د افغانستان پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي ‘په انلاین بڼه’ د جرګې غونډې پیلوي

616

د افغانستان پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي ‘په انلاین بڼه’ د جرګې غونډې پیلوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې یو شمېر وکیلانو پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به ‘په انلاین بڼه’د دې جرګې عمومي غونډې رابولي او د جرګي غړي به ګډون پکې کوي.

د ولسي جرګې وروستۍ دوره کې د دې جرګې د دارالانشا عمومي رئیس عبدالقادر ځاځي بي بي سي ته ویلي، په دې تړاو له ګڼو وکیلانو سره اړیکه نیول شوې او ټولو د دې ګام هرکلی کړی دی.

بي بي سي د دې موضوع په اړه د افغانستان د ولسي جرګې د تېرې دورې له یو شمېر نورو وکیلانو هم پوښتنه وکړه.

په دوی کې یو غړي (چې دا مهال افغانستان کې دی) بي بي سي ته تائید کړه چې دا موضوع د ولسي جرګې د دارالانشا لخوا وکیلانو سره شریکه شوې او سلا مشورې پرې شوې دي.

خو بل لور ته ولسي جرګه کې د سېکانو او هندوانو استازي نرېندر سېنګ بي بي سي ته وویل، له دې موضوع نه دی خبر او چا ورسره اړیکه هم نه ده نیولې.

تېر کال اګست میاشت کې پر افغانستان د ط.. البانو له بیا واکمنېدو سره ولسي جرګې هم د ځینو نورو ادارو په څېر خپل فعالیت ودراوه.

دا مهال د ولسي جرګې د وروستۍ دورې ګڼ شمېر وکیلان له افغانستان بهر دي، خو ویل کېږي چې شاوخوا پنځوس تنه وکیلان لا هم په هېواد کې دي.

د شنبې پر ورځ (د جولای شپاړسمه) د ولسي جرګې د دارالانشا کارکوونکو د جرګې د انلاین غونډو پیلېدو په تړاو رسنیو ته یوه خبرتیا استولې.

په دې خبرتیا کې راغلي چې د شنبې پر ورځ د ولسي جرګې د تېرې دورې اداري پلاوي پر دې پلان د خبرو لپاره خپلمنځي غونډه کړې ده.

په خبرتیا کې همدا راز ویل شوي چې په دې غونډه کې د ولسي جرګې د تېرې دورې رئیس میر عبدالرحمان رحماني، د هغې جرګې منشیانو او د دارالانشا عمومي رئیس ګډون کړی و.

“ولسي جرګه لا هم مشروعیت لري”

عبدالقادر ځاځي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې جوړښت او غړي لا هم په نړیواله کچه قانوني مشروعیت لري.

نوموړی وایي، په افغانستان کې اوسنی نظام په زور واکمن شوی، تېرې ولسي جرګې خپله کاري موده نه ده بشپړه کړې او د راتلونکې دورې لپاره هم ټاکنې نه دي ترسره شوې.

د ښاغلي ځاځي په وینا د افغانستان ولسي جرګه لا هم ‘د پارلمانونو د نړیوال اتحاد’ یا د Inter-parliamentary Union غړیتوب لري او همدې ادارې ورته سپارښتنه کړې چې باید خپلې غونډې په انلاین بڼه پیل کړي.

په هغه په وینا، په اوسنۍ نړۍ کې تکنالوژۍ چارې اسانه کړې دي او موکلین کولای شي چې په انلاین توګه له خپلو وکیلانو سره اړیکه ونیسي او د خپلو سیمو ستونزې ورسره شریکې کړي.

خو تر اوسه روښانه نه ده چې د ولسي جرګې د تېرې دورې څومره شمېر وکیلان به په دې غونډو کې ګډون کوي.

دا هم روښانه نه ده چې ایا هغه وکیلان چې لا هم افغانستان کې د ط.. البانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، په دې غونډو کې به ګډون ته زړه ښه کړي او که نه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.