ته بیا راغلې مستانې؛ د مستان وجود خُمار ته
اروا دې بیا سپارلې ده، د مینې کاروبار ته!
دی زوی د خوشال، هر لمحه، هر دم یې ښکنځل دي
پښتون نه دی نقیب خو؛ په ښکنځلو دی و پلار ته
د سرو شونډو شراب دې چا زبېښلې؛ د شر لورې!؟
بې خُمه لمبې بلې دې، زموږه و آزار ته
شرمېږي له شرمونو یې ساه نه ده را ایستلې!
پیغور به چا ور وړئ وي شېرینې! و دربار ته!
له عرشه به و فرش ته، ګرانې ستا په ننداره شي
که خدای هم توجه وکړه زرلښتې! ستا رفتار ته!
د زرو ګلابونو لورې! چیرې یې روانه؟
خوشبو دې لږ راوپاشه! زموږ بې نوره ښار ته!
د څه لېونتوب اوج دی، بیا و موج ته ور روان نن
د زړه له وینو جوړ ګلاب یې وړی دی و یار ته
د مستو تیو تور سرونه ستا هندوستاني دي
سرې شونډې دې مثال وړم، له ممبی و کندهار ته
د راز و نیاز ماښام دی، که راځې نو دا یې وخت دی!
شپېلۍ ده لڅه پڅه راوتلې ستا ديدار ته
دا څه نازک ـ نازک زګېروي راخېژي و هوا ته!
دا سپینه مرغلره چا ورکړې ده ښامار ته؟
چې دا د لېوني نقیب د کومې اروا راز دی؟
عجیبه شېبه دا ده؛ انتظار دی، انتظار ته!
۷ جولای ۲۰۲۲ ـ کندهار
نقیب احمد فریشي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.