ګوره تلونکیه
په تلو خو ځې
خو راته وايې به يې
چې دې څومره ماښامونه
د خفګان په تورتم کې تېر کړل ؟
چې دې څومره سهارونه
په يوازې تنها تېر کړل ؟
دا به هم راته وايې
چې دې څومره لمرونه
د فراق په وچو دښتو کې وزغمل ؟
چې دې څومره سړې شپې
د سپوږمۍ رڼا ته سبا کړې ؟
او راته وايې به
ستورو ته په کتو کې
وخت څنګه تېرېږي ؟
د خاموشيو په لمحو کې
اوازونه څنګ ريږدېږي ؟
بيا راته ووايه
د هجر په شېبو کې
لحظې څنګه تېريږي ؟
د جدايې په موسمو کې
د ګوتو شمېر څنګه لږیږي ؟
دا به هم راته وايې
هغه مرغيو چې وپوښتلم ؟؟
د يوازېتوب سبب دې څه وو؟؟
ما څه ورته ويلې واى ؟
چا په لارو کې پوښتلم ؟
چې دا ولې ، چې دا ولې ؟
هغه تېرو موسمونو
زما سيورې وو ورک کړې
چې په کومه خوا وو تللې ؟
له چا نه وپوښتمه ؟؟
او له چا وکړم گيله ؟
تا چې پرېښودمه
نوچا ته به ورتلمه ؟
د دردونو په حالت کې
زړه چاته وسپړمه
او دا به راته وايې
د حالاتو په درشل کې
کوم پيغام لرې که نه ؟
کايناتو کې دې ستورو ته
سلام لرې که نه ؟؟
دې وړه غوندې دنيا کې
ته آرام لرې که نه ؟
هم به دا راته اظهار کړې
ستاد اوښکو مطلب څه دی ؟
سوال څه دی ؟
…ځواب څه دی؟؟
اوچت څه دی؟ …
زوال څه دی؟؟
څېره څه ده انداز څه دی ؟
او بيا دا راته واضح کړه
چې لمر ولې ما نه تښتي ؟
سپوږمۍولې زما په ليدو
مخ په ور ېځو پټ کړا ؟
مازديگر او ماښامونه
خندا گانې رانه اخلې ؟
ورځې داسې راته برېښي
لکه ستړۍ لاره ورکۍ
دا به هم راته ووايې
چې دې هومره زه رابولم
ته همدومره ولې تښتې ؟
عجيبه د وخت کيسه ده
عجيبه يې ګوزاره ده
په ضعيفه زړه مې پاتې
د عمرونو افسانه ده
ګوره تلونکيه رانه ولاړ شه
خو نېټه به راته ښایې
چې به کله را ستون شې ؟
چې به کله را ستون شې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.