د واخان د کیسې تر شا به د چا لاس وي ؟

نورالحق نبي زاده څلی

400

    دا یو واقعیت دی، چې د استعمار له پیدا کېدو سره جوخت د ولسونو د فکرونو تر اغېز لاندې راوستل، اداره کول او یا کنټرولول پیل شول او دغه بهیر تر نن ورځې پورې ښه په زور کې روان دی. د تاریخ په اوږدو کې هر استعمارګر او اشغالګر دا شعار لرلی دی، چې وایي: ویې وېشه، یو له بل سره یې په دښمنۍ اخته کړه، ډلې او ډلګۍ په کې جوړې کړه، ملي یووالی یې له منځه یوسه، نور به په خپله د پسونو په شان کوتلځي (مسلخ) ته ور روان او د دوی له بولۍ سره سم خوځېږي.

    ښکاره خبره ده، چې ځواک د خاورې، خلکو، پیسو او مالوماتو له کنټرول سره تړلی دی. مالومات بیا خبرتیا او یا روایت دی چې د کیسو له لارې ترلاسه او یا لېږدول کېږي. په واقعیت کې هر هېواد خپلې کیسې جوړوي. دولتونه د دې لپاره کیسې جوړوي، چې خلک یې هغسې فکر وکړي، لکه چې دولتي واکمن یې غواړي. استعماګر او زبرځواکونه بیا د خپلو ستراتېژیو په ګټه کیسې جوړوي. ځکه وایي:« هر څوک چې کیسې کنټرولوي، هغه نړۍ کنټرولوي».

  دا کیسه (نکل) څه شی ده ؟ کیسه د مالوماتو ترلاسه کولو او یا رسولو لپاره د اړیکې نیولو یوه وسیله ده. په بله وینا، کیسه د پېښو او تجربو نکل دی. دغه پېښې او تجربې کېدای شي رښتیانۍ او یا هسې د کوم چا فانټېزي وي. د جوړو شوو کیسو ( فانټېزي) موخه دا ده، چې پر لوستونکي او یا اورېدونکي باندې اغېزې وشیندي. هغه څوبمن (شوقمن) او اړ کړي چې غوږ ونیسي او په پای کې هغسې غبرګون وښیي لکه چې کیسه جوړونکی یې تمه لري. دا هم باید هېر نه کړو، دغه د دروغ ویلو هنر، چې که د بل چا وي هغه پروپاګنډ او که خپل وي هغه بیا روښانتیا او تبلیغات بولو، د کیسو پنځولو یو سیستم دی. پر دې باندې خو هسې پوهېږو، چې هره کیسه خامخا یو څوک، یوه پېښه او یا یوه تجربه ښه او یا بده انځوروي. په بله وینا د هرې کیسې منځپانګه، اتل جوړونه او یا ابلیس کونه وي.

  څه کم دوې اوونۍ کېږي، چې هسې په فېسبوک کې پروپاګنډ روان دی، هله مه یې پرېږدئ، پاکستان غواړي چې د واخان له لارې منځنۍ اسیا ته لویه سوداګریزه لار جوړه کړي. راځئ لږ فکر وکړو، ایا دا کیسه چې ته وا پاکستان له منځنۍ اسیا سره د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره غواړي، د افغانستان د واخان له لارې ځان له تاجکستان سره ونښلوي، عملي کېدای شي او یا دا چې هسې د چا د غندلو او رټلو لپاره تبلیغاتي کمپاین دی؟ دلته مازې د فکر کولو لپاره څو یادونې کېږي. لومړی دا چې په دې سیمه کې د نړۍ درې ډېر لوی غرونه ( قراقرم، پامیر او هندوکش) سره غوټه شوي دي. درېواړه غرونه نه یوازې ډېر لوړ او ډبرین دي، په کال کې کابو اته میاشتې ډېره سړه هوا لري او د غرونو لوړې څوکې ټول کال پر کنګلونو او واورو پټ وي، ان کوچني کلي او ښارګوټي هم په کې نشته.

    همدا اوس په چترال کې یو عادي سړک نشته. واخان کې همدا شان وضعیت دی. د افغانستان د واخان درې شمال ته د تاجکستان « غرنی بدخشان ولایت» پروت دی. دغه ولایت د تاجکستان د خاورې ( ۴۵ ٪ ) خاوره ده، خو د شونتیاوو د نشتوالي له امله د دغه هېواد یوازې ( ۳ ٪ ) وګړي په کې اوسېږي. د غرني بدخشان ولایت مرکز د « خاروغ ښار» دی، چې تر دېرش زرو لږ اوسېدونکي لري. د حیرانتیا خبره دا ده چې نن ورځ د خاروغ ښار او د پلازمېنې دوشنبې ښار ترمنځ یو عادي پوخ سړک نشته. دغه اوسنی خامه او ځای ځای قیر شوی سړک هره میاشت د غره ښویېدنې، واورو ښویېدنو او د سېلابونو له کبله بند وي. دې ته هم باید پام وکړو چې د اوسني تاجکستان پامیر( تاجکي بدخشان)، روسي امپراتورۍ د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې لاندې کړ. په بله وینا د اوسني تاجکستان د غرني بدخشان ولایت څه کم یوه نیمه پېړۍ د روسي امپراتورۍ او شوروي اتحاد تر ولکې لاندې و، دا دي ۳۰ کاله کېږي چې تاجکستان یو خپلواک هېواد دی، خو دغه بدمرغه ولایت یو عادي سړک پیدا نه کړ. چترال هم ورته برخلیک لري، ډېره موده د برتانوي هند تر ولکې لاندې و او ۷۰ کاله د پاکستان تر ولکې لاندې دی خو سړک نه لري.

  که چېرې د کوم چا په خیال کې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز ګرځي، چې پاکستان به له هغه دهلیز څخه تر واخان او تاجکستان پورې سړک جوړ کړي، هغه بېخي ناشونی کار دی. ولې ؟ د چین او پاکستان سرحد ټولټال ۵۹۶ کیلومتره دی. د قراقرم غر چې د نړۍ ډېر لوړ غر ګڼل کېږي د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد جوړوي. د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز بیا د کشمیر له ګلګېت بلتستان څخه تېرېږي. له هغه ځای څخه تر واخان پورې په اټکلي توګه پنځه سوه کیلو متره واټن دی.

  دا هم باید هېر نه کړو چې د واخان وادي شمال او جنوب ته پرتې سیمې د روسي او برتانوي امپراتورۍ د سیالیو ډګر و. دواړو استعماري زبرځواکونو دا سیمې ستومانه، تشلاسه او په پای کې پرېښودې.

  پوښتنه پیدا کېږي چې دا زموږ د « واخان » له لارې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د نښلولو پروپاګنډ به د چا کار وي او کېدونې موخې به یې څه وي ؟

  د دې لپاره چې هغه بهرنی ځواک پیدا کړو چې دا تبلیغاتي کمپاین یې پیل کړی دی، لومړی باید دا وڅېړو چې دا پروپاګنډ د چا په ګټه دی ؟ دمګړۍ په دې تړاو څو بهرني لوبغاړي نومولی شو:

     لومړی کېدای شي چې دا پروپاګنډ د هغه بهرنی ځواک واوسي چې په روان کال کې د قزاقستان، تاجکستان او اوزبېکستان په کورنیو ناکراریو، د قرغزستان او تاجکستان په سرحدي لانجو او په ټوله سیمه کې د داعش په فتنګرۍ کې لاس لري. په قزاقستان کې یې موخه د سیاسي ځواک پر ضد کودتا وه. په اوزبېکستان کې بیا له دغه هېواد څخه د قراقل پاقستان جمهوریت جلا کېدل و. په تاجکستان کې بیا د اسماعلیه پلوو بدخشانیانو د خپلواکۍ غوښتنه ده، چې د تاجکستان له خپلواک کېدو راهیسې کېږي. اوس خبره ان تر وسله والې مبارزې پورې رسېدلې ده.

  دویم، کېدای شي دا کیسه د امریکا په متحده ایالتونو پورې تړلو تبلیغاتي جوړښتونو جوړه کړې وي، تر څو افغانان تر رواني فشار لاندې وساتي. سره له دې چې اشغال پای ته ورسېد، خو تبلیغاتي دستګاه یې په خپل حال پاتې ده.

   درېیم، شونې ده، چې دا کار د پاکستاني پروپاګنډچیانو وي. پاکستان له سختو ننګونو سره مخامخ دی. د دې لپاره چې خپل بد حالت پټ کړي، نو غواړي دا وښيي چې ان د داسې پروژو په هکله پلانونه لري چې د لګښت له پلوه په نړیوال تاریخ کې بې ساری دی. په کابل کې د پاکستاني سفیر سپک او غیر دپلوماتیک چلند، د پاکستاني ملایانو راتګ او د افغانانو کرکه یې هم یو لامل کېدای شي.

   څلرم، کېدای شي دا پروپاګنډ د هند کار وي. د روان کال د مي د میاشتې پر  شلمه نېټه د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یوې غونډې ته وینا وکړه، چې د یوې ترکي پروژې د کار پیل په ویاړ جوړه شوې وه. دغه ترکي پروژه غواړي د کراچۍ په بندر کې د پاکستان سمندري ځواک ته دوې کوچنۍ جنګي بېړۍ جوړې کړي. صدراعظم شهباز شریف په خپلې وینا کې یادونه وکړه چې « د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز» ( CPEC ) په دې موخه پیل شو، چې سیمه ییزه سره یوځای کېدنه ( سره نښتون) رامنځته کړي. د یاد اقتصادي دهلیز په پروژو کې د ترکیې راګډول به د سیمې د خلکو لپاره ګټور تمام شي.

   د  چین- پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د ترکیې د راګډېدو خبر ته هند توند غبرګون وښود. په دې تړاو د روان کال د جولای پر ۲۶- مه نېټه د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اریندم بګچي وویل، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د هند له هغې خاورې څخه تېرېږي چې پاکستان نیولې ده، نو ځکه د دې اقتصادي دهلیز په اډانه کې داسې کړنې « په بنسټیزه توګه غیرقانوني، نامشروع او نه منونکې دي ». بګچي زیاته کړه: « موږ داسې راپورونه لیدلي دي، چې نور هېوادونه هڅول کېږي، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژو کې برخه واخلي. که په دې پروژو کې هر څوک برخه واخلي، مخامخ د هند پر خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا باندې تېری کوي».

 اوس په خپله ووایئ چې د واخان د کیسې تر شا به د چا لاس وي ؟

   د دې پروپاګنډ موخې به څه وي ؟

   د همدې لیکنې په لومړۍ برخه کې مو وویل، چې کیسې د په نښه شوي ولس د کنټرول لپاره جوړېږي، نو د دې پروپاګنډ اساسي موخه د افغان ولس کنټرول  ده. بله موخه یې دا ده چې زموږ ذهنیت داسې چوکاټ کړي چې هغسې فکر وکړو او هغسې غبرګون وښییو لکه څرنګه چې د دې کیسو جوړوونکي یې تمه لري. غواړي موږ پر خپل ځان او خپل زور باندې بې باوره کړي؛ غواړي موږ په یوه ناهیلي ولس بدل کړي؛ غواړي چې زموږ پام د خپل هېواد له مهمو مسئلو او ستونزو څخه بلې خوا او بې ارزښته خبرو ته واړوي؛ غواړي چې ….

   دا څلور لسیزې پردو پر موږ باندې نه یوازې د دروغو سېلابونه راخوشې کړې دي، پر دې سربېره یې ډېر مسلکي افغان دروغجن هم روزلي دي. له دروغو او درواغجنو څخه ځانونه لېرې ساتل او پر ضد یې درېدل موږ ته یواځینۍ پاتې چاره ده. له درغو څخه پرته هم سیاست کولی شو.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.