الازهر پوهنتون

لطیف یاد

1,243

دمصر الازهر پوهنتون  Al-Azhar University

د(الازهر )یا (جامعة الازهر) له نامه سره به دېرشمېرکسان آشنا وي . دا دمصر په پلازمیینې قاهره کې یو لرغونی پوهنتون دی . دغه پوهنتون په ۹۷۱ زیږدیز / میلادي کال دمصر دفاطمي خلیفه المعزالدین الله دواکمنۍ په وخت کې دده دپوځونو دیوه کمانډر جوهر صقلی لخوا په مصر دبرید وروسته تاسیس شو . په پیل کې دلته یو جومات جوړ شوچې نوم یې ( جامع القاهره ) و ،خووروسته بیا په (جا معة الازهر) سره یې شهرت وموند .دغه پوهنتون په پیل کې داسماعیلیه شیعه مذهب افکار خپرول خو وروسته چې په ۱۱۷۱ زیږدیز /میلادي کال کې مصر دمشهور اسلامي سوبمن سلطان صلاح الدین ایوبی لاسته ورغي نو داهل سنت او جماعت افکار پرې غالبه شول او نن په اسلامي نړۍ کې داسلامي علومو یو مشهور پوهنتون دی چې داسلامي علوموتر څنګ پکې دطب ، انجنیرۍ ، کرنې ،وټپوهنې ( اقتصاد) درملپوهنې او طبیعي او ټولنیز علوم هم پکې تدریس کیږي . نن ورځ دغه پوهنتو ن کې دمصر په ګډون دټولې اسلامي نړۍ نه دوه ملیونه ښځینه او نرینه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي جې په دوی کې هغه زده کوونکي هم شامل دي چې دمصر دننه او دمصر نه بهر انلاین زده کړې کوي ..ددغه پوهنتون داستادانوشمیر 162,978 تنوته رسیږي .
همداراز په نوموړي پوهنتون کې داسلامیاتو ،دیني علومو اونورو برخو کې لاندیني مضامین تدریس کیږي .
فقه
ديني اخلاق
تجويد
استذکار
قرآن کريم
توحيد
سيرة النبي
مطالعه او محفوظات
انشاء
نحو او صرف
خط او بلاغت
تاريخ او جغرافيه
حساب
عملي هندسه
دعلومو مبادي
حفظ الصحه او رسم
حديث
دقران کریم استذکار
صرف و نحو
بلاغت (بيان، بديع، معانی)
عروض او قافيه
مطالعه او محفوظات
انشاء ادب اللغة
رياضي (شمېرپوهنه، هندسه، الجبر)
ټولنیز علوم (تاريخ او جغرافيه)
طبيعي علوم (کيميا، ژوندپوهنه، فيزيک)
اخلاق
د فقهې اصول
د اسلامي قانون تاريخ
فقه او د مذاهبو پرتلنه
عربي ادبيات
د بلاغت علوم
منطق
بهرنۍ ژبې
فلسفه
تفسير
تاريخ
علم النفس
علم البلاغة
بهرنۍ ژبې
باید زیاته کړو چې دافغانستان یوشمیر مشهوروشخصیتونو اوله هغونه دافغانستان پخوانی صدراعظم ارواښاد محمد موسی شفیق ،دشهید داودخان دوخت دعدلیې وزیر ارواښاد وفي الله سمیعي ، قاضی هدایت الله هدایت ، دافغانستان دعدلییې پخوانی وزیر عبدالستار سیرت ، قاضي عبیدالله خان ساپي ،حضرت صبغت الله مجددي ، دجمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني او داتحاد اسلامي مشر عبدالرب رسول سیاف او نورډیر شمیر قاضیانو او دیني عالمانو هم په الازهر پوهنتون کې زده کړې کړې وې .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.