میرمن عینو

پروین ملال

887

 میرمن عینو یوه غښتلې په وطن مئینه افغانه میرمن وه چې داحمدشاه بابا په دورکې په کندهار کي اوسیدل، دا مدبره اوزړه وره  ښځه دامپراطور احمدشاه دراني داردو دیوسرباز میرمن اوهغه وخت مشهوره شوه چې ددې دوطن دوستۍ اولوړهمت کیسه دکندهارپه میلمستونونو، کورونواو ګودرونو کې خوله په خوله شوه اوپه لږوخت کې په ټوله پښتونخوا کې خپره شوه. دې په وطن مئیني میرمني داوږد بیلتون وروسته هم خپل میړه  کورته چې داحمدشاه بابا دلښکرګاه څخه را تښتیدلی وُپرینښوداو دکور ددروازې څخه بیرته ستون کړ.
ارواښاد اکادیمیسن رشاد لیکې ؛

احمد شاه بابا د خپل لښکر سره د هندوستان څخه د کندهار پر خوا راتلې. کندهار ښار ته نیژدې وه چی ماښام سو. احمد شاه بابا خپل لښکر ته د توقف او استراحت امر ورکړ؛ تر څو سهار په روښنایي کي د کندهار پر لوري حرکت وکړي او د کندهار ښار ته وارد شي.

په نیمه شپه کي د احمدشاه بابا د سپاهیانو څخه یو سپاهي چی کور یي په هغه سیمه کي وو، بي له اجازي د لښکرګاه څخه ووت او خپل کورته  د میرمني «عینو» دیدن ته ولاړي.

«عینو» چي خپل خاوند ولیدي، ډیره زیاته خوشحاله سول. او د خپل خاوند یا میړه څخه یي وپوښټل:

عینو: د هندستان له سفر څخه فاتح را ستون شوي؟

خاوند: بلی هو.

عینو: احمدشاه بابا هم په خیر را ستون شوي دې؟ هغه نن شپه چیري دې؟

خاوند: بلی هو بابا هم په خیر را ستون شوي دې، او نن شپه په قرارګاه کي د لښکر سره دي.

عینو: نو چي هغه په قرارګاه کي د لښکرو سره دې او تر اوس مهاله کورته نه دي ستون سوې، نو ته څنګه کورته راغلې؟ یوازي ته زړه لري چی ژر دي د کور راتګ ته تلوار وو؟

که خلک خبر سول نو دا ستا کار به زما دپاره یو لوی پیغور او طعنه پاته سي. خلګ به وايي چی د عینو خاوند یو نیم کال په جنګ کي د احمد شاه بابا سره د کور څخه لیري طاقت راوړی وو، لیکن یوه شپه نور یي طاقت نسواۍ کولاۍ چی د خپل کور او میرمن څخه لیري اوسي.

اوس نو تر دي ترمخه چی څوک تا دلته وویني، ژر بیرته قرارګاه ته ولاړ سه !

میرمن عینو ددغي خبري سره د کور ور پورې کړ او خاوند یي بیرته قرارګاه ته ولیږې.

سهار چی احمد شاه بابا له قصي نه خبر سو، نو یي امر ورکړ چی میرمن عینو دي د ده حضور ته را وغوښتل سي.

میرمن عینو د احمد شاه بابا حضور ته حاضره سوه، لومړی یي احمد شاه بابا ته د پانی پت جګړي تبریکي ورکړه او وروسته یي د تیری شپی قصه ورته بیان کړل.

احمد شاه بابا میرمن عینو ته وویل: افرین دي پر تاسي، هغه کار چی تا کړي هغه د ستاینې وړ دي، ستا دغه شریفانه احساس و افغانی تربیت د ستاینې وړ دي….)

احمدشاه بابا د میرمن عینو دوطن پالنې دلوړاحساس څخه زیات متاثرکیږې اوهغې ته ددولت ملکیت یو کاریز په پوړنې یا څادر کې وروبخښي دغه کاریزاوس هم د «عینوکاریز» په نوم یادیږي چې د کابل ، کندهار پرلویه لار موقیعت لري. همدا ډول ددې ننګیالۍ ، زړه ورې اوپروطن مئیني میرمنې قبر هم  د کابل او کندهار پر لویه لار شمال طرف ته د دامان په ولسوالۍ کي خپله د «عینو کارېز» په یوه کوچنی غونډۍ کي پروت دی چې په اساسي ډول په ۱۳۵۴لمریزکال کي دشهید داودخان په دورکي دمر، مردډبرو څخه جوړشوی دقبر په کتیبه یې لاندې توري کیندل شوی:
( دا قبر د کندهار د ننګیالۍ پښتنې میرمن عینو چي د عبدالله لور او سعدالله سدوزي لمسۍ ده، په (۱۱۷۵ هـ ق) کال کي د مرهټي جګړې د فتحي وروسته لوی امپراتور احمد شاه بابا دغه کارېز چي پخوا به د دې د قبر ترغونډۍ لاندي بهېدی د دې د ملي غروراو عالي همت له کبله ور وبخښي چي تر اوسه هم د دې په نامه یادېږي. پرقبر یې دا یادګار د جمهوریت په دوره کي د ۱۳۵۴ هـ شمسي کال د سلواغې د میاشتي په (۲۰) نېټه د دوشنبې په ورځ د کندهار د همهغه وخت والي ښاغلي محمد ایوب عزیز په امر او توجه د اطلاعات او کلتور د آمر غلامحی الدین ایوبي په سرپرستۍ پر جوړ سو.)

لاندې څوبیتونه د هغه نظم دي چې دمیرمن عینو په باب دي اوزما د  وړوکتوب په وخت کي  د کندهاردټولوخلکوسپین ږیرو، ځوانانو ښځواونجونو په خولو کي پروت او پرژبوتاویدې کومې برخې چې زما هیري شوی هلته مي ټکی ، ټکي ایښي

احمدشاه بابا غازي

خدای ج د ې وی له ده راضي

چې یې وتړله ملا
مرهټي د جنګ په پلا
دی رهي سو په سامان
ورسره وه سرداران
په هندوانو یې ملک اور کړ
اسلام یې هلته خپور کړ
پس له سو بې د پښتون

دی خو بیرته سو را ستون

کندهار ته چې نیژدی سو

هلته باش څوورځې شپې سو

څوچې جوړ کړی په ښه شان

د لښکر سراو سامان
بیا به ننوزی په ښار

هم به جوړ کړی ښه دربار

یوعسکر یې د لښکر

پټ روان سو له افسر

په ځغستا را غې ترکوره

دی خو ستړی و هرګوره
…………………..
ښځې وویل، میړه ؛
ته راغلي یې پرڅه ؟
دبابا کارسو ویجاړ
که یې مات کړله اغیار
میړه وویل، نیک بختي

دا خبرې ډیري سختي
ته یې پریږده وبل وخت ته

بیړه مه کوه دا وخت ته
احمدشاه پروت په صحرا

زه را غلې یم په غلا
……………………
…………………
…………………

او، وروستی بیت یې :
دعینوکاریز یادیږي
نېک اوبد عمل پاتیږي

هم دومره مې په یاد، دی، ځکه نظم ډیراوږوُ کیدای شي چې  دبیتونو په تورو کي به هم څه بدلون پیښ شوی وی ځکه وخت ډیر تیر دی،خو دومره مې په یاد دي چې بیا په نوروبیتونو کي دا ننګیالۍ میرمن میړه ته وایې ؛ چي ته دبابا نه څه ښاغلې وی ،چې هغه په دښت پروت اوته کورته راغلې اوداسي نور … په عینو کاریز کي د(عینو مسجد ) په نوم یو لرغونې جومات هم شته او، اوس دعینوکاریز ته څیرمه د ( عینومېنه ) په نوم یوه لویه ښاریه چې ټوله عصرې ودانۍ  پکښې  دی  هم جوړه شوی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.