صادق هدایت او ایراني ټولنه

ليکوال: عبدالرشيد سعادت

468

صادق هدايت په فارسي ادب کې يو نوموتى ليکوال دى ډېر کم کسان به د نوموړي له نامه سره اشنا نه وي. نوموړي په داستاني ادبياتو کې داسې کار کړى چې ستر ګې پټول به له نوموړي سره ظلم او زياتى وي.

په ادبي دنيا کې ډېر داسې کسان شته چې هغوى د يوه ليکوال د ليکنو محتوا، هنر او تخلیق ته نه ګوري بلکې د نوموړي په شخصي ژوند د هغه ليکوالي ورحسابوي، چې دا له لیکوالانو او د هغوی له هنر سره بې انصاقي وي. هېڅ وخت هنر او تخلیق باید د لیکوال په شخصي ژوند حساب نه شي.

که موږ د نورو ژبو ادبياتو ته پام وکړو او يا په ټوله کې غربي ادبياتو ته نو هلته ډېر داسې ليکوالان شته دې چې سياست يې کړى دى؛ خو ورسره په څنګ کې يې په ادبياتو کې داسې اثار پنځولي چې نوبل جايزې ګټلي دي. تل داسې نه شي کیدای چې هغه څوک تخلیقي اثار وپنځوي چې په سیاست کې دخیل نه وي او یا یې د شخصي ژوند پرده خړه وي. که موږ یو ناول یا بل نثري ژانر مطالعه کړو هلته مو د لیکوال له هنر سره کار دی، هنر یې لولو او خوند ترې اخلو د هغه شخصي ژوند او یا سیاسي ژوند نه مطالعه کوو.

په بهرنیو هېوادونو کې تخلیقي اثار د خوند اخیستلو لپاره لوستل کېږي. هغه هېوادونه چې په هغوی کې د یو اثر لیکوال شخصي ژوند ته ډېر پام کېږي هلته تخلیقي او هنري اثار د خوند اخیتستلو لپاره نه لوستل کېږي بلکې د مفکورې لېږد او خپراوي لپاره لوستل کېږي. د هنري او تخلیقي اثارو د لیکوالو دنده او مسولیت د ټولنې له ناویلې پرده پورته کول، د ښکلا لېږد او د لسوتونکي خوښ ساتل دي. په ټوله کې هنري اثار که هغه ناول، لنډه کیسه، ادبي ټوټه او طنز دی د خوند لپاره لوستل کېږي. هنري ادبیات د خوند اخیستلو لپاره لوستل کېږي او باید خوند ترې واخیستل شي.

په پښتو ادبياتو کې که موږ وګورو نو د تره کي صیب غوندې لنډې کيسې او ناولونه چا ليکلي نه دي. يا که په بل ډول ووايم په پښتو ادب کې لنډه کيسه د لنډې کيسې د اصولو اړوند تره کي ليکلې ده او همدا شان یې ناول هم لیکلی دی. نوموړى يو سياستوال و دغه سياست د نوموړي د ليکوالۍ مينوال له لاسه ورکړي دي او ډېری خلک په ښه سترګه ورته نه ګوري.

په نړيوالو ادبياتو کې دغه مادې ته پام نه کېږي چې د يو ليکوال ادبي ژوند دې د هغه د شخصي ژوند قرباني کړي. په نړۍ ادب کې ډېر داسې کسان شته چې ځان وژنه يې کړې.که موږ د مصر او روم ادبياتو ته سر ورښکاره کړو  نو د ډېرو داسې لیکوالانو ژوند لیکونه به ولولو چې هغوی ژوندي په قبرونو ورننوتلي او يا يې له ژوند څخه زړه تور شوى او خپله آر ټاټوبى يې پرې ايښى دى هلته د هغوى اثار په موزيمونو کې خوندي دي، ډېر مينوال لري او د ټولنې وګړي په ښه سترګه ورته ګوري.

 صادق هدايت يو له هغو ليکوالانو څخه دى چې ځان وژنه یې کړې. نوموړی د ناهیلۍ د ښوونځي د سرلارو او سرسختو پيروانو څخه و. د ځان وژنې لامل یې په ځينو ځایونو کې مینه بلل شوې خو په اصل کې که موږ د نوموړي لیکنو او د ناهیلۍ ښوونځي پیروۍ ته وګورو له ژونده د نوموړي زړه تور والى د ده د ځان وژنې لامل دی. دوه ځله یې د ځانې وژنې هڅه کړې په لومړي وار بریالی نه شو؛ خو په دویم وار بریالی شو او ځان یې د ژوند له رسۍ څخه خلاص کړ. ګوښه توب یې خوښ و تل به یې په تنهايي کې د ارام ساه اخیسته. يو وخت تاجکستان و که کوم بل هېواد و یوه سیمینار ته یې ليکوالان بللي وو له افغانستان څخه حبيبي صيب او له ايران څخه صادق هدايت په کې ګډون کړی و. حبيبي صيب د صادق هدایت په اړه ويلي وو: ((صادق هدايت یواځې ناست و او له هېچا سره یې خبرې نه کولې.)) د حبيبي صيب له دې خبرې داسې ښکاري چې نوموړى يو داسې انسان و چې تل یې په ګوښه توب کې ځان خوښ احساساوه همدا ګوښه توب د نوموړي د مغرور تیا لامل شوی دی.

   ليکوال، شاعر او عادي وکړى هغه وخت ځان وژنه کوي چې نوموړى له ژوند څخه د ګوښه توب خواته پښه کېږدي. يو ليکوال او شاعر هغه وخت د ګوښه توب خواته پښه ږدي چې له نوموړي سره غرور پيدا شي او د کبر زهرجنې اوبه يې په بدن کې ځاى ونيسي داسې کسان ورځ تر بلې له عادي ژوند څخه چوکاټي او بند ژوند ته ورګرځي او پايله يې دا شي چې ځان وژنه وکړي.

په ټول کې موږ بايد هېڅکله د يوه ليکوال او شاعر ادبي ژوند د هغه د شخصي او سياسي ژوند قرباني نه کړو. که مو دا کار وکړ د هغه د ادبي کار او ادبي ژوند سره به مو جفا کړې وي. په ايران کې ډېرى خلک د صادق هدايت له نامه څخه کرکه کوي او په ښه سترګه ورته نه ګوري. یوه ورځ مې کوم ملګري ته مسج وکړ او ورته ومې ویل ته خو راځې ما ته د صادق هدایت یو څو کتابونه راوړه هغه وعده وکړه چې دروړم یې. یوه ورځ وروسته یې مسج وکړ او په کې لیکلي یې وو:(( کتابخانې ته لاړم د نوموړي لیکوال د کتابونو پوښتنه مې وکړه د کتابخانې څښتن بد بد راته وکتل او ویې ویل چې نوموړی یو بد انسان و، ځان وژنه یې وکړه او کافر له دنیا ولاړه. دا خبره یې هم وکړه چې د نوموړي کتابونه خو زه نه راوړم او نه دومره پیرونکي لري.)) په یوه هېواد کې چې د یوه لیکوال او د هغه له اثارو سره د کتابخانې څښتن دښمني وکړي په نوموړي هېواد کې به هغه لیکوال ته هېڅکله هم عام وګړي په ښه سترګه ونه ګوري او کتابونه به یې د ورځو په تیریدو سره ورک شي. په دې ټولنه کې داسې یو لیکوال ته په دومره بده سترګه کتل کېږي چې هغه د همدغې ټولنې ادبیاتوته له ډېرو لیکوالانو ښه کار کړی او همدې ټولنې ادبیاتوته کار یې خپله دنده بللې ده. په نوموړې ټولنه کې د لیکوال شخصي ژوند او کړنې د دې لامل شوي چې ښه اثار یې په کتابخانو کې پاتې شي، لوستونکي ونه لري او د وخت په تیریدو سره یې اثار ورک شي. ادبي ژوند یې د شخصي ژوند قرباني شوی. پورته مې دا خبره کړې او اوسی یې لنډه یاودنه کوم چې موږ باید د یوه لیکوال ادبي ژوند د هغه د شخصي او سیاسي ژوند قرباني نه کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.