بې عقله بختمل — د ماشومانو کیسه

ژباړونکی. رڼاګل اریوبزی

1,569

له الماني سرچینو څخه

بې عقله بختمل

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

په یوه زمانه کې یو بادشا و، یوه لوريې درلوده او دا لور يې یوازنی اولاد و، بادشا د خپلې لور سره د خوشالۍ نه ډک ژوند کاوه. دې شهزادګۍ یو کوچنی دنیا ته را وړ او هیڅوک نه پو هیدل چې پلار يې څوک و. بادشا هم تر ډیر وخت پورې نه پوهیده چې څه وکړی. په پای کې يې امر وکړ چې شهزاد ګۍ دې د خپل ماشوم سره کلیسا ته لاړه شي، ماشوم ته دې یو لیمو په لاس کې ورکړي، هرچاته چې ما شوم دا لیمه ورکړ، هغه به د ماشوم پلار او دشهزادګۍ میړه وي. با شا دا امرهم کړی و چې یوازې ښکلي ځوانان به کلیسا ته رابلل کیږي، د بادشا امر په ځای شو. خو دلته، په دې ښار کې یوپه تن  وړوکی، کوږ او کړوپ ځوانکی هم اوسیده چې، چندان هوښیار هم نه و. له امله به خلکو « بې عقله بختمل » باله. دا بې عقله بختمل هم، بې له دې چې دچا ورته پام شي، د نوروپه منځ کې کلیسا ته ورننوت. ماشوم لیمو دټولو خلکو په منځ کې همدې بې عقله بختمل ته ور کړ. شهزاد ګۍ وډار شوه، بادشا دومره په غوسه شوچې شهزادګۍ يې دماشوم اوبختمل سره یوځای په یوه خم ته ور ننباسل او په لوی سند کې يې لاهه کړل. خم په بیړه په اوبو کې روان شو او کله چې له خلکو لرې، په اوبو کې کوښي شول، شهزاد ګۍ بختمل ته وویل چې:«  ای کړوپه، بې روحه او بې شرمه هلکه! زه ستا له لاسه بد بخته شوم، ولې کلیسا ته راننوتلې، دا ماشوم په تا پورې هیح اړه نه لري. بې عقله بختمل ورته و ویل چې:

« آها ! هغه په ما پورې یو څه اړه لري، یو وخت مې دا ارزو در لوده چې ته دې یو ماشوم ولرې اوزه چې کومه ارزو ولرم، هغسې کیږي.» شهزادګۍ ورته و ویل چې:« که دارښتیا وي، نو زموږ له پاره د ډوډۍ غوښتنه وکړه.» بختمل ورته و ویل چې:« دا هم کولی شم.» بیايې د کچالانو نه دیوې ډکې کاسې غوښتنه وکړه. شهزاد ګۍ خود ښه خوراک په تمه وه، خو داچې ډیره وږې وه، کچالان يې هم ښه پریمان وخوړل. کله چې ښه ماړه شول بيعقله بختمل و ویل چې:« زه زموږ له پاره دیوې ښکلې کشتۍ غوښتنه هم کولی شم.» ده لا خپله خبره پای ته نه وه رسولې چې ګوري درې واړه په لویه اوښکلې کشتۍ ناست دي. په کشتۍ کې د ټولو هغو شیانو پریماني وه، کوم چې دوی غوښتل. کشتۍ چلوونکي کشتۍ دوچې په لور روانه کړه. کله چې دوی وچې ته ورسیدل او له کشتۍ را کته شول، بې عقله بختمل و ویل چې:

« اوس دې یو قصررا پیدا شي او دلته دې ودریږي.» همداسې وشول ، چې ګوري په وړاندې يې یولوی او ښکلی قصر ولاړ دي، نوکران په طلايي جامو کې ترې راو وتل، شهزادګۍ او د هغې ماشوم يې دقصر په لور روان کړل او کله چې دقصر منځ ته ورسیدل، بېعقله بختمل و ویل چې:« اوسغواړم چې یو ځوان او هوښسار شهزاده شم.» زر يې دملا کړپ والی ورک شو، سم د نګ، ښکلی اوزړه سوانده شهزاده ترې جوړ شو، دشهزادګۍ هم ډیر خوښ شو او واده يې ورسره وکړ.

هلته يې ډېر وخت د خوشالۍ او نیکمرغۍ ژوند کاوه. د خدای کارونه وو چې یوه ورځ زوړ پاچا په آس سپور له کوره په چکر و وت، لار يې ورکه کړه، د یخوا او هغې خوا ته ډیر وګرځید او په پای کې قصرته ورسید. باد شا حیران پا تې شو، ځکه چې په دې ځای کې يې دا قصر له سره نه و لید لی او بیرته راوګرځید. په دې وخت کې شهزادګۍ خپل پلار وپیژند، خو بادشا خپله لور ونه پیژنده او فکر يې کاوه چې هغه خو به لا دوخته په دریاب کې ډوبه شوې وي اوکله چې بیرته د کور په لور روانیده، لور يې په پټه یوطلا يې ګیلاس د هغه په جیب کې کیښود. کله چې بادشا د کور په خوا روان شو، لور يې یو څو نوکران ور پسې ولیږل، تر څو چې ويې دروي او ويې لټوي چې کوم ګیلاس خو به يې نه وي غلا کړی. د تلاشۍ په وخت کې يې دجیب نه طلايي ګیلاس را وباسه او باد شا يې بیرته شهزادګۍ ته راستون کړ. ده شهزاد ګۍ ته قسم وکړ چې ګیلاس يې نه دی غلا کړی او هیڅ نه پو هیږي چې دا ګیلا س څنګه د ده جیب ته ور ننوتلی دی. شهزادګۍ ورته و ویل چې:« له دې امله باید هیڅوک په بیړه بل چا ته د ګنا کار په سترګه ونه ګوري.» بیا يې ځان وروښود چې لور يې ده. بادشا ډیر خوشال شواو د دوی سره یوځای يې نیکمرغه ژوند کاوه او کله چې مړشو، نو بي عقله بختمل يې په ځای باد شا شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.