غزل

پیر محمد کاروان

533
روغ چې شي په زړونو کې پراته داغونه تور په تا
خدای خو دې درمل کړه چې دردونه شي ټکور په تا *
وینه چې سکته نه شي په زړه کې د نرګس ګلاب
بل دې شي په شنو اوبو دا سور او ژېړی اور په تا
جېب د تیږو هر سړی سپړدی شي مومیایي پسې
زهر په دارو درمان دې واوړي د منګور په تا
مونږه پوروړي د سپوږمۍ ستورو د لمر یو ډېر
جېب دې ډک له نُوره اداینه د دې پور په تا
دا چوپه چوپیا هم د خوږو قندو کیلي غواړي
کولپ نغمې یې خلاصې کړه د شنو طوطیانو شور په تا
ته هغه هنداره یې چې یار دې مخ ته وګوري
دوې سترګې او دوې سترګې چې جمع شي څلور په تا
پاتې یې له شرنګه کومه مرانده نیمه هم که وي
شرحه د کاروان د زړه، د دې غزل انځور په تا
۶ سرطان ۱۴۰۱ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
یادونه: * پرون مې پر فېسبوک د ډاکټر درمل خوږه لیکنه ولوسته. دوی د افغانستان د زړه د ډاډکټر په حیث په جرمني کې د زړه د علاج په سیمینار کې برخه لرله. د مور وطن هر بچی چې رنځور وطن ته د درمان او مینې نقشې لري ، سړي ته هیله او امید پیدا کېږي. د ډاکټر درمل د مطلب له لوستو سره جوخته د غزل مطلع فې البدیهه زړه ته راغله. چې د غزل لیکلو ته کېناستم، د روزګار کارونه را پیدا شول. بیا تر ماخستنه غزل ته وزګار نه شوم. ماخستن ستړی خوب وړی وم. سهار مې بیا د غزل مطلع په زمزمه خولې ته راغله، چې بیا دا نورې مسرې هم پسې جوړې شوې. نه وایم چې غزله به ګوندې ګل غزله وي، خو هسې د هر وطنوال بری او پرمختګ زمونږ د خیال ټال ته پینګې او ټالۍ ورکوي. د زړه او هنر ډاکټر درمل دې نور هم درمل درمل وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.