ولي په هرات کي په نشو اخته کسانو شمېر زيات شوی؟

456

د هرات د نشه یي توکیو پر وړاندي د مبارزې ریاست مسئولین وايي د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۷۵ زره زیات کسان په مخدره توکیو روږدي دي. دغه شمېر ولي په دې وروستيو کې زيات شوی؟

Afghanistan Crystal Meth Konsumentپه هرات کي د طالبانو د مخدره توکیو سره د مبارزې رئیس حیات الله روحاني دويچه ويله ته وويل چې په دې ولایت کي په نشه یې توکیو د روږدو کسانو شمیر ورځ تر بلې مخ پر ډېر دو دی.

د روحاني په خبره د ثبت شوي شمیر له مخې د نارینه، ښځو او ماشومانو په ګډون په هرات کي تر ۷۵ زره زیات کسان په نشه یي توکیو اخته دي.

د ده په خبره اړونده اداره یې د معتادو کسانو پر وخت درملنه ځکه نشي کولای چې نه دومره امکانات او درمل ورسره شته او نه هم د معتادو کسانو شمیر کم دي چې ټولو ته پر وخت رسیدګي وکړل شي ځکه خو دا یواځي د هرات معتادين نه دي یو لږ شمیر ېې ایراني او ډیر یې د افغانستان د نورو ولایتونو اوسیدونکي دي چې د هرات پر واټونو ورځي شپي سبا کوي.

هغه وويل: «د امکاناتو له وجي موږ له هرې خوا مشکلات لرو، که څوک زموږ سره د دوا مرسته وکړي بیا یې درملنه کوو. خو خبره دا ده چې اوس د معتادو کسانو شمیر ډیر زیات دی. د هرات ښار کوڅي او سړکونه ټول معتادینو پرسر اخیستي.»

په هرات کې د په نشو اخته کسانو ډېری يې د درملنې په لټه کې دي.

قومي مشر حاجي فیض محمد وايي، دغه له شلو کلونو راهيسي چې د معتادينو درملنه روانه ده، دا نتیجه نه ورکوي ځکه یو ډیر کم شمیر تداوي کیږې خو لس برابره نوې کسان په مخدره توکیو اخته کیږي یوکال وروسته دا شمیر لا لوړیږي:

«د واټونو پر سر، تر درختو لاندي په ګلدانونو کي پنځه شپږ ناست او خپله نشه کوي، دا کسان چې پټوان یې پر سرونو اچولي هیروین څکوي یا د خپلو کورنو څخه شړل شوې یا یې خپل کورونه په خپله خوښه پریښي دوې تمامه ورځ په غلاوو لاس پوري کوي او عام ولس یې تر پزی راوستلی.»

کارپوهان په نشه یې توکیو د اخته کیدو یو لامل بېکاري په ګوته کوي، خو له کله راهيسي چې په افغانستان کي جمهوري نظام نسکور او طالبان واک ته رسیدلې د بېکارۍ ګراف لا لوړ شوی او د معتادينو د ډېریدو زمینه یې برابره کړې ده.

د داخله ناروغیو ډاکتره آمنه وايي په مخدره توکیو روږد کسان له هر راز ناوړه شرایطو سره مخ او په بد وضعیت کي ژوند کوي، که ادارې د دوی د را ټولولو پلان و نه لري د بېوزلۍ له امله به لا ډیر شمیر کسان په اعتیاد اخته سي.

هغې وويل: «د طب له لحاظه درې دورې د روږدو د تداوې له پاره سته کله چې د دوې درملنه کیږې وینه یې پاکه سي باید مصروف هم وساتل شي تر څو کار وکړي او نشه یې له ذهن څخه هیره سي او تر ټولو مهم عنصر خو دا دی چې نور نشه یې توکي پیدا نشي تر څو دوی یې وکاروي دا یې بیا د ترک ښه لار ده.»

هرات له ایران سره د پولې په درلودو سره یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په نشه یي توکیو د روږدو کسانو شمیر پکي د هرې ورځي په تیریدو سره زیاتیږي، ځکه له دغه ولايت څخه ګاونديو هيوادونو ته په زياته پيمانه مخدر توکي قاچاق کيږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.