طالبانو ته لارښوونې او مشورې

سید عبیدالله نادر

663

د ځینو فیسبوکي شریکوالواو خپرونو څرګندونې د طالبانو په هکله او چارواکو ته مشوري او لارښودنې:

نعیم سعیدی لیکلي 🙁 په پاکستان کې د اسلامی غونډې په محفل د عمران خان خبری چې د طالبانو د رژیم حمایت ، او د رسمیت پیژندنې ضرورت یې توصیه کول ،په واقعیت کې ځیني افغانان د طالبانو رژیم ته نور هم بد بینه کوی ،ځکه چې ډیر افغانان په دغه پوه دي ،چې د عمران خان دغه خبری صادقانه ، یا د یو ښه ګاونډی توپ په اساس نه دي ،بلکه د خطا ایستلو او د منافقت او چال ول په بنیاد دي ،، پا کستان په خپله د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی ،او نور اسلامی نړۍ ته وایي چې تاسی یې په رسمیت و پیژنئ ، بل د طالبانو هغه ادعا مشکوکه کوی ،چې دوی وایي مونږ یو مستقل خود رایه او خود مختاره حکومت یو ،د طالبانو د رسمیت دپیژندلو حق باید د افغانستان د ملت په آواز و جهان ته راپورته شي ، نه د عمران خان په غیرِ صادقانه آواز سره )

بل خوا د هیواد پیژندل شوي شاعر مطیع الله تراب په خپل تویټر کې لیکلي : (نه سوله وشوه ،نه ښوونځي خلاص شول،نه ګډ حکومت جوړ شو،او نه کار اهلِ کار ته وسپارل شو ،او نه څه پرمختګ وشو ، دا د افغانانانو حال دی)

حمیدالله هوتک بیا په خپل تلویزیوني مرکه کې دا څرګندونې کړي :او طالبانو ته یې په خطاب کې وئیلي : افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی ،د افغانستان د خلکو په زړونو حکومت وکړه ،هر څوک چې د افغانستان تذکره ولري هغه افغانان دي ، د افغانستان د ولس په زړونو حکومت وکړه ،په کلاشینکوف یې مه کوه ،په ټوپک یې مه کوه ،په پټکو یې مه کوه ،افغانان نه بیریږي ،سړی پر خلکو حکومت کوی، نو پر کنډوالو یې نه کوي ،دغه فرمانونه بار بار صادرول ، چې نن مکتب بند دی،نن دې انجلی مکتب ته نه ځي ،نن دي هلک مکتب ته نه ځي ،نن دې دریشی ولی کړې ده ،نن دې نکټائی ولی په غاړه ده ،نن دې ږیره ولی کوچنۍ کړې ده ،په دي رقم حکومت نه کیږي .

د دي مرکی تر څنګ د جنرال مبین سره هم  مرکه شوی ده ،چې په خپله مرکه کې یې وئیلي دي : چې د انجونو د مکاتبو د بندولو هیڅ راز مخالف نه یم ،زه غواړم چې زما لور مکتب ووایې ، زما دوه لورګاني دي ،غواړم چې مکتب ووایي ،غواړم چې پوهنتون ووایې ،حتی که پوهنتون کې زما لور د طب پوهنځۍ خوشوي ،که ژور نالیزم رشته خوښوي ،هر رشته چې خوښوي زه ورسره همکار یم ،او منحیث د یو پلار اَن تر مکتبه پوری ورسره ځم ،(د دي دا دريځ د تقدیر وړ دی مونږ یې تائیدوو)، (خو په دې کې اساسي ټکی او پټ راز دا دی چې اوس دا حکم د مکتبونو د تړلو په دوی کې څوک ورکوي ،داخو که د یو څو ورځو د پاره هم وي دا یو سالم حکم نه دی ،او دسلیم عقل نه،نه دی راوتلی ،دا د دښمن د استخباراتی ګنده مغزو نه راوتلی ،) لږ باید  خپل ځان ته ملتفت شئ ، په میډیا کې رنګارنګ تبصرې پر تاسو کیږي ، آیا چې دا لولئ ، دا ګورئ او که ځانونه په بی خبرئ کې وهی ،یوې خبری شبکې په فارسی داسي لیکلي : (هفت ماه پس از حکومت طالبان در افغانستان بهانه های مختلفی برای حذف زنان از جامعه تراشیده شده ، بهانه های از حجاب ګرفته تا محرم شرعی !

دانش آموزان مکاتب تا طرح یک یونیفورم شرعی یا حجاب از مکتب محروم شدند ، زنان شاغل از ادارات دولتی ، بدون دلیل و بهانه حذف شدند ، وزارت امور زنان به وزارت امر به معروف ونهی از منکر تبدیل شد ، تا محتسبان این وزارت که اکثرأ مردان تند رو هستند روی و موی دختران و نحوه پوشش و ګشت وګذار زنان را نظارت کنند ، اما اخیرأ سفر زنان به بیرون از کشور ، و حتی در داخل شهر بدون محرم شرعی نیز ممنوع است ،درین میان شماری از زنان کارمند در نهاد های امداد رسان، که از ګاهی برای سفر کاری به ولایات میروند ، اکنون در ایستګاه ها هین باز رسی طالبان بخاطر داشتن یا نداشتن محرم شرعی مرد، مورد باز پرسی قرار میګیرند) بیا ملا عبدالسلام ضعیف په تیره دوره کې د طالبانو افغان سفیر په اسلام آباد کې ، چې لیکنه الماس افغان شریکه کړي لیکلي 🙁 (وافوبَعهدکُم )په خپل عهد وفا وکړئ ، او وايي بد ترین نظامونو هغه دي ، چې د خپل رعیت د زړه د ماتیدو سبب شي ، او د اولس ملاټړ د ځانه سره ونه لري ،او همدا باعث کیږي ،چې نظام ړنګ شي ، قومی او دیني ارزښتونو ته په شمول د نورو مذاهبو چې دلته شتون لري ،درناوی وکړئ ، د ځینو ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي ،بیرغ بندونه ، او د هر قوم فرهنګ ته درناوی وکړي ،یو ځوان په مرداره ویاله کې مه ښکته کوئ ، چې ولی تا پتلون اچولی ، د هغه د غرور درناوی وکړئ ، د خلکو سره خپل واټن او تفاوت کم کړئ ،د هغو د خوښۍ نظام جوړ کړئ ، امنیتی ځواکونو ته هدایت ورکړئ ،تر څو دسپلین په لباس شکل او خبرو کې مراعات کړي ، د خلکو د نظرونو درناوۍ وکړئ ،او ټولو ته منظم یونیفورم او نظامی شکل ورکړئ ، څوک به یو کوڅه ننوځي او څوک په بله کوڅه دا ډول اعمال ولس ځوروی ، د حکومت تشکیلات همه شومله کړئ ،هر قوم ته په کې ونډه ورکړئ ،ماستر لیسانس ته په کې تر ډیره ونده ورکړئ ،په هره برخه کې مسلکي کسان و ګمارئ ، تر څو د خلکو ستونزو ته تر ممکنه حده ژر تر ژره لاس رسي وشي ، او مه پریږدئ چې د سلو کلونو قربانۍ مو په اوبو لاهو شي ،او هیواد مو یو ځل بیا د اور خوراک شي ، )بل ځای د طلوع نیوز له قوله محمد شریف شریک کړی وو ،چې یې لیکلي : د اسلامی امارت په تیره دوره کې د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف  بیا په خپل یو ټویټ کې لیکلي دي (لازمه ده چې د دینی علومو تر څنګ عصری علوم په قوت سره رُشد پیدا کړي، هغه کسان چې د عصری علومو مکاتبو او پوهنتونونو مخالفت کوي ،په حقیقت کې هغوي د اسلامی نړۍ د شاته پاتي کیدو او د مسلمانانو په ذلت کې شعوري او یا غیرِ شعوری ډول پوره ونډه لري ) یو تن بیا په فیسبوک کې لیکلي ،چې مړ ولس همداسی وي چې نه یې رئیس جمهور شته نه یې اساسي قانون او نه یې نړۍ په رسمیت پیژني نه یې خدمات شته او نه یې تعلیم شته او بیا هم چوپه خوله وي ، افغانستان هدیره جوړه شوي ،او په هدیرې کې نه ژوند وي او نه تعلیم ،او نه څوک مظاهره کولای شي ،چې خپل حق و غواړي او نه خبره چوپه چوپتیا وي د هدیرې مشر هم نه وي معلوم ) او دا صحیح خبره ده ،بل لیکلي چې په واقعیت کې روح د مطلب هم همدا دی : ( هیڅ طالب مشر جرأت نه کوي چې په ډاګه د انجونو د مکتبونو د تړلو او مسوولیت ومني ،هیڅ وزیر د دي جرأت نه کوي چې برآلا د دې منفی تصمیم او عمل سره مخالفت په ډاګه اعلان کړي ،هر چا ځان چپ نیولی دی ،) او د پردې شاته دي مګر په افغان ولس کې د دې منفی فیصلي مخالفتونه ښکاره دي ،چې دا هیڅ څوک نه شي ردولای ، دوی باید د استاد جلال خبره ( ځانونه اصلاح کړي ،او بیا د هغی خبره چې زه ډیره متأسفه یم چې امنیتی وضعیت په کابل کې وجود نه لري ،خلک ډوډۍ نه لري ، امنیت وجود نه لري ،خلک د خپل زړه خبره په ژبه نه شي راوستلای خلک د تیښتي په حال کې دي دوی باید د خپل ځانه څخه انتقاد وکړي ،یا نیوکه وکړي دوی باید زور ګويي و نه کړي ،د افغانستان خلک ژوندی دي ) بل فیسبوکي شریک لیکلي :(خصومت طالبان علیه آموزش و تعلیم زنان و خواهران هیچ توجیه منطقی و اسلامی ندارد ،۱: شاید وسیله یې چانه زدن برای به رسمیت شناختن دولت شان و بدست آوردن کمک های غرب است ،۲: ترس از پیش بیني کنترول و رهبری طبقه تحصیل کرده اناث جامعه ٫نسبت حسادت به نداشتن تحصیلات زنان و خواهران خود شان ،پیروی از دستورات باداران کثیف و جنایتکار شان پاکستان و انګلیس که می توانند مانع بنیاد این ترقی و پیشرفت شوند ،) بل فیسبوکي ملګري په نامه د رحیم شیر دل لیکلي :طالبان پیامِ خدا و پیامبرش را ، نا دیده میګیرند ولی در عوض فرمان استخبارات پاکستان را از دل و جان فرمان می بَرَند )او دا دومره په ځای خبره ده چې ټولو دنیا ته ثابته شوي ،عذرا آزګاری په خپل کمنټ کې لیکلي : (طالب له سره تر آخره وحشی دی ، زه خو سړی په کې نه وینم ځکه چې قاتل دی انتحاری دی ،د پاکستان غلام دی ،د تعلیم او تربییی او ترقۍ ټکی په کې نشته ، استثنا هم په کې نه لیدل کیږي ،خو دکان یې د دین خلاص کړی ،غیر طالب وطنوال ورته دښمن دي ،پاکستان یې لاس او پښي ورته تړلي ، ځکه اردو او امنیتی قواوی یې ترینه واخیستل ،او سپکې او درنې وسلی یې هم ځان ته کباړ کړې )، د آمریکا د پښتو شبکې سره د استاد عبدالبا ری جهانی وتلی او مشهور شاعر او په پخواني حکومت کې پخوانی د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سره په مرکه کې څرګندونې کړي ، او د هغه سر خلاصه لیک په هکله یې ترې پښتلي چې استاد جهانی طالبانو ته لیږلی ،چې دا څو کرښي یې د یادونې وړ دي ، ( د خلکو نارضایتی ، عامه ولږه ،بیکاري ،او له نړۍڅخه ستاسي سیاسی تجرید ،ستاسی د سقوط او کندې ته د لویدلو پیل دی ،دا طالبانو ته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د پخوانی وزیر په تیر رژیم کې عبدالباری جهانی څرګندونې دي چې په زغرده یې د آمریکا غږ سره و ویلي ،چې په یو سر خلاص لیک کې یې هم طالبانو ته لیږلي ،) بل خوا ،اسماعیل یون په خپل یو مضمون کې چې په ډیرو رسنیو کې خپره شوي ،او د دعوت په خپرونه کې هم خپور شوي چې د ناروی هیواد څخه د قدرمن طارق بزګر په زیار خپریږي داسي لیکلي : له پنجابه د خلاصون لار؟ یوه نیمه پیړۍ کیږي چې پاکستان د یو مدونې او ژورې ستراتیژۍ له مخي افغانستان کې لاس وهنه کوي ،اسلام او جهاد یې تر ټولو مهمه وسیله ده ،چې زمونږ د ساده زړي مسلمان ولس پر ضد یې په منظم ډول کارولي ده ،بیلي بیلي مذهبی ډلي یې په افراطی ډول روزلي ،او په نیمه پیړۍ کې یې دوه ځله پرې د افغانستان پوځ او نظامونه له بیخه ړنګ کړي دي ،په هر مذهبی سیاسی جریان لومړی یې افغانستان ویجاړ کړی ، خو هغه چې کله خپلو تیر وتنو ته متوجه شي ، بل ریزرف یې ورته روزلی وي ،اوس نو له پنجابه نه په ګیلو خلاصیږو، نه په ساندو ، نه په زاریو ، نه په غندنو ، او نه هم د دغه او هغه شخص په ستاینو

هیله ده چې چارواکي د دې نیوکو څخه د خپل اصلاح له پاره د خیر کار واخلي ، نه د ضدیت نه، ځکه چې نیوکې د اصلاح د پاره ښه دي ،او هغوي چې نیوکي کوي ، دي همدې وطن دي ، او په همدې وطن زهیر او زړه سواند دي ، او د یو ښه راتلونکی د راوستو له پاره مسولیوتونه احساسوي ،پوه خلکو او ټولنو د انتقاداتو او نیوکو نه ډیر څه زده کړي ، او د خلکو خبرو ته غوږ ږدي.

نو د یو سوکاله راتلونکی په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.