د شاه امانالله خان واکمنۍ کې افغانۍ له افغانستان بېرون هم کارېدله(د افغانيو لنډهکی تاریخ او بېلابېلې دورې)
افغاني بانکنوټونه د لومړي ځل لهپاره د شاه غازي امانالله خان په وخت کې چاپ شول، په ۱۲۹۸ل کال کې چې د شاه د حکومت له لوري دا بانکنوټونه چاپ شول، نو په لومړیو کې يې نوم «کابلۍ روپۍ» وې، چې وروسته بیا په «افغانیو» مسمٰی شول. دا نوټونه لومړی ځل یو افغانۍ، پنځهگون، او سلگون په بڼه وو، جالبه خبره دا وه، چې د دې بانکنوټونو متن په څلورو ژبو پښتو، دري، اُردو او ترکي وو او د مورخینو په قول، چې دا پیسې د افغانستان له سرحداتو بېرون هم کارېدلې او راکړه-ورکړه پرې کېدله!
**********
له شاه غازي امانالله خان وروسته د حبیبالله کلکاني په دوره کې تازه افغاني بانکنوټونه چاپ نهشول، خو د شاه د وخت په چاپ شوېو افغاني بانکنوټونو باندې د «حبیبالله کلکاني» مهر ولگېد.
*********
د نادرخان په دوره کې یو وار بیا د کاغذي بانکنوټونو چلښت ودرول شو او خبره بېرته طلا او نورو قیمتي فلزي سکو ته شوه، خو پهدې دوره کې د کاغذي پیسو د چاپ نوي ماشینونه افغانستان ته راوړل شول، مگر د ظاهرشاهۍ پورې نوې بانکنوټونه چاپ نهشول.
**********
کله چې په ۱۳۱۲ل کې ظاهرشاه واک ته ورسېد، په ۱۳۱۵ل کې يې د پیسو د چاپ او خپرولو لهپاره نوې «اُصولنامه» په دوه څپرکو او ۲۱مادو کې چمتو کړه، چې د یو وار بیا نوې کاغذي افغانۍ «د ظاهر شاه په انځور» چاپ او کرار-کرار يې د فلزي سکو ځای ونېوه.
*********
د ارماني رییس جمهور، سردار داوود خان د واکمنۍ پر مهال د افغاني بانکنوټونو بڼې تغیر وکړ، دا ځل د «ظاهر شاه» د انځور پر ځای د رییس جمهور داوود خان انځور پر افغانیو چاپ شو او تر څنگ يې د جمهوریت لوگو هم پر بانکنوټونو ولگول شوه، رښتیا دا لومړی ځل هم وو، چې افغاني بانکنوټونه د لسگون، شلگون، پنځوسي، سلگون، پنځهسوهگون او زرگون په بېلابېلو رنگونو کې چاپ شول.
*********
کله چې نور محمد ترهکی او حفیظالله امین واک ته ورسېدل، نو دا وار په افغاني بانکنوټونو د «خلق» کلیمه هم زیاته شوه او تر څنگ يې په افغاني بانکنوټونو باندې د «خلق» بیرغ هم چاپ او یاد نوټونه نشر شول.
**********
د مجاهدینو په راتگ سره کله چې «د افغانستان اسلامي دولت» تاسیس شو، نو د افغانیو پولي ارزښت په تاریخ کې د لومړي ځل لهپاره په بېساري کچه راوغورځېد او دا وار په افغاني بانکنوټونو کې ۵زریز او ۱۰زریز هم ورزیات شول.
**********
د طـ.البانو د «اسلامي امارت» په لومړۍ دوره کې نوي بانکنوټونه چاپ نهشول، او د تېرې دورې «د مجاهدینو د مهال» افغاني بانکنوټونه چلېدل.
***********
۱۳۸۱ل کال کې، کله چې د ښاغلي کرزي تر مشرۍ لاندې موقت حکومت تاسیس شو، د افغاني بانکنوټونو د رېفورم په اړه جدي بحثونه پیل شول او پایله دا شوه، چې درې صفرونه باید حذف شي یانې دا ځل یو گون، ۲گون، لسگون، پنځوسي، سلگون، ۵۰۰گون او زرگون په نوي بڼه چاپ شول، چې دا دی ۲۴کاله کېږي، یاد بانکنوټونه د چلښت وړ دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.