خیر او شر

زبیر افغان

1,070

په لغت کې خیر د ښېګڼې په معنا دی او شر يې ضد دی چې بدګڼې ته وايي. د خیر او شر په اړه له ډېرې پخوا زمانې فیلسوفانو او د علم کلام ماهرینو بحثونه کړي دي، چا یوازې د عقل له زاويې د خپل فکر نیلی پکې ځغلولی دی او چا بیا صرف پر دیني ارشاداتو په تکیه، کله تحلیلي بحث کړی او کله هم هسې سرسرکي پر تېر شوي دي، څوک په دې اند چې خیر او شر په انسان کې دي، څوک وايي دلته هر څه خیر دي، شر عارضي را منځته کېږي، یوه ډله بیا د دې برعکس خبره کوي، لنډه دا چې ډېرو دې میدان ته د سانګې لپاره خپل نیلی ور کښته کړی دی، د سمې او کږې خبرې پرېکړه يې په لوستونکو پوري اړه لري. ځینو يې یوه برخه را برسېره کړې او چا يې له بلې ګوښې پرده پورته کړې ده، نورو بیا دیني او فلسفي تحلیلونه خوا په خوا کې سره ايښي، یو له بل سره يې تطبیق ور کړی، ټکر ځایونه يې یو بل ته سره سکښتي او یوه نوې لار يې پکې ایستلې.

له دې څخه ښکاري چې موضوع خورا پېچلې او ډېر بعدیزه ده، هم عقل پکې کار لري او هم دین، یوازې هغه مذهبي بنسټپالي چې د دیني متن پر ظاهر يې لاس نیولی، هغوی په دې اړه له بحث کولو ډډه کوي، پر ځینو مسلمانو پوهانو له دې امله ډېرې نیوکې شوې دي چې په دې ډول موضوعاتو کې يې له دیني زاويې تحلیلونه کړي دي. دوی که هر څه وايي یا هر نوم خلکو ته ور کوي، خو د دې موضوع څومره برخه چې له دین سره سر و کار لري، دا موږ ته اجازه راکوي چې په اړه يې له دیني لید لوري خپل موقف د خپلو شته معلوماتو په رڼا کې له دیني لاسوندونو سره واضح کړو.

د یو پخواني فیلسوف له نظره شر د خیر نه وجود دی، مثلن: د یوه انسان مرګ، د هغه نه وجود دی چې ځينې انسانان به يې شر تعبیروي، مرض د هغه د روغتیا له منځه تګ دی او بیا هم ممکن ځینو ته شر وي، نو د خیر له منځه تګ د شر راتګ ته لار جوړوي، د ده په نظر چې د خیر وجود څومره پراخ وي، په هماغه اندازه به شر کم وي.

دا خورا پراخ میدان دی، ډېر څه پکې لیکل شوي دي، زه يې دلته صرف له دیني اړخ خبره پر کوم، زما نظر دې حرف اخیر نه بلل کېږي، نه امکان لري، دا یوازې زما تحلیل دی، په یو ډول د خطا او او سموالي شونتیا لري، زه به دلته لنډ او خلص څه ولیکم چې هم خبره روښانه شي او هم لوستونکي خسته نه شي:

قران کریم وايي، انسان ته د خیر او شر وړتیا ورکول شوې ده، هغه له خپل واکه په ګټې اخیستنې کولای شي چې یو شی د خیر لپاره وکاروي یا هم د شر لپاره، لکه: اوبه زموږ په جهان کې د ژوند سرچینه بلله کېږي، خو که انسان د یو چا پر کور اوبه ور سمې کړې، کور يې په وران کړي، نو دا د شر کار دی چې انسان په خپله خوښه وکړ او که همدا اوبه د زراعت لپاره استعمال کړي، بیا د خیر کار دی.

اور د ګټې او شر لپاره استعمالېدای شي، که د چا بوټو ته اور په ور کړې، مارکيټ په وسوځوې، دوکان ته يې ورته کړې، نو دا شر دی، که کتغ په پوخ کړې، ځان په ګرم کړې او شل و سل د ګټې وټې نور کارونه، دا يې د خیر خوا ده چې انسان يې د دواړو د کولو وس لري.

ځينې کارونه په یوه وخت کې چا ته شر وي چا ته خیر، لکه: یو کس مري، د هغه د کورنۍ لپاره شر دی، دوی يې البته شر تعبیروي، مګر هغه کس له یو چا سره بد لري، د هغوی تعبیر به حتمي دا وي چې د خیر کار وشو. بل مثال: یو کس د یو چا له خوا وژل کېږي، یوه ډله انسانان مقدس القاب ورته کاروي او بله يې د حیوان په مرګ مړ ګڼي، یوه خوا يې مرګ شر ګڼي او بله خوا يې خیر.

زموږ په جهان کې ډېری داسې شیان پيدا دي چې موږ ته يې ممکن یوازې د شر اړخ څرګند وي، لکه: مار، لړم، غونډک، موږک، مږه او دې ته ورته نور، دا ښايي ګټې ولري، که مخکې يې انسان ته د ګټې چل نه ورتلی، اوس يې ممکن زده کړی وي، یا يې هم زده کړي، اما یو څوک نیوکه کوي چې د دې شیانو وجود په نړۍ کې شر دی، نو شر د انسان له کړنو سره تړاو نه لري، هغه دی موجود دی خدای ورته جسم ور کړی دی، مګر دا فکر هم ناسم دی. یو خو د هغوی په ګټو د انسان نه خبرېدا د دې دلیل نه شي کېدای چې حتمي دې د هغوی وجود شر وی، بل لور ته د هغوی شته والی په خپل ذات کې شر نه دی، انسان په خپل عمل هغه د ځان لپاره شر جوړ کړي، د انسان د عمل دخل پکې شته، هسې خو نن تر انسان د انسان لپاره بل شر د ځمکې پر مخ نه شته، مګر انسان په دې اقرار کوي چې شر د انسان په بڼه پر ځمکه وجود لري؟ دا اوس چې انسان ته څومره خطر له انسانه متوجې دی، له بل هيڅ شی دومره خطر ورته نه شته، مګر بیا هم په شر يې تعبیرول ناسم فکر دی.

که څوک ووايي د غله وجود ټولنې ته شر دی؛ دا هم سهي فکر نه دی، ځکه د غلا لپاره خپل عوامل دي چې بیا هم انسان رامنځته کړي دي، نو د یو کس/ډلې غلا ته د ټېله کولو تر شا بېرته د انسان اعمال دي.

یو څوک زنا کوي، دا د ټولنې لپاره شر کېدای شي؟ شر دی، مګر انسان يې کوي، زنا ته د یو انسان د اړ کولو تر شا ګڼې لاملونه پراته دي چې انساني ټولنې يې را منځته کوي، زنا هم دوه انسانان په خپل اختیار کوي یا هم د یوه له خوا اختیار وي، بل پکې مجبور، نو دا انساني کړنه شوه، نه شر وجود.

که بالعکس سوال وشي چې خیر وجود لري، شر نه شته، مثلن: د اوبو شته والی خیر دی، ژوند په خپله خیر دی، لمر په خیر تمامېږي، هوا، باران او داسې د شته شیانو وجود که په شر نه تعبیروو او موږ يې شر ته بیایو، خیر يې باید بیا وبولو؟

زما په نظر خو د هر شي وجود د خپل ټاکلي هدف لپاره شوی دی، دا چې د خپل هدف لپاره پيدا کېدل د هغه خیر دی که شر دی؟ دا بېله موضوع ده چې د ټولو کایناتو په اړه هم دا پوښتنه کېږي، مګر زموږ په جهان کې بیا هم انسان دی چې د هر شي وجود د خیر او شر لپاره کاروي، یا به مطلق/اکثریت خیر وي یا هم مطلق/اکثریت شر وي یا هم نسبي خیر و شر، د انسان عمل د دې سبب کېږي چې د یوه شي وجود ته د خیر د نوم په ور کولو د خیر پوښ ور واغوندي یا هم د شر.

لکه: اوکسینجن د ژوند سبب دی، مګر همدا اوکسیجن د اور د بلېدو سبب هم کېږي، که یو ځای دی نه وي، هلته اور هم نه بلېږي، دا چې انسان د یو بل کس کور سوځوي، خو د همدې اوکسیجن شته والی دا شر را منځته کوي، که اوکسیجن نه وای، بیا دغه شریره کړنه نه ترسره کېده. نو دلته د اوکسیجن شته والي ته د خیر نوم ور کولو یا هم شر بللو کې د انسان عمل داخل شو، بیا هغه په شر تعبیر شو یا هم خیر.

لېوه په خپل ذات کې چې هر شی دی، زموږ په نړۍ کې چې تعبیر ځنې کوو، که يې پوست وکاږو د خپلو ګټو لپاره يې وکاروو خیر يې بولو او که رمې ته ګډ شي، ښه ډېر پسونه څېرې کړي، انسان ورته د شر نوم ور کوي چې انساني عمل پکې دخل پيدا کړ، د لېوه وجود ته په خپل ذات کې مو هيڅ نوم نه دی ور کړی، کله چې موږ را وړاندې کېږو له هغه سره په تعامل کې واقع شو، نو بیا که موږ په خپله ګټه وکاراوه، خیر يې بولو او که زموږ له بې غورۍ يې پر رمه برید وکړ، پسونه يې وڅېرل، نو همدې کار ته د شر نوم ور کوو.

اوبه ډېر مهمې دي، د هر شي ژوند ورسره تړلی دی، که پر یوه سیمه باران کېږي، د یوه سړي کور يې خراب کړ، خونه يې ولوېده، مال يې ځنې یووړی، موټر کې چپه شو، هغه د اوبو وجود او د باران کېدل شر بولي، خو عیني همدغه باران او اوبه بیا د هغه چا لپاره خیر دی چې کښت يې په اوبه شي، په ډېم کې يې ذخیره شي، هوا يې ورته پاکه کړي، د څښاک اوبه ورته چمتو کړي، پسونه پر اوبه کړي او داسې نور، نو تاسو وګورئ چې څنګه د یوه شي وجود ته په یوه وخت کې انسان هم د خیر نوم کاروي او هم يې شر بولي.

قران کریم وايي:

{فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا () قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا () وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا} [الشمس: 8 – 10]

ژباړه: انساني ذات ته يې د خیر او شر وړتیا ور کړه، چا که خپل ذات پاک وساتی د حقیقت له مخې هغه بریالی شو او چا که خپل ذات ولاړی، هغه یقینن هم نامراده شو.

{كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ} [البقرة: ۲۱۶]

ازاده ژباړه: پر تاسو دفاعي جنګ لازم شوی دی او ستاسو خوښ نه دی، کله یو شی تاسو نه خوښوئ او هغه ستاسو لپاره په حقیقت کې خیر وي او بل شی بیا ستاسو خوښېږي، خو هغه د حقیقت له مخې تاسو ته شر وي، الله يې په حقیقت پوهېږي او تاسو د خپل عقل په مټ هر وخت د یوه شی حقیقت ته نه شئ رسېدای.

په قران کریم کې که غور وشي، هر ځای الله تبارک و تعالی ورته وايي چې تاسو که دغسې کړي وای یا مو نه وای کړي، دا به ستاسو لپاره خیر او هغه به درته شر وای، زه پر همدې دوو ایاتونو اکتفا کوم، په دې برخه کې لوستونکو ته د نورې مطالعې او مناقشې بلنه ور کوم، تاسو هم کولای شئ چې په دې اړه خپل اندونه را سره شریک کړئ، له دیني لید لوري اضافې پر وکړئ، د پخوانو او اوسنیو فیلسوفانو او د علم کلام د ماهرینو نظریات را باندې ولورئ چې دا پېچلې مسله د ټولو له ګل ګل خبرو څخه د ګلو په یوه ګېډۍ بدله کړو.

نوټ: په دې ډول لیکنو غواړم چې خپل معلومات له خلکو سره شریک کړم، زما له خوا وروستۍ ټاپه نه ده، دا زما معلومات دي، هدف مې د ځینو پېچلو موضوعاتو ساده تشریح ده، چې که سمه خبره وکړم، لوستونکې مې په پوه شي، نو زما لپاره په هره څومره زحمت ارزي او که بیا هم ساده نه وي تشریح شوي، زما لپاره فرض ده چې لا نورې هڅې وکړم څو مې خبره ساده او واضحه شي.

۲۰۲۲/جون/۲۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.