د ۲۰۲۱ز-اگسټ ۱۵مه- د یکشبنې په ورځ «د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت» وپرځېد او پر ځای يې نوی سرپرست حکومت رامنځته شو، چې ورسره سم د هېواد اقتصادي او بانکي سیسټم د سقوط پر لور قدم اخیستل پیل کړل، خو دا سقوط هغه مهال لا پیسې یقیني شو، چې د افغانستان بانک د څه باندې نهه مېلیارده ډالرو د پولي پُشتوانې/ارزي شتمنۍ کنگلکېدا د امریکا د متحده ایالاتو له لورې اعلان شوه. د «جمهوریت» له پرځېدو کابو درې کاله وړاندې د افغانستان بانک د افغاني بانکنوټونو حالت ته په پام سره له یو پولېنډي او فرانسوي شرکتونو سره د نویو افغانیو په چاپ توافق ته رسېدلیوو، او د معلوماتو پر بنسټ پولېنډي شرکت خپل کارونه پایته هم رسوليوو. د توافق پر بنسټ پولېنډي شرکت د کوچنیو بانکنوټونو (لسگون، شلگون او پنځوسي) د چاپ مسوولیت درلود، او فرانسوي شرکت بیا د لویو بانکنوټونو (پنځهسوهگون او زرگون) د چاپ مسوولیت درلود.
************
نوي بانکنوټونه څومره دي او تر ننه يې ولې انتقال ځنډېدلی وو؟
لومړی باید پر دې پوه شو، چې د افغانستان بانک یا مرکزي بانک له لوري د افغانيو چاپول هم داسې دي، لکه څرنگه چې یو دولتي ادارې د نورو څيزونو اړتیا وي، د اړتیا وړ څیزونو لهپاره شرایط یا Requirements لسټ کوي، او اعلان ته يې سپاري، چې بېلابېلې کمپنۍ يې چمتووالي ته له شرایطو سره سم راوړاندې کیږي. د افغانو په چاپ کې هم همدا مسله ده، خو په لږ توپیر سره پهدې مانا چې، د افغانۍ د چاپ لهپاره هغه مالي شرکتونه راوړاندې کېدای شي، چې په نړیوالو نورمونو او شرایطو برابر وي، او د امریکا له فډرال بانک سره رجسټر اوسي. دا ځل (د جمهوریت پر مهال) هم د افغانۍ د چاپ قرارداد دوه کمپنو گټلیوو، چې پولېنډي شرکت د لس مېلیارده افغانۍ چمتو کولو تړون، چې پهکې لسگون، شلگون او پنځوسي شامل دي او پاتې غټې پیسې (پنځهسوهگون او زرگون) چې سل مېلیارده «سلزره مېلیونه» دي، یو فرانسوي شرکت گټلی وو.
د جمهوریت په اخرو درېو کالونو کې د کرونا وبا او په څنگ کې يې د افغانستان بانک په رهبرې کې د جنجالونو لهکبله د یادو شرکتونو تادیه او ورڅخه د چاپ شوېو افغانیو انتقال افغانستان ته ټکنی شو، چې بالاخره حکومت بدلون وکړ او د چاپ کیسه همداسې پر ځای پاتې شوه.
************
د کنگلشوې ارزي شتمنۍ او نویو چاپشويو نوټونو تر منځ اړیکه:
د نوي حکومت له واک ته رسېدو د افغانستان بانک ارزي شتمني چې ۹ عشاریه ۲ مېلیارده ډالر وه، د امریکا له لوري کنگل اعلان شوه، خو کابو کال وروسته د ۲۰۲۲ز د سپټمبر په ۱۴مه نېټه د امریکا د خزانې او باندینیو چارو وزارتونو په یوه گټه اعلامیه کې د افغانستان د ۳.۵ مېلیارده ارزي شتمنۍ د ازادېدو خبره پهدې شرط وکړه، چې د Afghan Funds صندوق تر نامه لاندې جوړېدونکي صندوق ته به یاد مقدار پیسې انتقالېږي، چې د نظارت لهپاره څلور اشخاص، چې لهمنځه يې دوه د افغانستان بانک پخواني مسوولین (ډاکټر انورالحق احدي – د افغانستان بانک پخوانی مشر او ډاکټر شاهمحرابي- د افغانستان بانک د عالي شورا غړی) هم دي.
د امریکا له لوري په سوېس کې د رامنځته شوي افغان صندوق ته د ۳.۵ مېلیارده ارزي شتمنۍ انتقال د درې موخو لهپاره شویدی، چې لومړی يې د افغانستان ته د واردېدونکي برښنا د بېلونو ورکړه ده، دوییم يې د نوي افغاني بانکنوټونو د چاپ او انتقال لگښت دی او درېیم د تازه پاسپورټونو د چاپ او انتقال لگښت دي. چې تر دې دمه داسې مالومېږي، چې د تازه چاپ شوېو افغاني بانکنوټونو انتقال هم د دې صندوق په مرسته ترسره شويدي.
************
د نوي بانکنوټونو تزریق او د مرکزي بانک او ولس مسوولیت:
د معلوماتو لهمخې د افغانستان بانک په ۱۳ کلونو کې ۵۵ میلیارده له کاره لوېدلې افغانۍ سوځوليدي. تاسې فکر وکړئ، یانې ۵۵زره مېلیونه افغانۍ زموږ او ستاسې د بېپروايۍ لهکبله سوځېدلي دي. که ولیدل شي، د افغانۍ کیفیت هم دومره ټيټ نهدی، خو زموږ بېپروايي، د فزیکو پیسو راکړه ورکړه او د بټوې نهگرځول هغه څه دي، چې موږ خپله ملي کرنسي خپله له کاره غورځوو.
اوس چې یو وار بیا په لوړه کچه افغانۍ له کاره لوېدلې ده او تازه افغانۍ د واردېدو په درشل کې ده، نو د افغانستان بانک ته په کار دي، چې د زړو افغانیو ټولونه او د نويو افغانیو بازار ته عرضه په زوړ پروسېجر سره مخته یوسي. خوشبختانه چې د افغانستان بانک د ۲۰۲۲ز د اکټوبر ۲۱مه نېټه پهخپله یوه خپره شوې اعلامیه کې دا څرگندونه وکړه، د نویو بانکنوټونو رارسېدنه د پالېسۍ سره سمه کېږي، بازار ته تازه بانکنوټونه به د معقولو پولي سیاستونو پر بنسټ انجېکټ کېږي او اقتصادي ودې ته په پام سره به نوي نوټونه خپرېږي. تر څنگ به يې زاړه بانکنوټونه د تېر نارمل پرکټس پهوسیله له بازار څخه ټولېږي.
اوس نو د ولس مسوولیت جوړېږي، چې د دې نویو بانکنوټونو ساتنه د ډالر او یورو پهڅېر پهداسې طریقه سره وکړي، چې د کالونو-کالونو په تېرېدو سره پهکې نه درز رامنځته شي، نه خط – خطي شي، نه څېري او نه يې باران او اوبه راڅخه لامده کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.