د اسمان د عرش ماڼۍ په لوی انګړ کې
یو مخلوق دی چې اخته په عیش عشرت دی
هیڅ تشبیه مثال يي ځمکې پر سر نشته
یو جلا شانته دربار او سلطنت دی
چې څه هلته عرضه کیږي او خبرېږو
هلته، دلته یو عظیم شان تفاوت دی
د شرابو چاټۍ سر په سر تشیږي
ډیسکوګانې، نڅاګانې دي کنسرت دی
هغه نجونې چې انګړ منځ کې نڅیږي
د انګړ عالم يي وړی په حسرت دی
د ښکلا او د نڅا ثاني يی نه شته
د ملا په قول دغه ځای جنت دی
هره نجونه يی په سن د بلاغت ده
لا د ځینو سن يي کم تر بلاغت دی
قد د نجونو يي تر اووم اسمان رسیږي
لا د ځینو قد يي دې نه هم اوچت دی
په سهر چې د شفق غومبوري سره دي
د دې نجونو د غومبورو برکت دی
څه سرخی چې يي له شونډو نه پاڅيږي
زموږ لال د بدخشان ترې خجالت دی
کوم صفت چې شي د شونډو دلته هلته
دا د هغه شرابي شونډو صفت دی
د بوډۍ ټال چې اسمان کې رنګین ښکاري
د دې نجونو د خورو زلفو زینت دی
د انګړ د جنتي هر یوه غیږ کې
ناسته پاڅه کې د نجونو بیا نوبت دی
چا ته لږ چا ته اوویا نجونې په برخه
دا تقسیم د جنتي په ریاضت دی
د شرابو هیڅ کمی انګړ کې نشته
د شرابو یو لښتی په هر جهت دی
هومره څښلی شي چې څومره دې خوښیږي
منګوټي ور تشه وه، که ضرورت دی
په شرابو هلته غسل هم روا دی
هلته هر شی دې نصیب او په قسمت دی
نعمتونه دې هر رنګ مخته پراته دي
وخوره و څښه چې هر څه ته دې رغبت دی
نه پوښتنه، ګرویګنه نه تپوس شته
هلته هر شی بې پيسو او بې قیمت دی
په انګړ کې هم د ژڼو جوپي ګرځي
هر یو ژڼی يي ښایست کې جوړ قیامت دی
هیڅ د ژڼو او د نجونو توپیر نه شي
نه ترمنځ يی په رغبت کې تفاوت دی
هر یو ژڼی يي تر نجونو ډېر سخي دی
لا تر نجونو مهربان په هر بابت دی
لاس په لاس د سرو شرابو پیالي ویشي
شپه او ورځ درته ولاړ لاس په خدمت دی
خوښه ستا ده چې جینۍ خوښی یا ژڼی
دې کې خپل د سړي خوښه رضایت دی
خو د ځمکې پر سر هر څه بیا بدل دي
که طالع ده که نصیب دی که قسمت دی
د اسمان د عرش ماڼۍ په سلطنت کې
دلته جوړ یو جهنم هلته جنت دی
تفاوت يي هیڅ په ژبه شمیری نه شم
ژوند يي مه شمېره کړاو او مصیبت دی
شراب پورته دي روا، لاندې حرام دی
دا کوم حکم، کوم انصاف، کوم عدالت دی
نعمتونه رنګا رنګ هلته جایز شي
دلته هرڅیز نه روژه، کفر نعمت دی
د ملا په حکم بند نجونه په کور کې
دا د کوم خدای روا لید او رضایت دی
چې یو بام او دوه هوا وې سلطنت کې
پاچهي د انصاف نه ده قساوت دی
چې تقسیم د عرش په عدل و انصاف نه شي
یو شکوه د عرش په لوري ضرورت دی
د ۲۰۲۰ کال د مۍ ۲۲ مه
Comments are closed.