پداسې حال کې چې لویدیځو هیوادونو په افغانستان کې په ط.. /البانو بندیزونه لګولي او دا ډله تر نږدې یو کال واک اخیستو راهیسې لا هم د هیواد د اقتصاد د ژوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کوي، چین د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخې کې نوي امتیازات ورکړي.
د چین د بهرنیو وزارت جمعه جولای ۲۹ (زمري۷) د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي او د ط.. /البانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر تر منځ د ملاقات جزیات خپاره کړي چې پنجشنبې په ازبکستان کې د شانهګای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال په یوې فرعې غونډې کې سره کتلي دي.
په اعلامیې کې د ښاغلي وانګ له قوله ویل شوي چې چین به د ۹۸ په سلو کې هغو تولیداتو چې د افغانستان څخه دې هیواد ته واردیږي، هیڅ ګمرګي تعرفه وانخلي او دا ژمنه هم کوي چې د افغانستان څخه د ښه کیفیت لا ډیر تولیدات وارد کړي.
سره لدې چې چین ته د افغانستان صاردات دومره ډیر ندي خو د چین د دې اقدام څخه داسې ښکاري چې غواړي د افغانستان سره د سوداګرۍ دوه اړخیزې اړیکې پداسې حال کې پراخې کاندي چې غرب په ط.. /البانو بندیزونه لګولي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې راغلې، “چین هیله لري چې افغانستان به یو پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت جوړ کړي او منځلارې او عاقلانه حکومتداري تطبیق کړي”.
په اعلامیې کې همدرانګه د متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو څخه غوښتل شوي چې په افغانستان دې “نا معقوله” بندیزونه لیرې کړي او د دې هیواد د اقتصاد په بیارغونې کې دې مرسته وکړي.
ښاغلي وانګ په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړیدو هیله څرګنده کړې چې د نړیوالې ټولنې اندیښنو ته په فعاله توګه ځواب ووایي او لا ډیر پوهای او په رسمیت پیژندنه تر لاسه کړي.
نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو په ط. /البانو فشار راوړی چې د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره باید د کار کولو په برخې کې په میرمنو محدودیتونه کم کړي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ښوونځي دې پرانیزي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.