موږ په ټولنه کې ډيرې لویې او وړې ناخوالې او ستونزې لرو چې د هرې ستونزې یادول یې مخاطب ته یو نوی فکر او پیام ورکولای شي او د ټولنې د بدلون لپاره یې هڅولی شي مګر په پاس شعر کې د یوې ځانګړې موضوع رااخیستل او بیا یې تر پایه په بیلابیلو تشبېهاتو او بیلګو شاربل، دا په خپله د لوستونکي د پوهاوي او د پیام د ځانګیړنې سره مرسته کوي. د موضوع وحدت لوستونکی د لنډې کیسې د لوستلو په څير تر پایه په یوه خبره له بیلابیلو اړخونو فکر کولو ته هڅوي او د شاعرې احساس ورته لیږدوي.

مخاطب پیژندل: د پروین ملال په شعرونو کې د مخاطب پیژندل ډير په دقت سره شوي، هغې خپله ټولنه پیژندلې او دا چې څه چاته ولیکي پاسنۍ شعر یې ډير ښه مثال دی. هغوی چې په افغانستان کې د مکتب په بندولو کې ښکیل دي، ډيرو یې په مدرسه کې لوست کړی او د طالب جان د کردار راوړل په شعر کې د هغوی لپاره ډير ښه رول ماډل دی. دوهمه خبره دا چې که د پښتنو په مینځ کې د منظومو او منثورو ادبیاتو کوم کتاب مشهور وي هغه به د رحمان بابا شعرونه او د ملي هنداره ولسي داستانونه وي. که په پښتنه کورنۍ کې که یو تن هم لیک لوست کولای شي نو دا کتاب به یې په کور کې وي، بل پلو د ملي هندارې کتاب نکلونه هغه ولسي نکلونه دي چې عام خلک یې له زمانو راهیسې یو بل ته کوي او د خلکو په منځ کې په شفاهي توګه محبوب پاتې شوي دي. په شعر کې د ملي هندارې د متن مسخ کیدلو، د فتیح خان مینه د رابیا پر ځای له بل چا سره او د طالب جان په ځان میینېدل، دا ټول بیا هم د افغاني ټولنې له ځان پردۍ کیدلو، خپله ټولنه او د ټولنې ښځې د نادیده نیولو لپاره ډېرې عالي استعارې دي.

په پای کې غواړم ووایم چې د شعر د هنري ظرافت تر څنګ، پروین ملال د شعر په ژبه د ښځينه مبارزې یوه خاموشه لاروی ده چې په شعر کې یې د عصر د ډيرو نادودو او ناکردو په وړاندې غږ پورته کړی او خپل لوی انساني رسالت ته ژمنه پاتې شوې ده. ښايي ادب او هنر به د انسان د ذهن د مصروفولو او خړوبولو لپاره ډير لوی کارونه کړي وي خو هغه هنر چې د تاریخ په یو داسې حساس پړاو کې د خلکو د بیدارولو لپاره خدمت کوي او هغه شاعره چې په دې سخت وخت کې د خپلې ټولنې د لوڼو او خویندو تر څنګ ولاړه ده او د دوی له اندېښنو غږیږي پرته له شکه چې د ډير درناوي او مننې وړ ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.