د افغانستان د کولتور مخکښان

لیکونکي : ميرعنايت الله سادات - ژباړونکی: محمد صفر خواریکښ

611

کله چې د افغانستان دژبې او کولتور خبره رامنځ ته  کیږي، نو ورسره سم د «افغانی نويس» عبدالله نوم او ارزښتناکه کارونه مطرح کیږي. داستر میړه څوک و؟ اوزموږ کولتور او ادب ته يې کوم نوښتګر چوپړ کړی دی؟ که د دري او پښتو ادب د دې استاد تلپاتې اثار نه وی، موږ به اړ وی چې د کلمو ماناګانې، يوازې د نورود لغتنامو او قاموسونو له لار ېپدا کړو. د دغه رازشخصيتونو يادونه په واقعيت کې زموږ د ملي کولتور ساتنه ده.

افغانی نويس او ده غه بې مخينې نوښت:

مخکې تردې چې دهغه داثارويادونه وشي،ښايي چې په پیل کې هغه پیژندګلوي وکړو،چې دهغه دپوهې اودادبي څیړنوپه ډګرکې د هغه د ستړيانه منونکي کاراودهیوادپالنې له احساس سره اشناشو.افغانی نويس دشلمې پیړۍ په ړومبنيوکلونوکې دکابل ښارداڅکزيو په چم کې وزېږېد.پلار يې ملا محمدچې په عرض بيګي مشهورو د امير عبدالرحمان خان د دربار له نامتو ليکوالانو څخه واووروسته داميرحبيب الله خان په دربارکې دهغه ددوتر رئيس و. دافغانی نويس پلاردلغمان اوموريې کابلۍوه.دغه ترکيب داښیګڼه درلوده چې هغه له ماشومتوبه په دواړوژبو پښتواودري خبرې،ليکل او لوستل له پلاراومورڅخه زده کړي.وروسته يې رواجي علوم دخپل مهال له عالمانواو پوهانو،په ځانګړې توګه دپلارله دوستانونه زده کړي،ترڅودليکوالۍ جوګه شواودغازي امان الله خان دباچاهۍ   په وياړلي پیرکې يې په کار پیل وکړ.

افغاني نويس روڼ اندی انسان اوله هیواد سره يې د مينې ژور احساس درلود.دهغه افکارو د امانی پیردغورځنګ اومشروطه غوښتنې ترغښتلی اغیزلاندې پاخه شوي ول. دهغه دهوښياردريځ اوخلکوسره دمينې له امله وچې سردارمحمد هاشم خان صدراعظم هغه دصدارت په دوترونوکې دهمکارپه توګه ونه شو زغملی اواړتون کې يې واچوه.په اړتون کې دهغه بندي کولوله مشروطه غوښتونکو بنديانو سره دهغه پیژندګلوي اواړيکې زياتې کړې . افغاني نويس له مشروطه غوښتونکواونورو بنديانوڅخه ډېرڅه زده کړل چې نه يوازې په خبرو،بلکې به ليکلوکې يې تل ځلیدل.همدغه کسان دهغه دتلپاتې کتابونوبه هرکلي کې کره کتنې اوليکنې لري چې ځينې يې د وخت د حکومت زغمل شوي اوپاتې يې دکابل په دولتي مطبعه کې له چاپ نه مخکې سانسور او له خپرېدوپاتې شوي    دي. (۱)خپروشويوکره کتنو نه يوازې دليکوال ليکنې ارزولي دي،بلکې هغه پياوړي شخصيت ته يې د لوستونکو پام هم وراړولی دی.

افغاني نويس لنډې،له ماناډکې اودخلکودپوهاوی وړخبرې کولې.له لغت ښيندنې اوفضل پلورنې(ځان پوه ښوونې) نه يې کرکه درلوده.هغه زړه بوګنونکې اوخوښې هستونکې يادونه به يې چې دخلکو پروړاندې دافغانستان درژيمونوله چال چلند څخه راپیداکیدل،له ډار پرته اوښوونکې بڼه بيانول.( ۲)

هغه خپل لاسوندونه او ياددښتونه په يومنظم خونديځ (ارشيف) کې ساتل.له دغه خونديځ څخه يو شمیرليکوالانوپه خپلو ليکنوکې دمأخذپه توګه يادونه کړې ده چې ديادې شوې سکالو(موضوع)اړوند لاسونددښاغلي عبدالله افغاني نويس په شخصي خونديځ کې شته دی.

افغانی نويس هڅاند اوکوښښي انسان و. ان دژوندپه ورستيوکې چې بدني توان يې کمیده،غوښتل يې د«افغان سرغندويانو» په باب خپلې پراخه اوهراړخيزه څیړنې بشپړې اوخپرې کړي.په دغه راز اثرسره هغه غوښتل چې هغه افغان شخصيتونه چې په بيلابيلوبرخو کې ځلیدليول معرفي کړي.دهغه يادښتونوکې هيڅ برخه له پامه نه وه غورځول شوې اومذهبي، سياسي، اقتصادي، اداري، پوځي، هنري، سپورتي، ادبي او ټولنيزې برخې په کې وې. په دغه برخه کې د هغه يادښتونه او ټولې کړې پاڼې زرګونومخونوته رسیدې. خو ژوند يې وفا ونکړه چې افغانی نويس د  دغه ګټور اثراوډنه اوخپرونه ترسره کړي.

دافغانی نويس خپرې شوې ليکنې:

پښتو قاموس:

د هرې ژبې لغتونه د هماغه ژبې ستنې اوبنسټ دي.دلغتونوسمې پوهیدنې اودهغوپرځای اووړکارونې له امله لوستونکي يا اورېدونکي په هماغه ښکلا اوزيرکۍ سره په مطلب پوهیدې شي.زياتره لغتونه څوماناوې لري او دکارولودځای له مخې يې ماناوې له يوبل سره توپير لري .

پخوا تردې چې افغاني نويس پښتو- فارسی قاموس تدوين کړي، زموږ په هیواد کې پښتو لغتونه او ماناوې يې دري ته نه وې ژباړل شوې او د يوقاموس په ډول ترتيب اوتنظيم شوي نه ول.دې نيمګړتيا دافغاني نويس پام ورواړوه او له خلکواودهغوۍ له کولتورسره دمينې له امله يې کارپیل کړچې داستره فرهنګی تشه ډکه کړي.څنګه چې په دې برخه کې د مخه کار نه وشوی نوراټولول اواوډل يې هم اسان کارنه واودعمر زيات کلونه يې په راټولواوترتيبولو تیرشول. هغه څه چې د«پښتو قاموس» په نامه يادېږي،يوازې دپښتو لغتنامه نه ده.بلکې دغه قاموس په عین وخت کې «دري په پښتو» لغتونه هم لري.په بل بيان دااثر په يوه ټولګه کې ددواړوژبولغتنامه ده.ددې اثرتيارول په حقيقت کې نه يوازې له دری ادب سره دپښتوويونکوبلدتيا له پاره خدمت دی، بلکې دري ژبي يې د پښتوکلمود ماناوله پیژندنې او د پښتو ژپې دسمې زده کړې جوګه کړي دي.نوله دې امله ددې ګټور اثر نوم يوازې پښتوقاموس ددوه اړخيزه منځپانګې (محتوا)بيانوونکی نه شي کیدی.نوښه به وي چې دااثر په پښتو- فارسي قاموس يادشوی وی. داچې دې قاموس ددواړوژبوګړېدونکودپوهې اوعرفان دکچې د لوړتياله پاره چوپړکړی دی،دهيڅ ډول شک ځای نه شته دی.خوداچې په هغه پیراومهال کې دتدوينونکي دې کارته کم ارزښت ورکړشي ، زموږ له اوسمهالي ادبي تاريخ نه دبې خبرۍ اوپه پام کې نه نيولونه پرته بل څه نه دي.

هغه زيار چې افغاني نويس په خپله ددې قاموس دبرابرولواواوډلوله پاره ګاللی، بايد د هغه وخت دولت دافغانستان د کولتور دساتندوې او پرمختياله  پاره ترسره کړی وی.دولت بايد د څیړونکويوه ډله ګومارلې وی چې داملي دنده يې په چټکۍ سرته رسولې وې. خوله بده مرغه دهغه وخت واکمنو دغه راز کولتوري اړتياوو ته ارزښت نه ورکوه. کلونه وروسته چې کله دا اثر بشپړ شو، د «پښتو ټولنې» ادارې د هغې د چاپ لګښت پرغاړه واخيست. دا اثر په درې ټوکوکې تيار شوی وچې ړومبی ټوک يې په ۱۳۳۵او دويم او دريم ټوک يې په ۱۳۳۶کال کې په دولتي مطبعه کې چاپ شو. د پښتو قاموس کتاب د مطبوعاتو ړومبۍ جايزه چې په هغه مهال کې د«اريانا جايزې» په نامه يادېده، دافغاني نويس په برخه کړه.

عاميانه فارسي لغتونه:

له عاميانه لغتونو نه مقصددخلکو ترمنځ رواجی ګړنې(اصطلاحات) دي.که دالغتونه راټول اوونه ليکل شي،دوخت په تیرېدوسره يې يوشمیرنه کارول کیږي اوهیرېږي.دافغانستان دخلکو په نننۍ ولسي( عاميانه)ژبه کې، ناکارېدلي دري (ار)لغتونه رواج دي.خودايرانيانو له خبرو اتروڅخه داګړنې نه اورېدل کیږي.طبيعی ده چې دافغانستان دفارسي په عاميانه لغتونو کې ددې ټاټوبي دنورو اوسیدونکوله ژبونه هم لار موندلې ده چې سرچينه اوراخيستنه يې سره توپير لري.

نوديوسمندرګي (لغتنامې) په اډانه کې دهغوراټولول اواوډل،اسان کارنه و. افغاني نويس چې هرچیرته اوسیدلې او هرسيمې ته چې تللی،اوګړنې يې اورېدلي هغه يې يادداشت کړي دي.ان کله چې بندی و،له بنديانوا وداړتون له ساتونکونه يې ګړنې اورېدلې چې دخپل اثر دتدوين په مهال يې هغه نه دي هیرې کړي اوپه ولسي (عاميانه) اصطلاحاتوکې يې کښلي دي.

هغه زموږدهیوادپر ټولو رواجي ګړنو اولهجوغورکړی اودهريودکارولودڅرنګوالي لټون يې کړی اودهغې سمه مانا

 يې غوره کړې ده.داصطلاحاتودويلو اوبيان ډول ايجابوله چې ټول لغتونه خطاطي شې او غږيزې نښې پرې زياتې شي.دغه کاردټايپ دماشين په وسيله نه کېده.نوتيار شوی متن دهېواديوپیژندل شوي ښايسته ليکونکي(خوش نويس) او اديب(مولانا خسته)ته وسپارل شوچې په قلم يې وليکي.

دعاميانه لغتونو ليکنه اسانه نه ده اودادبي کلموغوندې په يوټاکلي قالب کې نه ليکل کیږي.دساري په توګه؛ د «نسوار» يا «نصوار» دليکلوله پاره دواړه د«س»اويا «ص» توری کارېږي چې له ادبې پلوه د«س» توری سم دی. خوپه عاميانه لغتونوکې په« ص» ليکل شوی دي.(۳)

دمطبوعاتو مستقل رياست،ددې کتاب دارزونې اودخپرولوداړتيا دتثبيت له پاره دهیوادله پیژندل شويو اديبانو څخه يوکمیسون وګوماره چې دکتاب دخپرولوپه هکله نظرورکړي.دکمیسيون غړيوپه دې نظر توافق وکړچې ياد شوی اثر« ارزښتناک اوجامع اوپه نسخ کې يوازنی اوغوره، ګټورکتاب دی. نوکتاب بايد چاپ اوپه مطبوعاتی جايزه وستايل شي». (۴)

د دې کتاب « لغتنامه فارسي عاميانه » په ړومبنيو مخونوکې ددې کتاب دارزښت اودليکوال دګټوروزحمتونوپه هکله د افغانستان دادب اوکولتوردمخکښانوقضاوتونه اوالواکونه شته دی.بې ځايه به نه وي چې دهغوۍ د هريوله

 لنډنقل قولونه په دې مقاله کې د قدرمنولوستونکو د مالوماتو له پاره وړاندې کړو.

ارواښاد افغاني نويس مخکې له دې چې دا اثر دخپرېدوله پاره د مطبوعاتو مستقل رياست وسپاري، هغه يې د لوړې پوهې څښتن او د مشروطيت د غورځنګ  يو قدرمن کس (ميرسيدقاسم خان) ته سپارلی و، چې په دغه اړوندخپل قضاوت اوداستادۍ نظرورکړي.هغه د افغاني نويس دزيار ستاينه کړې او د دغه رازيوې ټولګې خپرول  يې سملاسي اړتيا بللې. افغاني نويس دغه شخصيت د خپل لارښود اوالهام بښونکی په توګه، يادوه.

عزتمند پوه عبدالهادي داوي چې د يو سياستمداراو مشروطه غوښتونکي په توګه د افغانستان خلکو کې ښه نوم او ځانګړی ځای لري، د کتاب په هکله داسې ليکي: د دې کتاب ليکل، يو ګټوراونوښتګر اقدام اودافغانستان د فارسي لهجې د لغتونواوتعبيرونوارزښناکه زېرمه ده. دا کتاب غالباّ ړومبنی ګام دی چې دهیواد د ګړنۍ لغتونو اوګړنو د زېرمه کولوپه لاره کې اوچت کړی دی اومؤلف يې د پايونيرانو[طراحانواومخکښانو) په ډله کې راوستی دی.

د ادب اُستاد ملک الشعرا‌ءعبدالحق بيتاب ليکي: د ګړنی اوعاميانه فرهنګ کتاب، رښتيا چې بې مخينې اثردی چې د اوږد ې مودې د څیړنې اولټون له امله منځ ته راغلی له تأليف نه تیرشوی اود تصنيف ترپولې رسیدلی نوله دې امله دارزښت له پلوه دړومبۍ درجې مطبوعاتي جايزې وړدی.دادمينه والو له پاره په نوي اوتازه طريقه دکشنري ده.  اُستاد خليل الله خليلي داسې ليکي: د دې ښکلي اثرڅوساعتو لوستلوزه بې اختياره دې ته اړکړم چې قدرمن ليکوال ته دهغه زحمت له امله چې په دې ټولګې کې يې ګاللی مبارکي ووايم اودانيک کارداسې وګڼوچې په دې باب زموږ په وخت کې پیل کیږي.په دې لار کې د ليکوال څیړنه اوزيار،دهیوادله ادبي استقلال سره دهغه مينې ښکارندوی ده. هغه لغتونه چې په دې کتاب کې راټول شوي يوازې دعواموخبرې اترې نه دي بلکې په هغوکې ځينې کلمې هم ليدل کیږي چې ددې هیواد د لرغونو اُستادانواو ويندويانواثارو کې شته او د وخت به تیرېدو سره وروستنيو ليکوالانوله خپلو ليکنو څخه غورځولي دي اوخلکو په خپلو خبرو اترو کې ساتلي دي.

بايد يادونه وکړوچې د فارسي د عاميانه لغتونو کتاب هم د اريانه جايزه د خپل ليکوال په برخه کړې ده.

د هیواد په ورځپاڼو او اوونيزو کې مقالې:

د هېواد په مطبوعاتو کې د افغاني نويس زياتې مقالې خپرې شوی دي. دا مقالې په دواړو ژبو پښتواودري خپرې شوي دي.افغاني نويس دامان الله باچا په پېرکې دهغه وخت له جريدوسره خپله همکاري پیل کړه.دسراج الاخبار، امان افغان، انيس اواصلاح  په جريدو او ورځپاڼو کې د دې سترمیړه ډېراثار خپاره شوي دي. (۵) د دغوليکنو يوشمیر لکه د پښتو«لنډيو» راټولول اومعرفي دزيات ارزښت لرونکې ده اوداوسمهالوليکوالانو له پاره ارزښتناکه منبع ده.

زموږد ملي کولتورلارويانو  ته دکاروان د دغه سالار ياد او د هغه د تلپاتې ليکنو پیژندګلوي اړينه وه. په يادونې سره په حقيقت کې موږ د خپل ملي کولتور ساتنه کوو.

په کولتور سره ژوندي دي د مهال واړه قومونه                 له کولتوره بې خبرکوي د مرګ پرلور مزلونه

—————————————-

۱- د خپرندوی وينا: لغات عاميانه‌ء فارسی-افغاني نويس،دويم چاپ،دبلخ دڅیړنو اوخپرونو مؤسسه،۱۳۶۹

۲- ليکوال دځوانۍ په مهال ،دافغانستان دتیرې پیړۍ دناليکل شوي تاريخ په باب، د ښاغلي افغاني نويس له ارزښتناکو خبرو څخه ډېر مالومات اورېدلي دي چې په دې وروستيووختونو کې يې ځينې اګاه کسان هغه ليکي. افغانی نويس زما د پلار( ميرعزيزالله سادات) نږدې دوست و او زموږ کورته نږدې اوسیده.

۳- افغاني نويس- لغات عميانهء فارسی- کابل، دولتي مطبعه-۱۳۳۸-۵۶۴مخ

۴- عبدالوهاب طرزی، محمدابراهيم خليل، داکترجاويد، ضياقاريزاده، محمدحسن فهيمي او حیدر ژوبل د کمیسيون غړي ول.

۵- دانشنامه ادب فارسی- دريم ټوک- د اسلامی فرهنګ او ارشاد خپرونې- تهران-۱۳۷۸- ۱۰۳مخ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.