ولایتونو کې وروستۍ زلزلې طبیعي پېښې یا د پردو تر شا اټومي بریدونه.

سکندر ځدراڼ

522

خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې وروستۍ زلزلې

طبیعي پیښه یا د پردو تر شا اټومي بریدونه.

د روان کال د جون په 22 نېټه د رېښتر په کچه د 5.9 درجې يوې زورورې زلزلې خوست، پکتيکا او پکتيا ولايتونه ولړزول چې وروسته ټکانونه (Aftershocks) یې هم پدې وروستيو کې رامنځته شول. د امريکا د جيولوجيکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د خوست ښار سوېل لوېديځ په 46 کيلومترۍ  او د ځمکې لاندې 10 کيلومترۍ کې پروت و. د دغې زلزلې څپې د پاکستان، هند او ایران د ځینو برخو په ګډون تر 500 کیلومترو پورې محسوس شوې وې. د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې، د هند د سیسمولوژیکي مرکز او د اروپا د زلزلې مرکز د راپور له مخې، دا زلزله د هندوستان او یوریشیا د ټکټونیکي پلیټونو د خوځښت او ټکر له امله رامنځته شوې ده.

مخکې له دې چې د وروستیو زلزلو د لاملونو په اړه خبرې وکړم، د تازه څېړنو له مخې د سیمې د سیسمیکي (زلزلوي) شرایطو او ماتو په اړه لنډه یادونه کوم. د ګردیز زلزلوي ماته (Gardez Fault) چې د چمن د ماتې (Chaman Fault) یوه برخه ده، د چمن له ماتې څخه شاوخوا د 300 کیلومترو په اوږدوالی (Shnizai 2020) د پورتینو ولایتونو په اوږدو کې تر سروبې ماتې دوام لري چې فعال بلل شوې (Wellman 1966). له بلې خوا، د جیولوجیکي معلوماتو، د ټکټونیکي پلیټونو د فعالیت او د سیمې سیسمیکیت (زلزلوی شرایطو) په پام کې نیولو سره، یاد ولایتونه د ختیځ – شمال ختیځ په زون کې شاملیږي  چې یاد زون په هیواد کې د زلزلو تر ټولو فعاله زون بلل کیږي (Shnizai 2020). په لومړي تصویر کې د ګردېز ماته او په دویم کې د هیواد زلزلوي ماتې ښودل شوي. اوس اصلي موضوع ته را ګرځم چې آیا د هیواد په جنوب ختیځو ولایتونو کې وروستۍ زلزلې د ځمکې د ټکټونیکي پلیټونو د حرکت له امله وې یا اټومي آزموینې زلزلې رامنځته کړي؟

1. د یادې زلزلې (22.06.22) قدرت د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې او د مدیترانې – اروپا د زلزلې د مرکز د راپور له مخې چې په نړۍ کې د زلزله پیژندلو تر ټولو معتبر مرکزونه بلل کیږي د ریښتر په کچه 5.9 درجې و چې مرکز یې بیا هیواد کې د ننه د ځمکې لاندې په 10 کیلومترۍ کې تثبیت شوی. د پورته مراکزو د اعلان له مخې، دغه زلزله د هند او یوریشیا د ټکټونیکي پلیټونو د خوځښت او ټکر له امله رامنځته شوې چې ټکانونه یې سلګونه کیلومتره د ډیورند کرښې هاخوا هم احساس شوي. دا په داسې حال کې ده چې اټومي آزموینې د 300 څخه تر 1000 مترو په ژوروالي کې تر سره کیږي.

2. لکه څنګه مې چې مخکې یادونه وکړه، د دې زلزلې ټکانونه د پاکستان، هند او ایران په ګډون تر 500 کیلومتره لیرې احساس شوي. حال دا چې اټومي چاودنو او د کارول شویو موادو مقدار او ماهیت ته په کتو، تولید شوي زلزلې یې تر لسګونه کیلومتره محدود پاتې کیږي. (هیره د نه وي چې د اټومي چاودنو څخه رامنځته شوي څپې (موجونه) د ځمکې په بیلابیلو سیمو کې یوازې د سیسموګراف په مرسته ثبت کیدی شي).

3. د Sentinel2  سپوږمکۍ انځورونه د شمالي وزیرستان د ماتې سره نږدې د زلزلې له امله ځمکې ښویدنې ښیې (په دریم انځو کې ژیړې – تورې نقطې وګورئ). همدارنګه، د DINSAR میتود په کارولو سره، دوه عکسونه چې په 18.06.2022 او 30.06.2022 کې اخیستل شوي (د زلزلې د پیښې څخه مخکې او وروسته)، د  78 سانتي مترو په بې ځایه کیدو سره د ماتې یا فرکچر زون ښیي چې د زلزلې له مرکز څخه 15 کیلومتره لویدیځ خواته موقعیت لري (Khac, July 2022) چې دا پخپله په سیمه کې ټکټونیکي حرکتونه په ګوته کوي.

4. د اتومي چاودونو له امله د رامنځته شویو زلزلو ځواک یا قدرت تر اصلي چاودنې لږ وي. د مثال په توګه، د امریکا د 1971 کال تر ټولو ستره اټومي ازموینه چې د الیوټین په ټاپوګانو کې د پنځه میګاټونو په کچه ترسره شوه او د 6.9 درجې زلزلې برابر انرژي یې تولید کړه، هيڅ دول زلزلې یې رامینځته نکړې (د امریکا جیولوجیکي سروې اداره).

همداراز، په یوه دیرش کلنه دوره کې (1963-1992)، د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې تر 1500 ډیر د ځمکې لانډې اټومي آزموینې ترسره شوې وې، خو هیڅ یوه یې بیا د کومې لویې او ویجاړونکې زلزلې لامل نده ګرځیدلې (Richards 1995). د خوست ولایت د 22.06.2022 نیټې زلزلې د 475000 ټنو TNT معادل انرژي یا هیروشیما کې د کارول شوي اټومي بم 37 ځله ډیره انرژي خوشې کړې. د ځمکې لاندې اټومي آزموینو له امله د دې مقدار انرژۍ خوشې کول د تصور څخه لرې دی.

5. اوس مهال، په ټوله نړۍ کې 150 سیسمومیټرونه (د زلزلو ثبتولو دستګاوې) د نړیوالې څارنې ادارې سره په همغږۍ فعالیت کوي څو د اټومي چاودنو لخوا تولید شوي څپې ثبت کړي. یاد سیستمونه د ځمکې لاندې اټومي چاودنو دقیق ځای هم په نښه کولی شي. تر دې دمه د هیواد په سرحدي سیمو کې د یادې ادارې لخوا د اټومي ازموینو په اړه کوم راپور ندی خپور شوی. اټومي ازموینې سره له دې چې د خلکو له سترګو لرې او په غیر استوګنیځو سیمو کې ترسره کیږي خو د نړیوالو څارونکو له سترګو پټ نه شي پاتې کیدای. د شمالي کوریا د 2017 کال د ځمکې لاندې هایدروجني بم ازموینه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مختلفو سیسمومیټرونو لخوا راپور شوې وه. د چاودیدونکو زلزلو له امله رامینځته شوي څپې هم د طبیعي زلزلو څخه توپیر لري چې د سیسمومیټرونه پر مټ قابل د تشخیص وي.

6. د ځمکې لاندې اټومي ازموینې یوه پیچلې او ګرانه پروسه ده چې د 3 مترو په قطر د عمودی تونلونو کیندلو ته اړتیا لري. د ځمکه پر سر د دې پروسې جریان او نور فعالیتونه د نړیوال فضا سټیشن او موجوده سپوږمکیو لخوا هره ورځ په دوامداره توګه څارل کیږي.همدارنګه، د ځمکې لاندې تر چاودنې څو ساعته وروسته، د چاودنې په ځای کې د فشار کمیدو له امله د تونل یا سوري پورتنۍ برخې د ننه نړیږي چې د ځمکې پر سر بیا تر 300 مترو شعاع په اندازه کنده مینځ ته راوړی شی. دا بدلونونه د فضایي څارونکو سیستمونو لخوا ثبت کیږي. که فرض وکړو چې وروستۍ زلزلې اټومي سرچینه لري، آیا د څارونکو سپوږمکیو لخوا د سیمې په هکله د انځورونو او نورو شواهدو په هکله ګزارش شتون لري؟

7. کچیرې دا ادعا وشي چې اټومي ازموينې په سيمه کې د ټکټونيکي حرکتونو د فعالېدو او وروسته د طبيعي زلزلو لامل ګرځیدلي، په ځواب کې بايد وويل شي چې په لومړي ګام کې پدې سيمه کې د ځمکې لاندې د چاودنو څپې یا موجونه د 22.06.2022 نیټې تر زلزلې مخکې د هند د سیسمولوژیکي مرکز او د مدیترانې – اروپا د زلزلې مرکز په شمول د نورو سټیشنونو لخوا نه دي ثبت شوي. یعنی تر اصلي زلزلې مخکې، د چاودنو/اټومي ازموینو څپې باید ثبت شوي وای. دوهم، د اټومي ازموینو د موجودو ارقامو له مخې، سره له دې چې اټومي چاودنې ډیره انرژي تولیدوي، مګر پر ټکټونیکي پلیټونو د شته فشارونو او تشنجاتو په پرتله یې اغیزې خورا کمې دي او د پلیټونو د خوځښت سبب نشي کیدی.

8. د هراړخیز اټومي ازموینو بندیز تړون په چوکاټ کې ، 80 د راډیواکټیف وړانګو څارونکې دستګاوې په ټوله نړۍ کې فعالیت کوي. د ۱۹۵۳ کال د مارچ په میاشت کې د جرمني د فریبورګ پوهنتون څیړونکو د امریکا د نیواډا په دښته کې د ځمکې لاندې اټومي ازمایښتونو راډیواکټیف آثار د جرمني د فریبورګ ښار په غره (Schauinsland) کې کشف کړل.

د آلمان د وړانګو د ساتنې فدرالي ادارې (BFS 2022) د نوي راپور له مخې، د (Schauinsland) په غره کې د نوي راډیواکټیف وړانګو اندازه کولو سیسټم له نصبولو وروسته، دا سیسټم توانیدلی چې په هرو شپږو ساعتونو کې د هوا نمونې واخلي او حتی د راډیو اکتیف موادو موقعیت هم وټاکي. که وروستۍ زلزلې یوه غیر طبیعي سرچینه (اټومي ازموینې) درلودی، راډیواکټیف وړانګې به یې خامخا د موجوده وسایلو لخوا کشف شوي وای.

9. ولې پخوا په یادو ولایتونو کې زلزلې نه کیدې؟ لکه څنګه مې چې مخکې هم یادونه وکړه، یاد ولایتونه د هیواد د زلزلې په فعال زون کې پراته دي. له بلې خوا، د زلزلې پیښیدل مختلفو لاملونو پورې اړه لري، د بیلګې په ټوګه، د زلزلې د بیرته راګرځیدلو موده او داسې نور. دلته د څو زلزلو یادونه کوم چې په تیرو سلو کلونو کې د یادو ولایتونو په شاوخوا کې رامینځته شوي (Ambraseys 2003):

– 07.06.1909: د میرانشاه زلزله – 6.0 د ریښتر په کچه

– 21.05.1914: د جنوبي وزیرستان زلزله – 5.8 د ریښتر په کچه

– 29.11.1918: د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ زلزله – 6.2 د ریښتر په کچه

10. پدې وروستیو کې د 22.06.2022 نیټې تر اصلي زلزلې وروسته، نور ټکانونه هم رامینځته شول چې د (Aftershocks) یا وروسته ټکانونو په نامه یادیږي. له هغه ځایه چې د اصلي زلزلې مرکز د ځمکې په 10 کیلومټرۍ کې پروت و، نو افټر شاکونه یې هم نسبتا  شدید و. افټر شاکونه  میاشتې او حتی کلونه دوام موندلی شي، خو د وخت په تیریدو سره یې ځواک او تعدد کمیږي. د اصلي زلزلې په جریان کې تر 90 سلنه ډیره انرژي خوشې کیږي او پاتې نور بیا د افټرشاکونه په جریان کې کله چې لاندینۍ طبقې بیرته ځای په ځای کیږي، خوشې کيږي.

يادونه: د اټومي پاتې شونو ښخول د اټومي چاودنو لامل نشي ګرځیدی. پدې برخه کې تر ډېره د وړانګو مسله مطرح د چې په اوسنۍ موضوع کې بحث پرې ندی شوی.

پایله:

د زلزلې ماهیت (ټکټونیکي)، ژوروالي او مساحت په اړه د معتبرو سیسمولوژیکي مرکزونو راپورونه، د ځمکې د بهرنۍ سطحې د بې ځایه کیدو د روښانه انځورونو شتون، تر زلزلې مخکې د چاودنو د څپو په اړه د معلوماتو نشتوالی او دا چې چاودنې د ټکټونیکې حرکتونو د فعالیدو لامل ګرځیدلي وي او د نړیوالو سټیشنونو لخوا د راډیواکټیف وړانګو نشتوالي پر بنسټ ویلی شم چې د 22.06.2022 نیتې زلزلې او وروسته ټکانونه یې طبیعي دي او اټومي ازموینو سره هیڅ تړاو نلري.

هغه څه مې چې دلته لیکلي د موضوع تخنیکی بحث د شخصي څیړنو او د معتبرو نړیوالو سرچینو او حوالو په نظر کې نیولو سره تر سره کړی. که ملګري په بحث کې راسره موافق دي، د بحث نیمګړتیاوې دې زیاتې کړي او هغه ملګري چې له پورتنیو ټکو سره موافق ندي، کولی شي د علمي اسنادو، شواهدو او نظریاتو په پام کې نیولو سره خپل دلایل شریک کړي.

د جرمني شټوټګارت پوهنتون د ډوکټورا محصل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.