ښځې مکارې دي

پروین ملال

902

ماښام ویښیږې، را پاڅیږې داسمان له څنډو

سور بخن لمر، دشپې د ستورو،

د نقریې زرې تلتک لاندې،

او د آسمان د لاجوردې نالۍ په غیږکې ،

د پاس اوچتو کنارو په بالښت

سرایږدی

وږمه نمجنه اوتبجنه ده

غواړې دلمر دوروستۍ وړانګو،په ټکور باندې

خپل وزرونه وچ کړي

دخړو لویو، دیوالونو دشا

د پخې شوی ډوډۍ، لیونی وږم را ځې

د یو چا سترګې سوزوې د تنورونو، تبخیو

د دودونو اور

د دیوالونو ترشا، اورونه بل دی ،

دودونه لوړخیژي او د تشیال په غیږکي،

تاوراتاویږې لکه ړنګې نڅاګرې نجونې

يا اتڼ چي زلمیان

لویه کوڅه کي دښار ،

یوه اروا په شین کفن کي خوځې،

د مسجد لورته درومې،

د مسجد لویې دروازې ته کښینې

عمر یې کم سفر یې ډیر کړی دی

لکه تاریخ د سلو کالو چا لیکلې

 یوه شپه کي وی

یووخت چې وخت ورسره میینه کول

هغه د کوراوکاله

د شوخو ښکلو ماشومانو سره

د پاولي دار زرغون کمیس په شرنګ ، شرنګ

د الوانې ټیکرۍ، په سره لبمه

د بیدیاغیږکې پاڼې ، پاڼې غوړیدل

خوځیدل،

 او په مسجد کي یې د ماشومانوسره

د الفونو د قدونو صراطونه لوستل

د جمعې شپه کي یې په لوړ ږغ ،

د ابابیل او توتکۍ په ژبه

په رواني لکه روانې اوبه د تیر سبق سپیڅلې ښکلې

ایاتونو نه او( لوستلي *) لوستل

هم هغه وخت یې ټولولې په لمن کي د سارا

مستې بیباکې وږمې

د نګهتونودڅپو او دجوپو لښکرکي

په نیلې اس باندې سپور

خپل دخیالونواو خوبونو شهزاد ه لیدې

هغه لوبغاړې نه وه ،

لوبغاړې وخت ،  ورسره لوبه وکړه

پلار یې جګړې وخوړ

ورور یې قاتل شو، او د ا ؟

د رواجونو د سیند ، څپو په باج کي یووړه

تر همدې ځایه یې کیسه په یاد ده …

دیوال ته ښه نیژدي شوه

 لاس یې د سوال اوچت کړ

د ملا ږغ تردروازې را تیر شو؛

ښځې ، فساد ، فساد ، دي

ښځې شیطانې او ورانکارې دی

ټولې  نمامې درواغجنې ،

غیبت ګرې اومکارې دي

ښځې …

ماښام  تیارې یا دوې، ډیوو تیارو کې

تر ، رڼا وو خپل لاسونه تاو کړه

یوه اروا په شین کفن کي دخپل خدای دکوره

خالي لاسونه پخپل غیږکې وړې

د لویو خړو دیوالونو دشا

د پخې شوی ډوډۍ لیونی وږم راځي

دودونو تورې جامې واغوستي

ورو، ورو د اسمان لورته درومې

څو ماشو مان ژاړي ډوډۍ غواړې

ملا همدا تکراروې او وايې ؛

ښځې درواغ وایې  مکارې دي

ښځې فسا د ، فساد دي

۲۰۲۲/ ۷ / ۱۷

۱ ـ لوستلي : د تیرې شوي  اوه نۍ لوستل شوی سبق چې دجمعې په شپه به تکراریدې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.