د پښتو د پخواني او اوسني ادب توپیرونه

ضیاءالاسلام شېراني

1,143

ادب او ټولنه له یو بله نه جلا کېدونکې برخې دي، د هرې ټولنې ادبیات د هغې ټولنې د فرهنګ، ملي او دیني ارزښتونو، ټولنیز ژوند او چاپېریال بیانوونکي وي. د هرې ټولنې ادبیات د هماغه ټولنې د حاکمو سیاسي، ټولنیزې، کلتوري او مذهبي شرایطو تر اغېزو لاندې وي؛ کله چې د ټولنې په یادو برخو کې کوم بدلون راځي دا بدلون په ادبیاتو کې هم څرګندېږي. له همدې امله د هرې ټولنې او ژبې ادبیات د تاریخ په بهير کې تحول کوي او د همدې تحول په اساس پر مختلفو دورو وېشل کېږي.

د پښتنو د پخواني او اوسني تمدن د وسایلو د فرق پر اساس پښتو ادب هم له پیله تر دې دمه بېلابېل پړاوونه وهلي دي، موږ پښتو ادبیات پر لرغونو، منځنیو او معاصرو ادبیاتو وېشو. د دې درو دورو ادبیات له یو بل سره د بڼې او محتوا له پلوه توپیر لري. په دې لیکنه کې د محتوا او فورم له اړخه د پښتو د اوسني او پخواني ادب ترمنځ پر ځینو توپیرونو بحث شوی دی.

د پښتو د پخواني او اوسني ادب محتوا

په لوېدیځ کې د ماډرنېزم له امله له یوې خوا د نورو برخو په شان په ادب کې هم د هر څه محور انسان شو، یعنې دوی هڅه وکړه چې د انسانانو د برابرۍ د فکر د عامېدلو لپاره یو جهانشمونه تمدن رامنځته کړي، له بلې خوا دوی هڅه وکړه چې پر طبیعت باندې انسان غالب کړي. همدا د انسانانو د برابرۍ فکر او پر طبیعت د انسان د غلبې هڅې، هغه دوه موارد دي چې د پخواني او اوسني ادب ترمنځ پوله راکاږي او موږ کولای شو چې د همدې دوو مواردو په پام کې نیولو سره د پښتو د پخواني او اوسني ادب توپیرونه بیان کړو.

د پښتو ادب څېړونکو او مورخانږ د دې ژبې د معاصر ادب پيل افغاني خاورې ته دشلمې پيړۍ په لومړيو دوو لسيزو کې داروپايي تمدن د اغېزو له رارسېدو سره همماله بللى دى. موږ د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې په مقابل کې لرغونې او منځنۍ دورې د پښتو پخواني ادبیات بولو.

پښتو پخواني ادبیات د محتوا له اړخه له اوسنیو ادبیاتو سره په مختلفو برخو کې توپیرونه لري، په پخواني ادب کې د انسانانو ترمنځ جنسیتي، قومي، نژادي… تبعیضونه له ورایه ښکاري، په پخواني ادب کې تر ډېره مذهب او دین د شعر او ادب په محور کې وو، په پخواني ادب کې له حیواناتو او ځناورو سره د انسان تشبېه کول یوه عادي خبره وه، په پخواني ادب کې انسان په دې نړۍ کې د بهترۍ هیله نه درلوده، د ډېرو مسایلو په اړه به یې صبر و قناعت کاوه، د عزت او رښتیني صبر په موخه یې د خپل نفس ځپل اړین ګڼل او دې ته ورته ګڼ نور موارد وو چې د پښتو د پخواني ادب محتوا یې د اوسني ادب له محتوا څخه بېله کړې وه.

۱- تبعیض:

 په پخوانیو تمدنونو کې د انسانانو ترمنځ د برابرۍ تصور نه و. د قوم، جنس، طبقې، وینې او عقیدې بېلوالی هغه مهم لاملونه وو چې د انسانانو ترمنځ یې د برابرۍ تصور له منځه وړی و. په فکري لحاظ د پښتو پخوانی ادب هم د زاړه تمدن پیداوار دی، له همدې امله د پښتو په پخواني ادب کې هم د انسانانو ترمنځ د تبعیض ډېرې بېلګې موندلای شو.

د ښځو اړوند تصورات: د پښتنو په قبایلي ټولنو کې د ښځې په پرتله نر ته هم په پخوا ډېر او ارزښت ورکول کېده او هم اوس ورکول کېږي، پښتنو د خپلو قبیلو د دفاع، جګړو او د کورنۍ د کفالت لپاره نارینه طبیقې ته ډېر ارزښت ورکاوه، له همدې امله د پښتو په پخواني ادب کې دغه ټولنیز خصوصیت پالل شوی دی.

د پښتو په پخواني ادب کې د ځینو لویو شاعرانو په شعرونو کې ښځې او نر ته برابر مقام نه دی ورکړل شوی، رحمان بابا چې د پښتو لوی اخلاقي شاعر دی، نر تر ښځې ښه ګڼي او ښځې ته له نر سره برابر مقام نه ورکوي. د رحمان بابا په لاندې بیتونو کې زوی تر لور او تربور تر ترلې ښه ګڼل شوي دي(غضنفر ۱۳۹۶ل).

که سل ځله زویه غوره وي تر لوڼو

صدقه شه ناقابل زویه تر لوره

چې په ننګ او په ناموس تر لوڼو کم وي

خدای دې مور کاندې په هسې زویو بوره

ننګیالي تربرونه ښه دي او که نه وي

ننګیالۍ ترله هم ښه ده تر تربوره

(رحمان بابا)

د پښتو د کلاسیک ادب بل ستر شاعر خوشحال خان خټک هم په خپله شاعرۍ کې جنسیتي تعصب پاللی دی، د ده په ځینو بیتونو کې ښځې کمذاتې، کمعقلې او ناسمې بلل شوې دي (ښکلی ۱۳۹۹ل: ۱۴۵).

ښځې په اصل کې کږې ناسمې دي

په عقل کمې، په دین هم کمې دي

شومت یې اور دی، چې چېرته لګي

په دم پېریه، په دم آدمې دي

(خوشحال بابا)

ښځې له ځایه په عقل کمې دي

سمې به نه شي، پیدا ناسمې دي

وفا ترې مه غواړه، په یارۍ یې مه ویاړه

که دې محرمې، که نامحرمې دي

(خوشحال بابا)

 فتنې د ښځو هر ګوره ډېرې دي

په شیطانیه تر شیطانه تېرې دي

لکه لټکه هسې ټګي لري

زهر په خوا کې، ښکلې برسېرې دي

(خوشحال بابا)

د ښځو په اړه د خوشحال خان خټک دا تصور موږ ته د هغه مهال د خلکو او ټولنې باورونه راښیي، دا هغه ټولنې دي چې ښځه پکې دویمه درجه انسان ګڼل کېده. خوشحال بابا یو ریالست شاعر و، د خپلې ټولنې ډېری واقعیتونه یې په زغرده بیان کړي دي، که نه وفا او بېوفایي، پاکي او ناپاکي، رښتنیولي او ټګي… هغه صفتونه دي چې په نارینه او ښځینه دواړو پورې تړاو لري؛ خو دا چې خوشحال خان د یوې نرواکې ټولنې شاعر و، ټول منفي صفتونه یې یوازې په ښځه پورې تړل شوي دي (ښکلی ۱۳۹۹ل: ۱۴۵).

که څه هم د ښځو په اړه لا هم پخوانی تصور په مطلقه توګه نه ختم شوی او لا هم په پښتني ټولنه کې نرواکي چلېږي، خو دا چې په اوسنۍ زمانه کې طبقاتي تبعیض ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، شاعران هم یې ښځې ناپاکې، بېوفا، دروغجنې او مکارې نه بولي، بلکې ښځې ته د یوه مظلوم انسان په سترګه کتل کېږي، ښځه یوه بېوسه؛ خو د قوي عاطفې او رښتیني مینې لرونکی مخلوق ګڼي.

 کاروان صاحب وایي:

ایمان به ورته وایې پرښته به ورته وایې

منم چې دی انسان، خو پرښته به ورته وایې

راغلې له فردوسه لکه ښکلې بلبلکه

موزونه د لاهوت خوږه نغمه به ورته وایې

مولا پټه ساتلې په صدف د تقدس کې

آبداره مرغلره رنګینه به ورته وایي

پرځمکه راته ښکاري د طوبی د ونې څانګه

ښکلا ده مینه مینه معجزه به ورته وایې

په سترګو کې یې اوښکې د رڼا د پیغمبر دي

د شاتو د مچیو ملکه به ورته وایي

چې تورې جامې واغوندي په غم او په ماتم کې

نو ځلنده د ستوریو ډکه شپه به ورته وایي

نظر په اوښکو مینځه په بڼو سترګې جارو کړه

کاروانه چې ورګورې کلیمه به ورته وایي

یا:

لمر په سپوږمۍ مین شو

لمر له سپوږمۍ سره مستي وکړله

او په مستۍ کې یې د سپینې سپوږمۍ

د سپینې غاړې امیل وشلولو

او مرغلرې یې اسمان باندې خورې ورې شوې

چې اوس یې واړه خلک ستوري بولي

لمر اوس د خپلې مستۍ سزا په خپله ګالي

لمر هر سهار خپله رڼه لمن کې

له لر او بر نه یې راټولې کړي په دې هیله چې

شپه یې سپوږمۍ سره یو ځای وپېیي

مګر جانانه ماښام نه پېژني

 ماښام ظالم دی ماښام ظلم وکړي

ماښام د شپې په لمسون

د لمر لمن له لاسه وښویوي

او مرغلرې ټولې تیت په تیت شي

او مرغلرې ټولې تیت په تیت شي

(نذیر احمد نذیر)

(ښکلی ۱۳۹۹ل: ۱۶۶-۱۶۷)

یا:

ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې

د دې وطن د غریبۍ نخښې دي

(رحمت شاه سایل)

قومي او قبیلوي تبعیض: د پښتو په پخواني ادب کې د قبایلي فکر رنګ ډېر تېز ښکاري، ځکه موږ د اوس په پرتله پخوا ډېر قبایلي وو. زموږ د شاعرانو د تعالۍ یا بل شاعر ته د ځواب ورکولو په وخت کې د قبیلې او قوم د نوم له اخیستلو سره ډېره جوړه وه، په پخوانیو باورونو کې ښه او لوی انسان هغه و چې له یوې ښې قبیلې څخه به و، پلار او نیکه به یې خانان او ملکان تېر شوي وو، ده به د خپلې قبیلې په خاطر ځان تر نورو لوړ او ښه ګاڼه؛ خو د پښتو په اوسني ادب کې د قبایلي احساس رنګ د ویني او قوم د تبعیض پر اساس نه تر سترګو کېږي او لامل یې هم ښایي دا وي چې په موږ کې قبایلي احساس، فکر او خویونه کم شوي دي (غضنفر ۱۳۹۶ل).

رحمان بابا وایي:

خوشالا او دولتا مې غلامان دي

زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیر یم

یا:

یو خوشحال یو کم سل خټکه نور په طبیعت کې

ځار شه د رحمان سړبني له یوه فرده

خوشحال خان خټک د رحمان بابا په ځواب کې وایي:

سل سړبني دې تر دا یوه غزل ځارېږه

نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشحال ویلې

یا:

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ

د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ

د میرزا دیوان مې ومانډه په ګوډي

مسخره مې ارزاني خوېشکی زمند کړ

دروېزه مې له مخزنه سره ونغړد

پیر روښان مې یاوه‌ګوی سره مانند کړ

چا زما مړوند ټینګ نه کړ په دا کار کې

ما د هر سړي نه خلاص په زور مړوند کړ

(خوشحال بابا)

۲- اخلاقي مفکورې:

پخوا چې انسان پر طبیعت نه و غالب او د ننني انسان په شان یې عصري ژوند نه درلود، نو د خپل ژوند د ښه والي او پرمختګ هیلې یې هم نه درلودې، د خپل نفس غوښتنې او هیلې یې ځپلې، پخواني انسان نړۍ ولاړه او د ژوند مسیر یې مخ پر ځوړ باله، له همدې امله یې د هر طبیعی وضعیت پر وړاندې صبر او قناعت ښه ګاڼه، د خپل ژوند هر ښه او بد حالت یې په خپل نصیب پورې تاړه، یعنې د پخواني انسان د اخلاقو غوښتنه دا وه چې خپل نصیب ته تسلیم شي، صبر ولري؛ خو د اوسني ماډرن او پرمختللي عصر انسان ډېر ځله داسې خپل برخلیک په نصیب پورې نه تړي، بلکې تر ډېره حده د خپل ځان اړوند هر څه د چاپېریال او ټولنیزو شرایطو پیداوار ګڼي او هڅه کوي چې له چاپیریال نه د خپل ځان په ګټه کار واخلي. (غضنفر ۱۳۹۶ل)

همدارنګه په پخواني ادب کې د فرد پر ځای قوم، قبیله، ټولنه او کورنۍ مهمه وه، د دې هر څه د ساتنې او ژغورنې لپاره به افرادو قرباني ورکوله، دا قرباني تر ډېره ښځو ورکوله. د دې لپاره چې یو فرد د خپلې قبیلې او کورنۍ لپاره قرباني ورکړي نو تل به په فرد باندې تلقین کېده چې صبر ولري، د ژوند سختې وزغمي؛ خو په اوسني ادب کې چې شاعر څه وایي هغه تر ډېره د قوم او قبیلې پولو بهر ښکاري، اوسنی شاعر د خپلې ټولنې د افرادو لپاره د هغوی د فردي او بشري حقونو د ترلاسه کولو په موخه مبارزه کوي، د اوسني ادب د ماشومانو او ښځو له حقونو، د زده کړو له ترویج، د بیان او فکر له ازادۍ او د وطن له ابادۍ جوړه ده.

صبر ونیسه په مخ کښې که مراد غواړې

هېچا کړی دغه کار په شتاب نه دی

رحمان سوال د بوسې کړی دی له یاره

لایې هېڅ ځینې موندلی ځواب نه دی

 (رحمان بابا)

یا:

هر ژوندی چې د مرده په قبر ورشي

بس دی هومره نصیحت په دا دنیا

په روانو اوبو ورشه عمر ګوره

ډېر دی هومره اشارت په دا دنیا

(رحمان بابا)

یا:

په دنیا به مینه نه کاندي هېچېرې

چې خبر وي په اسرار د دې دنیا

(رحمان بابا)

یا:

د طفلانو په څېر واړه خاکبازي کړي

هر چې کاندي کار و بار د دې دنیا

(رحمان بابا)

خو د اوسني عصر شاعر وایي:

زه که څه بد لرم زما خو نه دي

راته ولس راته ماحول راکړي

او که فطرت کې مې څه ښه پراته دي

چرته ګلاب چرته غاټول راکړي

چې تاسو قهر او غضب راولئ

زما سندرو کې کافور خپاره شي

چې امن راولئ خوشحاله شمه

په خوله مې ټکي لکه نور خپاره شي…

زه خو هم هغه څه پر تاسو وېشم

چې یې تحفه چې یې ډالۍ کړئ راته

په هاغو پېغلو باندې شعر لیکمه

چې یې پخپله ملالۍ کړئ راته

(شاه سعود)

یا:

قحط ته، وبا ته زلزلې ته چې پام شي

عقل مې باغي شي فلسفه مې عقیده شي

(اشرف مفتون)

۳- د شاعرانو او ادیبانو اېډیال:

 د پښتو د پخوانیو او اوسنیو ادبیاتو یو بل توپیر د شاعرانو او ادیبانو د اېډیال له اړخه هم په ګوته کېدای شي. د پخواني شاعر او ادیب اېډیال تر ډېره په ماضي کې و، د هغه مهال په ټولنه کې دا یو ارزښت و چې اولاد باید هغه څه وکړي چې پلار او نیکه یې کړي، ښه اولاد هغه و چې د پلار او نیکه دود، کړه وړه او د ژوند تګلاره به یې پالله.

رحمان بابا وایي:

خدایه څه شول هغه ښکلی ښکلی خلک

په ظاهر په باطن سپین سپېڅلی خلک

خو کاروان صاحب چې د اوسني عصر شاعر دی، خپل اېډیال په راتلونکې زمانه کې ګوري او وایي:

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري

منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري

۴- له حیواناتو سره د انسان تشبېه کول:

 د پښتو په پخواني ادب کې له حیواناتو سره د انسانانو تشبېه کول ډېر لیدل کېږي. مثلاً د ځان د سپي ګڼلو خبره ممکن د هر شاعر په ديوان کې ومومو خو اوس داسې نه ده. یعنې په تېرو وختونو کې انسان له حيوانانو سره تشبيه کول او د انسان په مورد کې د ځناورو مثال راوړل، عادي خبره وه.

نواب محبت خان وایي:

زه بړېڅی کوټه خېل یم په نسب کې

د رسول د دروازې چې کوټه سپی یم

یا هم لکه نواب محبت خان هوښيار بنيادم د عراقي( اس) غوندې بولي:

چې نېک‌ذات وي کار په رمز و اشارت کا

عراقي ته څه حاجت دى د چابکو

یا:

که د خلقو و نظر ته آدمي دی

خوار عاشق د معشوقې د کوڅې سپی دی

(رحمان بابا)

هر چې ځان د يار په سپيو کې داخل کا

ترو هاله به ورته وايم، چې سړى دى

يا:

که عاشق تر معشوقې پورې يو سپى دى

خداى د هجر په توره مه وژنه يو سپى

اوس عطا د ادميت راباندې وشوه

چې رحمان د هغه يار د کوڅې سپى شوم

ستا په در کې ستا له سپو سره اشنا شوم

هم ستا عشق مې ستا په در کې رهنمون شو

(رحمان بابا)

زه په دا سبب د شاه د سپيو مل شوم

ګوندې ما له خپلو سپيو سره تو کا

(خوشحال خان خټک)

۵- د ژویو یادونه او د طبیعت انځورونه:

د پښتو د پخواني او اوسني ادب بل توپیر د شاعرانو په کلام کې د طبیعت د انځورونې او د ژویو له یادونې څخه څرګندېږي، په کومه بڼه چې اوسنی شاعر د خپل طبیعت انځورونه کوي، په پخواني ادب کې یې د بېلګو موندل ستونزمن دي.

په اوسنۍ شاعرۍ کې سپوږمۍ، ستوري، ځنګل، رودونه، غرونه، دښتې او د طبیعت نور اجزاء داسې دقیق او ژوندي انځور شوي چې لوستونکی له ځان سره هماغه ځای ته راکاږي؛ خو په پخواني ادب کې د طبیعت د دې اجزاوو داسې دقیقه او ژوندۍ یادونه نادره ښکاري. دا راز د ژویو د یادونې په برخه کې د پخواني او اوسني ادب په برخه کې توپیر لیدل کېږي، پخوانیو ژوي تر ډېره د انسانانو د خوی او عادتونو د انځورولو په موخه د تشبېه په توګه یاد کړي دي؛ خو په اوسني ادب کې ژوي خپله د ژویو لپاره یاد شوي یعنې ژویو ته په خپله د دوی لپاره هم توجه شوې ده.

خوشحال بابا وایي:

که یې سر په لکۍ اړوې هغه دی

په هېڅ رنګه به بل نه شي خرمګس

خو استاد پسرلی وایي:

د غرونو غېږ کې، د سین په غاړه

وه زړه ګوره ونه ولاړه

وې یې افسوس چې، زړه مې نژدې کړ

هرې څپې ته، راڅخه لاړه

یا که د غني خان په دې کلام کې د طبیعت انځورونه وګورو:

خوب وينم عالمه که يې څوک راکي مانه

پروت يم سر مې اېښى د خپل يار په زنګانه

سر په بالښت اېښى تش کالبوت په واشنګټن کې و

روح مې په مزه مزه روان په خپل وطن کې و

واورې د سپين غرۀ وې چې په ټنډه سر مې ويلې

خاورې د وطن وې چې په سر مې بادولې

مړې اوښکې روانې وې په مخ دانه دانه

خوب وينم عالمه که يې څوک راکې مانه

ډنډ د شمالي ته شوم انګور مېزان وهلي

تاک شينکي زېړ چکي، شو تالان پرخو پرېولي

کوز تګاو ته لاړم د اغوزو لويې ونې

پاس وختم غره ته د څېړيو پاڼې پلنې

خلک وو، بازار و، شور ماشور و، تلۀ راتلۀ وو

مېږې وې، شپانۀ وو، هاى و هوى و، سرۀ او شنۀ وو

نه د وير وه نخښه نه د غم وه نښانه

خوب وينم عالمه که يې څوک راکي مانه

۶- تشبېهات، ترکیبونه او سېمبولونه: په پخواني ادب کې تشبېهات، ترکیبونه او سېمبولونه تر ډېره تکراري او ثابت وو، د هر شاعر لپاره سترګې نرګس، مخ سپوږمۍ، وروځې کمان، باڼه غشي، ملا د وېښته غوندې نرۍ او زلفې ماران وو؛ خو د اوسنۍ پرمختللې او ماډرنې نړۍ ژوند د اوسني او پخواني ادب په ترکیبونو، کلمو، تشبېهاتو او انځورونو کې د پام وړ توپیر راوستی دی.

کامګار خان خټک وایي:

لعل دې شونډې، غاښ مرغلرې

خوله دې غنچه ده، قند دې خبرې

کامګار ګدای شو دا ستا په در کې

چېرې یې نه کا رقیبان لرې

(ناګار ۱۳۹۵ل: ۵۳)

یا:

تورې زلفې، شنه خالونه، سره رخسار

شنه توتیان دي، سره ګلونه، تور ښامار

(ناګار ۱۳۹۵ل: ۵۵)

یا:

 د حنان صحت په دم په افسون نه شي

په زړه وخوړ د اشنا د زلفو مار نن

یا:

تل د وریځو په لینده د بڼو غشي

تا په ما باندې راښکلي دي که نه

چې مدام یې زما زړه له غمه وچاود

تورې زلفې دې پېچلې دي که نه

(ناګار ۱۳۹۵ل: ۷۱)

د پښتو په اوسني ادب کې د شاعرۍ دا توکي د پخوا په پرتله متفاوت، ښه او ژوندي ښکاري:

تورو سترګو ته دې غلي، غلي ګورم

غرنی یمه ګورګورې مې خوراک دي

(کاروان)

(درمل ۱۴۰۱ل: ۶۳).

یا:

خیر دی که مې ویلې شي تن واړه لکه شمه

بل ته مې دې ټیټه نه شي غاړه لکه شمه

ښکلیو ته اظهار د مینې زړه اوبه کول دي

ګرانه ده ښکلا ته د عشق ژباړه لکه شمه

مینه کې چې وکړي څوک اودس په خپلو اوښکو

مونځ یې ادا کېږي په ولاړه لکه شمه

یو محفل مې هم که نکړ روڼ په واړه ژوند کې

ځانته روڼوم د قبر غاړه لکه شمه

اوس چې مې د خپلو جلوو خوا کې لېدای نه‌شې

بیا مې د تیارو په زړه کې غواړه لکه شمه

زه دې سره لمبه شم که یې ستا خونه روڼه کړه

خول به کوږ په سر وړمه له ویاړه لکه شمه

نورو به دې ښایي تماشا کړې د ناز وي

زه او زړه مې اور اوبه شوو دواړه لکه شمه

هغه چې بې مهرو ته په سر نیسي پسرلیه اور

تل، تل به په خپل مخ توکي ناړه لکه شمه

(استاد پسرلی)

(درمل ۱۴۰۱ل: ۶۴-۶۵).

یا:

روح د زردشت یې د لېمو په اور کې و موسېږي

چې یې ګرېوان لکه کتاب د اوستا پرانېزم

(سالک)

د پښتو د پخواني او اوسني ادب فورم

څرنګه چې د پښتو پخوانی او اوسنی ادب د محتوا له اړخه توپیر لري، داسې د فورم له اړخه هم له یو بله توپیر لري. په دې برخه کې هم لاندې څو موارد د پام وړ دي:

لومړی: په پخواني ادب کې د شعري قالبونو پر ثابت حالت باندې ټینګار کېږي؛ خو په اوسني شعر کې د قالبونو پر ثابت حالت باندې دغسې ټینګار نشته. د بېلګې په توګه غزل یادولی شو، په اوسنۍ شاعرۍ کې موږ د ځینو شاعرانو بې مطلع او بې مقطع غزلې هم موندلای شو؛ خو په پخوانۍ شاعرۍ کې بې مطلع او بې مقطع غزلونه نه ویل کېدل.

لکه د صدیق الله بدر لاندې غزل چې مطلع نه لري:

د انکار دې اثر څه راځنې پوښتې

یخ موسم کې د چینې تودې اوبه وي

له هېندارې کوڅې ستا سره مې شته څه

زه خو راشم رانه هېره حافظه وي

انتظار مې تر لاس داسې دی نیولی

ګوندې راشې ګوندې اوس هغه شېبه وي

چې مې اوښکې وي ډېوې ستا د یادونو

له تیارو نه وېره تل دې راسره وي

تا وې تا سره مې مینه بدره نشته

ما لیدلي ډېر خوبونه سرچپه وي

(صدیق الله بدر)

یا:

ته یې د ښکلي مخ رڼا ته په محراب کې ناست یې

زه یې د ښکلي مخ رڼا په میکده کې وینم

زاهد بیا لار غلطه کړې ده که څه شوي دي

ساقي حیران یم نن خو دا په میکده کې وینم

تا چې په شونډو باندې ښکل کړمه او وبوږنېدې

دغه تصویر به دې زه بیا په میکده کې وینم

ای ساقي نن مې د لېمو په جام کې ولمبوه

دا تا چې وینمه دنیا په میکده کې وینم

جلاله خیر خو دی شاید چې مین شوی یې بیا

دا څه موده کېږي چې تا په میکده کې وینم

(جلال خپلواک)

دویم: د پښتو په اوسني ادب کې له یوې خوا ځینې نوي کالبونه رامنځته شوي او له بلې خوا د پخواني ادب ځینې مروج شعري قالبونه له منځته تللي دي. آزاد شعر، هایکو، سپین شعر هغه کالبونه دي چې د پښتو په اوسنیو ادبیاتو کې رواج شوي او ډېری شاعران په دغو کالبونو کې خپل شعرونه وایي. له بله اړخه مخمس، مسدس، ترکیب‌بند، ترجیع بند، معشر… هغه شعري کالبونه دي چې اوس ډېر نه کارول کېږي.

د هایکو بېلګې:

د کایناتو د تخلیق مالکه!

د کربلا تندې اخیستي یو مونږ

یو د رحمت باران خو، وه‌ووروه

یا:

راته یې ست د سرکو شونډو وکړو

ما به ترې څه رنګې انکار کولو

زه څه یوسف علیه السلام خو نه وم

یا:

زما کتاب به اخر څنګه چاپ شي

نور خو لا پرېږده زما پلار هم وایي

دا شاعري د اوزګارخېلو کار دی

(نجیب عامر)

د ازاد شعر بېلګې:

ها خوا دې خوا

غځېدلي هسک دنګ غرونه

ښکلوي د اسمان شونډې

په سر ولې پکې سپینې سپینې واورې

پټ په زړو کې یې لعلونه

شنې تالۍ شنې یې لمنې وي د سرو غاټولو ډکې

(مجروح)

یا:

ما ولیدله سپینه

خوځېدله

د اسمان په اننګو کې

چا ویل د ورېځو مور ده

اوس به وژاړي په کوکو

نه پېغله وه د لمر تر سیوري لاندې

چې اورښت یې خرڅولو

(فاروق فردا)

درېیم: د پښتو په اوسني ادب کې ځینې ادبي صنعتونه، چې پخوانیو شاعرانو ډېره توجه ورته کوله، له منځته تللي، لکه: سوال او ځواب، بې ټکیو صنعت، فوق النقاط، تحت النقاط، منقوط (ټکی لرونکی)، رقطاء، خیفا، موصل، طرد او عکس… دا راز ځینې نوي ادبي صنعتونه (پاراډوکس، تمثیل، حس‌امېزي) رامنځته شوي او د اوسنیو شاعرانو په شعرونه کې لیدل کېږي.

د پاراډوکس بېلګه:

ستا د ښایست د لمبو سیوري ته لږ خوب کومه

ستا دې په خپل حُسن قسم وي، جانه وېښ مې نه‌کړې

(رحمت شاه سایل)

دا به څوک وي، چې غوغا به د سکوت نه اوري

که مې په خوله ورته وینا نه راځي، نه دې راځي

(استاد پسرلی)

پاراډوکس معاصره ادبي اصطلاح ده، په دې مانا چې په یوه پدیده کې د هغې پدیدې ضد ځانګړنې را پیدا کړو. د استاد پسرلي په پورته بیت کې غوغا او سکوت یو بل نفې کړي نه دي، بلکې د یو بل مانا یې تقویه کړې ده، یا هم د سایل صاحب په بیت کې د لمبې او سیوري ترمنځ ضد نشته، بلکې لمبې او سیوري داسې سره یو ځای شوي چې درېیمه نوې مانا یې رامنځته کړې او هغه مانا له لمبې څخه د سیوري د کیفیت پیدا کول دي (درمل ۱۴۰۱ل: ۱۴۵-۱۴۶).

د حس‌آمېزۍ بېلګه:

ښکل به کړمه ستا اواز که ومې لید

دومره په ما ښه دی لګېدلی

یا:

خدایه! چې دا سترګې مو خوږې په ښکلیو ولې شي

ښایي له ازله به د ښکلو پېژندونکي یو

حس‌آمېزي په دې مانا چې موږ د یو څه یا یوې پدیدې د درک یا بیان لپاره د خپل یوه حس پر ځای بل حس وکاروو. لکه د کاروان صاحب په پورته بیت کې د اواز لیدل او بیا یې ښکلول راغلي، دلته د سترګو او شونډو په وسیله د هغه کار کول دي، حال دا چې د اواز حس په غوږونو پورې اړه لري؛ خو دلته شاعر د یوه ځانګړي اواز په اړه خبرې کوي او له دې اواز سره دی قوي عاطفي اړیکه لري. دا چې دی د عاطفي اړیکې  له امله هغه کیف چې دی غواړي، په غوږونو نشي اخیستلای، نو د لامسې او باصرې له حواسو مرسته غواړي. (درمل ۱۴۰۱ل: ۱۳۷- ۱۴۲)

ماخذونه:

1. حقپال، محمد آجان. (۱۳۸۹ل). بدیع پوهنه. کابل: کابل پوهنتون مطبعه.

2. خلیل، حنیف. (۱۳۸۴ل). د رحمان بابا کلیات. پېښور:دانش خپرندویه ټولنه.

3. درمل، احسان الله.(۱۴۰۱ل). شعرستان. کابل: سروش کتاب‌پلورنځی.

4. زاهد، عبدالقیوم مشواڼی.(۱۳۹۱ل). د خوشحال خان خټک کلیات (درېیم چاپ). کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

5. ښکلی، اجمل .(۱۳۹۹ل). بېواکه صورتونه فیمینستي ادبي نظریه. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

6. غضنفر، اسدالله.(۱۳۹۶). د پښتو د پخواني او اوسني شعر ترمنځ توپیرونه (لیکنه): https://taand.net/?p=185646

7. کاروان، پیرمحمد .(۱۳۸۹ل). نغمه زېږدي زمانې. کابل: د جمهور رییس فرهنګي مشاوریت.

8. ناګار، فضل ولي. (۱۳۹۵ل). د بیان علم (ادبي فنون). ننګرهار: ناګار خپرندویه ټولنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.