یو مستعد ملگري پوښتنه کړېوه، چې عموماً صادرونکی هېواد کوښښ کوي، چې خپله کرنسي ټیټه وساتي او وارداتي هېواد هڅه کوي چې خپله کرنسي لوړه وساتي؛ که دغه منطق په نظر کې ونیسو او ووایو چې روسیه یو صادراتي هېواد دی (چې حقیقت لري) نو څنگه ویلی شو، چې د هغه هېواد د پولي واحد یا کرنسي د ارزښت په لوړېدو هغه هېواد گټه کوي؟ ښه مې وگڼله چې ځواب یې تاسو سره هم شریک کړم
**********
د پیسو ارزښت په لوی لاس ټیټ ساتل دي، او بل د پیسو ارزښت ټېټېدل دي، زما د خبرې هدف دا دی، چې کله د يو پلان لهمخې یو هېواد وغواړي چې د خپلو پیسو ارزښت ټيټ وساتي، نو بیا يې پهکې بېشمېره گټې وي، چې یوې گټې ته یې تا په پوسټ کې اشاره کړېده، البته دغه ډول پلاني ارزښت ټيټ ساتلو ته به یې د «داخلي عواملو» نوم ورکړ. بل کله چې د یو د پیسې ارزښت د بېرونیو عواملو له کبله ټيټېږي، نو بیا پهکې بېشمېره زیانونه نغښتي وي.
همداسې بحث د پيسو د ارزښت په لوړولو کې همدی، په روسیه باندې د امریکا وروستي بندیزونو سره پهپام مسکو د روبل په اړه خپله پالیسي ډېره ښه پلان کړېوه او ډېره ښه یې پلي کوي، یانې دا سمه ده، چې روسیه یو ستر صادراتي هېواد دی، خو د روبل ارزښت لوړېدل خپله د مسکو پلان دی، چې څنگه پهدې بحراني حالت کې، وړاندې لهدې چې بېروني عوامل يې د روبل ارزښت راوغورځوي، نو دوی نور هم پسې لوړ کړی، زه چې د اقتصاد په برخه کې نړیوالې رسنۍ څارم، نو مسکو د روبل د ارزښت ساتلو او لوړولو لهپاره څو کاره وکړل:
**********
لومړی، د اکراین د جگړې پیلیدلو سره د غرب له محدودیتونو سره سم، روسیې پر «روبل» باندې د سود نرخ Interest Rate ۲۰ سلنو ته لوړ کړ، چې په کور دننه د خارجي او داخلي اسهامو پانگهوالو لهلوري روبل ته تقاضا زیاته شوه.
دوییم، د روسيې په داخل کې يې د له ډالرو سره بیا معکوس چلند وکړ، د ډالرو په ذخیره کولو یې د سود نرخ له ۱۴فیصدو څخه ۱۱ ته راټيټ کړ، چې دا په تېرو ۴ کالونو کې د روسيې لهخوا یو تاریخي کار وو، پهدې کار سره هم د روس پهداخل کې د ډالر پر ځای، روبل ته تقاضا ډېره شوه.
درېیم، روسیې چې بل ډېر د پام وړ کار وکړ، هغه يې لهخپل هېواد څخه د شتمنۍ «نقدي سرمایې» پر وتلو بېسارې محدودیتونه وضع کول، د ارقامو پر بنسټ په روسیه کې مېشت خارجي او داخلي پانگوالو یې خپلې ۵۰فیصده نقدي شتمنۍ روبلو ته واړولې، چې دې سره د روبل ارزښ لا پسې لوړ شو. نهیوازې نقدي پانگه، بلکې د اسهامو پر پاڼو Share and Bonds وتلو هم بندیزونه وضع شول. ډېری خارجي پانگوالو چې خپلې دا ډول شتمنۍ يې نهشو انتقالولې، نو په ډېر زیان سره یې په روسیه کې په روسي پانگوالو وپلورلې او لاړل.
څلورم، روسیې پر نو-باال یو بله چکه دا ووهله، کله يې پر اکراین برید وکړ، نو اروپا متوجه شوه، چې د انرژۍ د پایپ سرچینه روسیه ده، دلته روسيې په لومړیو کې د سون توکو نرخونه لوړ کړل، چې د روبل هغه ارزي شتمني ورسره ډېره شوه او روبل د نړۍ پام ځانته راخپل کړ، خو روسي اقتصادپوهانو سملاسي بل کار دا وکړ، چې د ډالر پر ځای یې په اروپايي هېوادونو د سون توکي پر روبل وپلورل، چې دې هم د روبل ارزښت لوړ کړی.
***********
پایله څه شوه؟
د روبل د ارزښت لوړول پهلوی لاس د روسيې له لوري پهداسې بڼه وشول، چې له هرې لوري يې تحلیل کړو، نو روسیې زیان نهدی کړی، ځکه هغه گټه يې چې د خپلې پیسې په ټیټ ساتلو کې په لسو کالونو کې کوله، هغه يې په ځيرکانه پلان سره د پیسې په لوړولو کې په څو میاشتو کې ترلاسه کړه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.