‏د افغانستان او چین نوی اقتصادي دهلېز

عبدالوافي نایبزی

1,066

د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز په‌داسې حال کې رامنځ‌ته شو، چې د افغانستان دوه نږدې گاونډیو ایران او پاکستان افغانستان د اقتصاد په برخه کې له ژوبلې گوتې نېولی‌دی.

*********

نوي سوداگریز تړون کې څه دي؟

د افغانستان د وارداتو یوه ستره برخه له چین هېواد څخه وه/ده، چې کابو له چین څخه به کله افغانستان ته توکي راتلل او یا به له افغانستان څخه چین ته تلل، نو دوه میاشتې وخت به یې نېوه، خو د دې نوي تړون له‌مخې به له دوه اوونیو ډېر وخت نه‌نیسي، چې په‌دې سره به د واردو شوېو توکیو په نرخ کې هم کموالی راشي، تر څنگ یې ویل کېږي، چې چینايي پلو هوکړه کړې، چې په افغاني توکو به تعرفه هم کموي.

*********

افغانستان او چین تر منځ د سوداگرۍ په اړه:

که ارقامو ته ولیدل شي، په تېرو ۲۵ کالونو کې، هر کال د افغانستان او چین سوداگري کابو ۱۲سلنه لوړه تللې ده، ارقام موږ ته ښيئ، چې په ۱۹۹۵ کې چین افغانستان ته د ۳۱مېلیونو ډالر صادرات لرل، خو دا رقم بیا په ۲۰۲۰ز کې ۵۰۰مېلیونه ډالر وو، بالعکس په ۲۰۲۰ز کې افغانستان چین ته د ۵۴مېلیونو ډالرو صادرات لرل.

افغانستان له چین څخه په لویه کچه برښنايي توکي، لباسونه، بوټان او د تولید له‌پاره خام مواد راواردوي. خو په مقابل کې يې چین ته تازه/وچه مېوه، قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې، زعفران، جنغوزي، طبي بوټي او لاسي توکي لېږي.

*********

د وارداتو او صادراتو زوړ او نوی مسیر:

له‌دې توافق وړاندې به افغانستان ته د چین توکي د گاونډي هېواد پاکستان، د کراچۍ بندر له لارې راتلل، چې د سوداگرو په وینا په اونیو او حتا کله-کله به په میاشتو-میاشتو د کراچۍ په بندر کې د دوی مالونه ولاړ وو، چې له هم‌دې کبله به یې د توکو نرخ هم لوړ تللو. خو اوس، توافق پر بنسټ به د یاد دهیلز له لارې به سوداگریز توکي له چین قرغزستان ته له قرغزستان ازبکستان ته او د ازبکستان اوسپنۍ پټلۍ له لارې به د افغانستان بلخ ته رسېږي.

د دې توافق پر بنسټ به، په هر پړاو کې له ۳۵۰۰ کانتينرو څخه نېول تر ۵۰۰۰ کانتينرو پورې چینايي توکي افغانستان ته راځي، چې د سرپرست حکومت د مسوولینو په وینا دا اوس د سوداگرو خوښه ده، چې کومه لار انتخابوي، د کراچۍ لار او که د ازبکستان لار؟!

********

خو یو ټکی مو ته مو باید پام وي:
د ۲۰۲۱ز کال په می میاشت کې د افغانستان د ټول‌گټو وزارت وویل، چې د چین هېواد سره د مستقیمي سوداگرۍ په موخه یې په بدخشان ولایت کې د ۵۰کيلو متره سړک جوړول (جغل کول) دي، او چینايي لوري سره هم په توافق رسېدلي، چې د بدخشان ولایت له لارې به افغانستان او چین سره وکولای شي، چې سوداگريز توکي وارد/صادر کړي. دا ۵۰کيلو متره سړک د بدخشان ولایت له پامیر څخه پیلېده چې د واخان تر پای يې دوام مونده، یانې هغه ځای چې چین سره نښلي.

دا چې دا پروژه څنگه شوه؟ څومره د پلي کېدا وړ ده؟ او ولې چین او افغانستان قرغزستان او ازبکستان وټاکه، نو وخت به ځواب ووايي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.