په بدن کي د کلسيم د کمښت نښې څه دي؟

1,697

په بدن کي له 1.2 څخه تر 2.5 پاونډه پوري کلسيم موجود ده چي 99 فيصده د هډوکو په جوړښت کي برخه اخلي او پاتي يو فيصد يي په ټول بدن کي ويشل شوي چي مهمي دندي پر غاړه لري په دي بايد خبر يو چي کلسيم يوازي د هډوکو او غاښونو په جوړښت کي د برخي اخيستو پرته نوري مهمي دندي هم لري لکه د ويني جريان منظم ساتي د عضلو په فعاليت کي برخه اخلي او د عصبي حجرو تر منځ په ارتباط کي برخه لري چي د کموالی له امله يي د هډوکو د مشکلاتو پرته نور مشکلات هم رامنځته کوي

#په بدن کي د کلسيم د کموالي نښې#

1) د بدن دردونه

2)په بدن کي د سستي رامنځته کيدل

3) اشتها خرابوالۍ

4) د نوکانو ماتيدل

5) د خوراک په تيرولو کي مشکل

6) بې هوشه کېدل

7)د ذهن ګډوډي

8)په خپګان او اضطراب اخته کيدل

9) د غاښونو رژيدل

10) دهډوکو کمزورتيا او په اساني سره د هډوکو ماتيدل

11) په ماشومانو کې د ودې او انکشاف ځنډيدل

12) د زړه مشکلات لکه د وینې فشار او د زړه د نظم خرابوالی

13)د حس کولو د وړتيا خرابوالی

د کلسيم د کمښت علتونه

د کلسيم لږ مصرف خصوصا په ماشومانو کي

ځيني درمل چي خوړل يي د کولمو څخه د کلسيم د جذب مخه نيسي

 د هغه خوړو نه تحمل چي په لوړه کچه کلسيم لري

 په ښځو کي هورموني تغيرات

 ارثي فکتورونه

سوتغذيه

 د خوړو په جذب کيدو کي مشکل

 د ويټامين ډي کموالی

ځينې ناروغۍ

د کلسيم د کمښت درملنه

د کلسیم د کمښت درملنه اسانه ده. چي په غذايي رژیم کې د کلسیم په اضافه کولو سره هم د کلسيم کمښت په بدن کي پوره کيږي
په خپل سر د کلسيم درمل مخ خورئ ځکه چي له اندازي زيات کلسيم خوړل د پښتورګو د تيږو د رامنځته کيدو خطر لوړوي

په عام ډول کلسيم په لاندي نومونو په درملتونو کي د ګولۍاو شربت په شکل پيدا کيږي

 کلسیم کاربونیټ، جي قيمت يي ارزانه ده

 کلسیم سیټریټ، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي

 کلسیم فاسفیت، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي او هم د قبضیت لامل نه کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.