د انسان واکمني

سرلوڅ مرادزی

539
کاینات له خپل لویا برم لوېدلې
کاڼه شوي د فلک شنوا غوږونه
اسمانونو منځ کې نظم ویجاړ ښکاري
ترې ټوکیږي ورځ تر بلې بحرانونه
عرش له ځایه کډه کړې، پته ورکه
لاهو شوي په اوبو ترې امیدونه
پریښتې د دربار خپلو کې په جنګ دي
یو پر بل کړي د شهابو ګوزارونه
د اسمان قلا د برج څوکېدار تښلی
تش خالي له پیره دارو مورچلونه
د اسمان کلی یو ورانه کنډواله شوه
نه کړکۍ، نه دروازه نه دیوالونه
نه مالک او نه صاحب او نه خاوند شته
په درواغو پکې جوړ دي دربارونه
د فلک له لاسه واک د عدل تللی
اوس په عدل د چا نشته باورونه
نورکنترول به د هر څه له ځمکې کیږي
ترینه خلاص به وي له دندې اسمانونه
برخلیک او بخت د ځمکې پر سر میشت شو
نور به خلک ټاکي دلته تقدیرونه
د جنت دوزخ قصه له اسمان کوز شوه
جوړوي به خلک پر ځمکه جنتونه
د ملا او پیر دوزخ هوا کې خښ شو
نور د ځمکې پر سر نشته دوزخونه
د اسمان تر جنتي حورو نه ښکلې
اوسې ځمکه کې تر حورو ښکلې نجونه
له پیریانو او دیوانو ډار شو ختم
هم رسوا شول د شیطان ټول افسونونه
ازمایلي او لېدلي ولس په سترګو
د کوډګرو جادوګرو دورانونه
نه څه خیر شته نور په غوث پیر او ملا کې
دوکه کړي دوی په هر پیر کې ولسونه
د زړو قصو دوران او مهال تېر شو
نور څوک نه کړي په واهیاتو باورونه
نه اوس ځمکې، نه انسان ته دا قبول دي
د فلک په نوم لیږلي فرمانونه
د ځمکمیشتو یا انسان دي مبارک وي
خپله ځمکه خپله خوښه خپل واکونه
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۱۸ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.