د پیر محمد کاروان ژوندلیک

1,549

پیر محمد کاروان د نور محمد زوی د خوست ولایت، تڼیو ولسوالۍ اړوند د نریزې پۀ کلي کې پۀ(۱۳۳۸) هــ ش کال کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې ذ تڼیو ولسوالۍ اړوند د نریز کلي تر شنۀ چنار لاندې سرته رسولې دي. لۀ اووم ټولګي څخه تر لسم ټولګي پورې یې د خوست پۀ غرښت او تر لسم وروسته یې د خوست لۀ مېخانیکي لېسې څخه پۀ(۱۳۵۶) هــ ش کال کې د د فراغت سند تر لاسه کړ.

کاروان صېب د عصري زده کړو تر څنګ پۀ ماشومتوب کې ځینې دیني کتابونه؛ لکه: خلاصه، منیه، ګلستان سعدي، پنج ګنج، رشیدالبیان او ځینې نور کتابونه لوستې دي. کاروان صېب د همدې مینې لۀ امله چې نوموړی پۀ ماشومتوب کې د دینې زده کړو پۀ خوند پوی شوی و، د نورو لوړو زده کړو شوق یې پۀ دې بدل شو، چې د ژوند د ټولو بوختیاوو سره، سره بیا هم دعوت پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې ځان شامل او لۀ همدې پوهنتون څخه پۀ(۱۳۹۳) هــ ش کال کې فارغ شو. کاروان صېب د پښتو، فارسي تر څنګ پۀ اردو او انګرېزي ژبو هم تر یوې اندازې خپل مشکل حل کولی شي.

دندې
کاروان لۀ مېخانیکي لېسې څخه تر فراغت وروسته د بغلان ولایت د پلخمري پۀ نساجۍ فابریکه کې د فني مامور پۀ توګه رسمي وټاکل شو، بیا د کندهار نساجۍ ته تبدیل شو، نوموړي دا دنده پۀ(۱۳۵۸) هــ ش کال پرېښوده او خپلې سیمې ته راغی، د(۱۳۵۹) نه تر(۱۳۶۹) هــ ش کال پورې لۀ ښکېلاکګرو روسانو سره پۀ جهاد بوخت و.

د(۱۳۶۹) هــ ش کال پۀ وروستیو کې پېشور ته ولاړ، هلته لومړی د ازاد افغانستان د لیکوالو ټولنې غړی او بیا د خپلواکۍ مجلې د کتونکي ډلې غړی، ورپسې د وفا اخبار مرستیال وټاکل شو. لۀ(۱۳۷۳) هــ ش کال راهیسې د بي بي سي راډیو(نوی کور، نوی ژوند) راډیویي ډرامې د لیکوالو پۀ ډله کې تقریبً تر(۱۳۹۵)هــ ش کال تر نهمې میاشتې پورې د یو ښۀ لیکوال پۀ توګه پاتې سړی دی. لۀ نوموړي نېټې را وروسته تر نن پورې پۀ کابل ایکوالېکسېس دفتر کې د ازادۍ راډیو(یو کلی زر غږونه) تر نوم لاندې راډیویي ډرامې ته ډرامې لیکونکی دی، او د دې تر څنګ نوموړی پۀ کابل کې لۀ سپوږمۍ راډیو سره لۀ(۱۳۹۲) هــ ش کال را پۀ دېخوا تر نن پورې، یو دوه ساعته(د سپومۍ کړنګ) تر نوم لاندې ادبي خپرونه پر مخ وړي.

سفرونه

کاروان صېب پۀ(۱۳۶۲) هــ ش کال کې د مور او پلار څخه اېران هېواد ته پۀ خوارۍ او مزدورۍ پسې ولاړ، دۀ ته خپله کورنۍ، مور او پلار ډېر زیات یادېدل، نو پۀ دې وجه لۀ څو میاشتو تېرولو وروسته بېرته خپل ګران هېواد افغانستان ته راستون شو. دی د سفر دغه دوره لۀ یوې خوا لۀ کړاو، خو لۀ بلې خوا لۀ شاعرانه الهامونو ډکه او برخمنه بولي.

ځکه چې نوموړی پۀ اېران کې لۀ نړېوالو هنري اثارو سره اشنا شو، هغه پیسې چې پۀ دې موده کې یې ګټلې وې، یوه اندازه یې پر هنري اثارو ولګولې، دۀ لۀ اېرانه ځان سره زیات شمېر شهکار ادبي کتابونه راوړل.

پۀ(۱۳۸۶) هــ ش کال هند ولاړ، هلته یې د سارک پۀ غونډه کې د یو لیکوال پۀ حیث ګډون وکړ، نوموړی د هند یوه خاطره داسې راته بیانوي: “کله چې د نوي ډهلي پۀ هوایي میدان زموږ طیاره ښکته شوه نو ملګرو مې راته زنګ وکړ، چې هلته یو نفر درته ولاړ دی، ما اخوا دېخوا وکتل، ځینو کسانو سره پۀ کمپیوټر لیکل شوي نومونه ول، هر سړی به د خپل نوم پۀ طرف ورتلۀ، ما هم خپل نوم د یو ډنګر ځوان پۀ لاس کې ولیدۀ، د خپل نوم پۀ لیدو خندا راغله، ځکه چې لۀ لرې داسې ښکارېدۀ، لکه کوم تنبل زدت کوونکي چې لیکلی وي، خو کله چې نېږدې ورغلم، ګورم چې پۀ ډېر هنري خط لیکل شوی دی”.

پۀ(۱۳۹۱) هــ ش کال بیا د دویم ځل لپاره د سارک سیمینار تللی دی، دا ځل سیمینار د هندوستان پۀ لکنهو پۀ ښار کې و. د یو مازدیګر د لمانځۀ خاطره یې پۀ یو غزل کې راوړې ده؛ وایي چې د مازدیګر د لمانځۀ لپاره جومات ته روان شوم، نابلد وم، اخوا دېوا به مې چې کتل مندرونه به مې د سرک پر غاړه لېدل، خو جومات به نۀ مالومېدۀ، نېږدې و چې لمونځ رانه قضا شي. دا حالت یې د دې غزل پۀ مطلع کې داسې راوړی دی.

ګــرځم پۀ جــومات پـسې مــندر پۀ مـخه راشي
لمــونځ د قضــا شــوي مازدیـګـر پۀ مخــه راشي

زۀ خـو د موســکا پۀ یوۀ لښـــتي کې هم ډوبېږم
ســــتا د تورو ســـترګو سمـــندر پــۀ مخـه راشي

ټول عمر کـــاروان پښې یبلې ګرځم پۀ اغـزو کې
ګــــوندې د ګـــــلونو پیغمـــبر پـــۀ مخــــه راشي

لوند ګلاب د زړۀ مې وي ساتلی خو چې وچ شي
نـاڅاپـه بلــــبله د سپـــین غـــر پـۀ مخـــه راشي
***

پۀ(۱۳۸۷) هــ ش کال پۀ یو خواږۀ سفر د حج لپاره سعودي عربستان ته تللی، د دې خواږۀ سفر یادونه پۀ لاندې نعتیه شعر کې کوي.
نعت
بخـــتور تر بخـــتور ومه څــــو ورځې
کــلـیوال د پیغمـــبر ومــه څــو ورځې

زمـــا زړۀ یو بې اغـزیه ســور ګــلاب و
زۀ نۀ زخــم نۀ خنــجر ومه څو ورځې

لـــۀ کــوثر او لۀ زم زم ســره پخـلا وم
بــس لۀ تـندې مــرور ومــه څو ورځې

پـــۀ اذان د مدینــې مې زړۀ روښان و
زۀ لۀ ستورو نه هم بر ومه څو ورځې

د دونیــا لــۀ پاچــاهــانو بې پـــروا وم
یو فقــیر او قلـــندر ومــه څـــو ورځې

د خــپل ژونـد پۀ وچــه للـمه روان وم
پـۀ څـپو وم سمــندر ومــه څـو ورځې

ما دوښمن پۀ غشو نه پر ګلاب ویشتو
د خـوږې مینې سـنګر ومـه څو ورځې

لۀ تیــارو نه پۀ کـاروان پسې روان وم
لاروی د ښکـــلي لمــر ومــه څو ورځې
***

پۀ(۱۳۹۲) هــ ش کال کې دوبۍ ته د ځینو ملګرو پۀ غوښتنه تللی دی، پۀ دغه سفر کې خوږې خاطرې یې د ځینو نۀلیدلو ملګرو لیدل وو. پۀ نوموړي سفر کې یې د سمسور ادبي بهیر او ځینو نورو غونډو کې ګډون کړی دی.

تر لسو کالو زیات وخت یې پېښور کې تېر کړی دی، چې هلته د دۀ او ځینو نورو ملګرو پۀ هڅو(افغان ادبي بهیر) رامنځ ته شو.

د کاروان صېب چاپ اثار
پیر محمد کاروان تر دې مهاله اتۀ اثار لري، چې پۀ لاندې ډول دي.

۱ــ لۀ ماښامه تر ماښامه، د شعرونو مجموعه
۲ــ لۀ نرګسه تر نرګسه، د لنډو کیسو ټولګه
۳ــ چنار خبرې کوي، د شعرونو ټولګه
۴ــ د ښاپېرۍ ورغوی، شعري ټولګه
۵ــ غرۀ ته روان سړی، لنډې کیسې
۶ــ کاروان خبرې کوي، پر شعرونو کرکتنه، هنري نثرونه او شاعرانه خاطرات دي، چې ښاغلي باز محمد عابد صېب راټول کړې دي.
۷ــ یو زرغون د نغمو سیند، دا کتاب د کاروان صېب د دری واړو لومړنیو شعري ټولګو ګډه مجموعه ده.
۸ــ زر زري وزرې، د شعرونو ټولګه
۹ ـ نغمه زېږدې زمانې شعري ټولکه
۱۰ ـ خوب نو داسې رښتیا کیږي
ماشومانوته کوچني شعرونه
۱۱ ـ د سولې سبق ماشومانوته شعرونه
ناچاپ اثار
۱ــ مورې مورې تږی یم، مور ته شعرونه
۲ــ یو شمېر لنډې کیسې، چې لا یې نوم ورته نۀ دی اېښی
۳ــ راډیویي او تلویزیوني ډرامې
۴ــ هنري خاطرې، واړۀ نثرونه او پر شعرونو کره کتنه
۵ــ یوه اونۍ د هنرونو پۀ وطن کې، د هند سفرنامه ده، چې څۀ برخه یې لۀ خوست نه خپریدونکې پیوستون مجله کې خپره شوې هم ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.