جو بایډن:  کابل کې مو د الظواهري پر ضد بریالي عملیات ترسره کړل

612

جو بایډن: کابل کې مو د الظواهري پر ضد بریالي عملیات ترسره کړل.

امریکا وایي افغانستان کې یې په یوه هوایي برید کې د القاعده شبکې مهم غړی ایمن الظواهري‌ وژلی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال وویل چې له څه مودې راهیسې یې په کابل کې یو هدف په نښه کړی و، خو لس ورځې وړاندې یې د امریکا مرکزي‌ استخباراتي ادارې ته ددغه هدف د ویشتلو امر کړی دی. دده په وینا په دې برید کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی. بایډن په خپلو خبرو کې وویل چې هغه د امریکا پر ضد پراخو عملیاتو او بریدونو کې لاس درلود او په وینا یې له دې وروسته نشته دی.
بایډن دا د امنیتي‌ ادارو لاسته راوړنه بللې ده او تر څنګ یې ټینګار کړی دی چې دغه ډول عملیات به په افغانستان کې ادامه ولري. د بایډن په وینا اجازه نه ورکوي‌ چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز واوړي او نړۍ ته له دې ځایه ګواښونه جوړ شي.

بل خبر دا دی چې: طالبانو ومنله، چې کابل کې امریکایانو بمباري کړې

د ط.. /البانو حکومت رسمأ اعلان وکړ، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو دوه ورځې مخکې د کابل ښار ځینې سیمې بمبارد کړې دي.

د طالبانو ویاند ذ.م. پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دا برید د دوحــ.ې له تړون ښکاره سرغړونه ده.

طالبانو له برید وروسته د بې پیلوټه الوتکو بمبارد رد کړی و او ویلي یې و، چې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.