بیرغ

1,252

دا بیرغ د تېر جمهوریت بیرغ نه وو بلکې سلګونه کاله قدامت او تاریخچه لري چې لاندې یې لوستلی شئ.

د افغانستان اوسنۍ ملي بېرغ او رنګونه یې د پغمان لویه جرګه کې چې په ۱۳۰۷لمریز کال کې جوړه شوې وه، ټاکل شوي دي. هغه وخت دغه بېرغ د شاه امان الله خان رح له خوا د تور بېرغ پر ځای وکارول شو.

دغه راز د افغانستان د اساسي قانون نولسمه ماده د ملي بېرغ په اړه داسې روښنايي لري؛
” د افغانستان بېرغ له: دريو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دى. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې د افغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى.
د افغانستان د دولت ملي نښان له سپين رنګه محراب او منبر څخه جوړ دى چې په دوو څنډو كې يې دوه بېرغونه او د منځ په برنۍ برخه كې يې د لا اله الا الله محمد رسول الله مباركه كلمه او الله اكبر او د راختونكي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه كې يې د ۱۲۹۸ لمریز تاريخ او د افغانستان كلمه راغلې چې له دوو خواوو څخه د غنمو وږي پري راګرځول شوي دي.”
د بېرغ تور رنګ د افغانستان د تاریخ د استعمار د تورې برخې، سور رنګ یې د استعمار پر وړاندې د خلکو مبارزه او زرغون یې بیا د آزادي او هوسایي څرګندويي کوي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي ارزښتنونو په رڼا کې هم د افغانستان ملي بېرغ ته د درېو اسلامي خلافتونو د رنګونو مجموعه ویلی شو؛ تور رنگ د اموي خلافت، سور د عثماني خلافت رنگ، زرغون د عباسي خلافت رنگ دی.
ملي نښان کې بیا د سپین رنګ محراب او منبر د یادولو حکمت د اسلام د مبارک دین سپېڅلتیا او د دې ټولنې په اسلامیت دلالت کوي، په دوو څنډو کې د دوه بیرغونو هدف د هېواد هویت او خپلواکۍ ته اشاره شوې، د منځ په برنۍ برخه کې د لا اله الا الله محمد رسول الله مبارکه کلمه، دا پېغام ورکوي چې د افغانستان وګړي د همدغه کلمې تر چتر لاندې ژوند کوي او د الله اکبر موخه د تکبیر غږ دی، په لاندینۍ برخه کې د ۱۲۹۸ لمریز کال درج کېدل د هېواد د خپلواکۍ نېټه جوتوي، د افغانستان له ذکر څخه موخه د هېواد معرفت دی، چې په پورته نېټه یې له انګریزانو خپلواکي اخیستې او په وروستۍ برخه کې له دوو خواو د غنمو وږي، دېته اشاره کوي چې افغانستان یو زراعتي هېواد دی، د غه راز ممکنه ده چې د قانون جوړونکي اراده په افغانستان کې واک ته د رسیدو لومړني دود ته اشاره وي، چې له مخې یې د شیر سرخ په جرګه کې احمد شا بابا د پاچا په توګه وټاکل شو؛ چې د استاد لایخوار د زوی صوفي صابر شاه له لوري د غنمو وږی د احمد شاه بابا په پګړۍ کې کېښودل شو.
خو له بده مرغه د تاریخ په اوږدو کې یاد بېرغ سره جفا شوې، هر نظام چې ړنګ شوی یا تحولات راغلي ملي بېرغ او ملي نښان یې هم تبدیل کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.