!لولپه شې د پښتون ړونده غېرته

ممتاز ارمان

416
د سپين ږيري او د الله د هيڅ مخلوق توهین ، سپکاوی او ربړونه نه په شريعت کې ځای لري زموږ په کولتوري رواياتو کې او نه په عاطفي – اخلاقي لحاظ مناسبه خبره ده.
د خدای د هيڅ مخلوق د ربړونې سره موافق نه يم. خو؛
يو ځان نوملی پير په ډکه خيمه کې خپل نالوستي کلیوال سپين ږيري مريد يا مينه وال ته د ده – پير په حضور کې د پښې غځولو په گناه ناموسي کنځل وکړل. بيا چې نور ورته د عذر په نيت را جگ شول او سپين ږيری کليوال يې د پړې او ملامتې په پار کوچی ياد کړ ده حضرت بيا ټولو کوچيانو ته ناموسي کنځل وکړل، پاڅيد او له خېمې ووت. دا د دې مانا لري چې حضرت پير نه له اسلامه خبر دی نه له افغاني فرهنگه او نه له اخلاقي رواياتو.
دا حضرت پير د ساده کليوالو له پاکنفسۍ دومره ناوړه گټه اخلي چې حد و پولي يې په الفاظو کې نشي چوکات بندي کېدای.
په بل ويديو کليپ کې دغه د پيرۍ دعوېداره خزنده بيا د طالب سرتېرو په ولکه کې ښکاري او د يو تن طالب سرتيري د يوې پوښتنې چې ورته وايي اللهم انا ووايه، په ځواب کې د قنوت دعا د قرات هم نه دی.
يو شمېر پلويانو يې په کندهار کې د نيونې پر ضد مظاهره کړې ده.
زه د پښتون دې تورې ورځې ته فکر وړی يم چې د يو باعزته کليوال سپين ږيري او ورسره پيوست د کوچيانو د څو ميليوني وگړو په سپکاوي او ناموسي ښکنځلو يې غيرت په درانه خوب ويده دی خو د داسې يو چا مريد دی او په ننگه يې ديني جذبات لمبه کېږي، چې د قنوت دعا يې نه ده زده!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.