ناول ولې اوږدېږي خو کیسه نه اوږدیږي؟

اسد الله غضنفر

704

ناول ولې اوږدېږي خو کیسه نه اوږدیږي؟

د یوې اساسي او مهمې پوښتنې ځواب

پوروړى د پور څښتن ويني ، لار ورنه چپوي . ايا د ځان په پټولو كې به كامياب شي ، كه ناكام؟ دلته يوازې يوه پوښتنه ده او ځواب يې صرف دوه امكانه لري. دغه حالت كه ډېر وغځوو نو لنډه كيسه به شي خو په ناول نه بدلېږي.

خو كه وليكو : پوروړى چې پور والا ويني، لار ورنه چپوي. دغه وخت خپله معشوقه مخې ته ورځي. هغه ورته وايي چې پلار مې غواړي همدا نن مازديګر مې بل چا ته وركړي. زما ژوند تباه كېږي. زه او ته به څۀ كوو؟

له پوروړي سره له يوې خوا وېره ده چې پور والا يې ونه ويني او ګريوان ته ېې لاس وانۀ چوي ، له بلې خوا يې مور له ورېندار سره جنجال كړى او دۀ ته يې حال استولى چې ژر ورشي ، غم يې وخوري. دى نه پوهېږي چې اوس كومه خوا ونيسي؟

دغه حالت د ناول لپاره مناسب دى. ځكه دا چانس ډېر دى چې د يوۀ كس د ژوند يو اړخ نه بلكې مختلف اړخونه بيان شي او دغه راز د څو نورو كسانو د ژوند په باره كې هم ډېر څه وويل شي.

ناول ګڼې ونې ته ورته دى . مانا دا چې د ناول په اصلي كيسه كې د نورو كيسو څانګې هم وي او يا په بله ژبه د لوى پلاټ په غېږ كې يې كوچيني پلاټونه هم وي خو لنډه كيسه څانګوره نه ده.

ويل شوي دي چې ناول لږ تر لږه څلوېښت ، پنځوس زره كلمې وي او لنډه كيسه معمولا درې ، څلور زره كلمې غواړي. د دې خبرې برسېرنه معنا دا ده چې كه كيسه اوږده شوه په ناو ل بدلېږي خو مهم ټكى دا دى چې د ځينو خبرو د اوږدېدلو امكان شته او ځينې نورې له اوږېدو سره شړېږي.

د افغانستان اكثره ناول ليكونكي هغه كسان دي چې په اوله كې يې لنډې كيسې ليكلې. همدا وجه ده چې زموږ په اكثرو ناولونو باندې د لنډو كيسو سيورى پروت دى . د لنډو كيسو يو اغېز دا دى چې اكثره ناولونه مو د نورې دنيا د ناولونو په نسبت كوچيني دي . د ناول د پاڼو كموالى د هغه هنري ارزښت نه كموي خو هغه نيمګړتيا چې زموږ په ځينو ښو ناولونو كې هم ليدل كېږي دا ده چې ليكوالو يې د لنډې كيسې په تجربو او تخنيكونو باندې ډېره تكيه كړې ده.

لنډه كيسه د ناول په نسبت محدود زمان او مكان لري. لنډه كيسه معمولا د ساعتونو او ورځو پېښې راته بيانوي او د ناول پېښې شايد په كلونو او ان لسيزو وغځېږي. لنډه كيسه شايد په يوه خونه كې، يوۀ ګودر كې يا يوۀ دفتر كې پېښه شي ، خو ناول د ادامې لپاره معمولا مختلفو ځايونو لكه كور، پوهنتون، هديرې ، ماركيټ ، بنديخانې ، د لوبو ميدان او نورو مكانونو ته محتاج دى.

د ناول تر پايه پورې د كركټرونو په ژوند كې ژور تغييرات راغلي وي . د دغو تغييراتو د بيان لپاره متنوع مكانونه او اوږدۀ وختونه پكار دي. په لنډه كيسه كې چې د كركټر په ژوند كې يو تغيير راشي كيسه ورسره شايد ختمه شي خو د ناول د اصلي كركټرونو په ژوند كې مختلف تغييرات راځي.

د لنډې كيسې پلاټ كوټلى وي. مانا دا چې د پېښو په منځ كې يې معمولا د علت او معلول نېغه رابطه وي حال دا چې د ناول د پېښو تر منځ مستقيمې او غېر مستقيمې ګڼې رابطې وينو. مثال: د دريم ټولګي نجلۍ ته مور ويلي دي چې كه ښې نومرې واخلي ، ښكلې ګوډۍ ورته پېري . نجلۍ زيارباسي او په ښو نومرو كاميابېږي. دلته د پېښو تر منځ رابطه نېغه ده. مګر په ناول كې ممكن تر امتحان دمخه د نجلۍ ښوونځى وسوځول شي . د نجلۍ پلار د لور د تعليم لپاره ښار ته كډه وكړي. په ښار كې شايد نجلۍ په ژبه پوه نه شي او … د ناول د پېښو تر منځ ګڼ مستقيم او غير مستقيم روابط وينو. ناول غواړي چې كركټرونه په پراخو اجتماعي او كلتوري شرايطو كې راوسپړي . د لنډې كيسې تكړه ليكوال هم اجتماعي او كلتوري شرايطو ته پام كوي او په دې ښۀ پوهېږي چې كب يوازې په اوبو كې سا اخلي مګر كيسه داسې ليكل كېږي چې لوستونكي پخپله اټكل كولاى شي چې دا رنګه پېښې او داسې كسان بايد د كومو اجتماعي او كلتوري شرايطو پيداوار وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.