ملاله

اوږۍ امانزۍ

1,269

زه ملاله یم هغه ملاله چې تاسې ټول یې پېژنئ زما  په اړه خپلو راتلونکو نسلونو ته کیسې کوئ زما نوم په خپلو خویندو لوڼو او لمسیانو باندې ږدئ ګویا چې راتلونکي کې هغوی هم زما غوندې مېړنۍ وي،  مبارزې وي  لکه ستوري وځلېږي او دتاریخ په تورو پاڼو کې داسې روښانه بیلګې وي لکه  د شپې په لمن کې د سپوږمۍ ښایستوکې څهره.

  هو! زه ملاله یم هغه ملاله چې تاسې یې په ټپو کې یادوئ ښوونیزو مرکزونو کې یې تدریسوئ. زه له تاسې څخه منندویه  یم چې تاسې هېره کړې نه یم تل مو لمانځلې ووم ،یم  او لمانځۍ مې ،خیر یوسئ،  کور مو ودان خو زه له  تاسې څخه  ځیني  غوښتنې  لرم .

یو دا چې زه بیا راغلې یم   خو  اوس مې  څهره  یوه  نه ده  او نه،  یو  بدن او  یو  وجود  لرم  روح مې ویشل شوی   ستاسې ډېرو  پښتنو خویندو  په وجود کې زما  روح   شته   اوس نو ملاله یوازې هغه نده چې په یوې ټپې یې میدان وګټه  بلکې دا هم ملالې  دي  چې د  ډېرو تهدیدونو  شتون سره سره   بیا هم د خپل راتلوونکي د روښانه کولو لپاره  د زده کړو  په موخه ګامونه اخلي  .

دا هم ملالې دي چې  په ډېرو  کمو  امکاناتو سره خپل ژوند په خوشالۍ تېروي .

که چا یې په غوښتنو هیلو او امیدونو  پښې  کېښودې غږ یې ونه ویست

 په ستونی مو ورته پښې کېښودې خو آخ یې ونه کړ

  په خپلو پړونو یې خپلې خولې وتړلې چې درد پرې زورور نشي چغې یې بهر ونه ووځي  او غږ یې څوک وا نه اوري.

دا هم ملالې دي چې په  واټونو کې ناست وي او د خپلو کونډو رنډو  او یتیمو ماشومانو لپاره یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کوي.

دا هم ملالې دي چې  د خپل  زړه ټوټې یې د وطن په خدمت کې بایللي دي

ډېرې ملالې لرو خو  خلک یې نه ګوري زه له تاسو څخه هیله لرم چې هغه نورو ملالو ته هم نظر وکړئ، وې هڅوئ او  لا  یې مبارزې وروزئ .

 هو رښتیا ، زه خو له تاسې نه ګیله منه هم یم او هغه دا چې تاسې د  مکتب په دیوالونو، دهلیزونو او حتی  په دروازو زما ټپه لیکلې چې نورو ته د مبارزې روحیه ورکړئ خو  د ښوونځیو ورونه مو   بند کړي دا روحیه به چېرته روزل کېږي؟

ځینو په خپلو لوڼو  باندې ملاله نوم ایښی  غواړي هغه ملاله شي خو  لاس او پښې یې ورته تړلي نه ورته خپله تدریس کوي نه یې  بل ځای ته تللو ته پرېږدي .

تاسې یوازې تورې  مه ستایئ بلکې هغه څه وستایئ چې ددې تورو د جګېدلو لامل شول او هغه مینه وه عواطف و. احساسات و  او د هېوادپالنې رښتینې څرکونه و چې د هر وګړي په زړه کې یې څپې وهلې .تاسې اوس دا شیان د خپلو ګلالیو په وجود کې وکرئ.

 اوس ددې وخت دی چې تاسې یوه  ملاله ونه ستایئ بلکې   ملالې  وستایئ .ملالې وزېږوئ او ملالې  وروزئ.

ملالې ډېرې دې ستاسې  په کورونو کې   به هم د   ستاسو  د مور او خویندو په څهرو کې  وي بسنه کوي چې تاسې خپلې سترګې وغړوئ،وې پېژنئ،ارزښت ورکړئ او وې پالئ.  په تیر تاریخ کې مو یوه ملاله یادېږي سبا به ستاسې دوران د تاریخ په پاړکو کې خوندي کېږي دا ځل باید ډېرې ملالې د تاریخ وچې پاڼې زرغونې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.