خلیلزاد: د ط.. البانو تر ولکې لاندې افغانستان یو ‘ناکام دولت’ ګرځېدلی شي

742

خلیلزاد: د ط.. البانو تر ولکې لاندې افغانستان یو ‘ناکام دولت’ ګرځېدلی شي.     بشپړ راپور…

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د ط.. البانو تر ولکې لاندې افغانستان یو ‘ناکام دولت ګرځېدلی شي، او که داسې کېږي نو د امریکا او نړۍ لپاره به یې پایلې ښې نه وي.

نوموړي له Goldman Sachs (ګولډمن سکس) ادارې سره په یوه بحث کې (چې د جولای پر پنځلسمه خپور شوی) ویلي، امریکا افغانستان کې هغه ټولې موخې ترلاسه نشوې کړای د کومو لپاره چې یې دې هېواد کې پوځي ماموریت پیل کړی و.

خو نوموړی وایي، د امریکا د شل کلن پوځي ماموریت ځينې ګټې هم درلودې، د بېلګې په توګه ط.. البان پر دې پوهېدلي چې ا.لـ.ـ.ـقاعـ.ـ.دې سره اړیکې پالل یا دې ډلې ته افغانستان کې پناه ورکول ورته په ګرانه بیه تمامېدلی شي.

ښاغلی خلیلزاد وایي، ګومان نه کوي چې ط.. البان دې بیا ا.لقـ.ـ.ـ.ـ.ـا.عـ.ـ.ـدې ته ورنږدې کېدو ته زړه ښه کړي، خو که چېرته د دوی تر ولکې لاندې افغانستان په یو ‘ناکام دولت’ بدل شي نو بیا دا خطر شته چې تـ.ـرهـ.ـ.ـ.ـګرې ډلې دې هېواد کې پټنځایونه ومومي.

“د دوحـ.ـ.ـ.ـ.ې پر تړون سم عمل نه دی شوی”

زلمي خلیلزاد د امریکایي حکومت په استازیتوب له ط.. البانو سره تر اوږدو مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دوحـ.ـ.ـ.ـ.ې تړون لاسلیک کړ.

همدې تړون له افغانستانه د امریکا او ناټو هېوادونو د پوځیانو وتلو، او د زرګونو ط.ـ.ـ.. الب بندیانو خوشې کېدو ته لاره هواره کړه.

خو د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت چارواکو او ډېری شنونکي نیوکه کوي چې د دوحې تړون له بنسټه ناسم و او پر افغانستان د ط. . البانو بیا واکمنېدو لامل شو.

اوس زلمي خلیلزاد هم خپلو وروستیو څرګندونو کې منلې چې ط.. البانو د دوحـ.ـ.ـ ې تړون ټولې ژمنې نه دي پر ځای کړې، او افغانستان کې اوسنی وضعیت هغه څه ته ورته نه دی چې دوحـ.ـ.ـه کې پرې هوکړه شوې وه.

ښاغلي خلیلزاد وایي، دی اوس هم د امریکا حکومت ته مشوره ورکوي چې باید ط.. البانو سره خبرو ته کېني او هغه پروسه بشپړه کړي چې دوحـ.ـ.ـه کې پیل شوې وه.

نوموړي ط.. البانو ته هم خبرداری ورکړی چې که د ټولشموله حکومت، د ښځو د حقونو او د نجونو د زدکړو برخه کې خپلې تګلارې بدلې نه کړي نو په کور دننه او په نړیواله کچه به له ستونزو سره مخ شي.

ط.. البانو تل ټینګار کړی چې د دوحــ.ـ.ــ.ې تړون ته ژمن دي او نړیوالو سره تعامل او دیپلوماتیکې اړیکې غواړي، خو د دې ډلې م. م. هـ. الله څه موده مخکې کابل کې د دینـ.ـ.ـ.ي ع.ـالمانـ.و یوې غونډې ته وویل، د بهرنیانو فرمایشونه ورته د منلو نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.