په افغانستان کې برېښنایي حکومتولي

0 657

ضیاءالاسلام شېراني /

لنډیز:

په یوه هېواد کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې دولت اړ دی، چې خپل مسؤوليتونه له هر ډول فساد او ځنډ څخه پاک د قانون په رڼا کې په ښه توګه ترسره کړي. په دې برخه کې برېښنایي حکومتولي د یوه دولت لپاره د ښې حکومتولۍ په برخه کې د اوسني عصر له مهمو فکټورونو څخه ګڼل کېږي. برېښنایي حکومتولي د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د حکومتونو او خلکو ترمنځ واټن خورا لنډ کړی او د خلکو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې خدمتونو ته لاسرسی آسانه کړی دی. خو په افغانستان کې بیا په تېرو ۱۸ کلونو کې د مېلیاردونو ډالرو له لګېدو سره سره، لا هم خلک د اداري فساد او ظرفیت د نه شتون له کبله په بېلابېلو برخو کې له دولتي ادارو سره د تعامل په برخه کې زیاتې ستونزې لري.

ښه حکومتولي کومه او عناصر یې څه دي؟ برېښنايي حکومتولي او ګټې یې څه دي؟ په افغانستان کې تراوسه د برېښنايي حکومتولۍ په اړه څه شوي دي؟ او په دې برخه کې څه ستونزې او خنډونه شته دي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې په دې څېړنیزه مقاله کې یې د ځوابولو هڅه شوې ده.

په مقاله کې مو په افغانستان کې د برېښنایي حکومتولۍ د وضعیت څېړلو لپاره له شته باوري موادو او همدا راز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له چارواکو سره له مرکو ګټه اخیستې ده.

کیلي: ښه حکومتولي، برېښنایي حکومتولي، په افغانستان کې د برېښنایي حکومتولۍ تجربه، لاسته راوړنې او ستونزې.

سریزه

 د هېوادونو په کچه په هر نظام کې روڼتيا، د اداري فساد پر ضد مبارزه، د قانون حاکميت، قانونمندي، د بشري حقونو له نقض څخه مخنیوی، په بېلابېلو برخو کې اصلاحات، عامه خدماتو ته لاس‌رسی، ظرفيت جوړونه، په مختلفو مسایلو کې د خلکو ګډون او د دولتي ادارو له لوري د ترسره شوو کړنو په اړه خلکو ته ځواب‌وينه، ټول هغه موارد دي، چې اړتیا ده دولتونه یې د حکومتولۍ په برخه کې په پام کې ونیسي.

د ښې حکومتولۍ اصطلاح په نړيواله کچه د دولتونو د ارزونې له شاخصونو څخه شمېرل کېږي او دا مفهوم په دولتونو کې ځانګړی اهميت او ارزښت لري. د ښې حکومتولۍ ټوليز مفهوم دا دی، چې دولت خپل مسؤوليتونه له هر ډول فساد څخه پاک، د قانون په رڼا کې په ښه توګه ترسره کړي. د ښې حکومتولۍ د شاخصونو په اړه د بشري حقونو کميسيون، نړيوال بانک او د ملګرو ملتونو د سازمان له‌خوا مختلف شاخصونه او اصول وړاندې شوي دي.

په روانه معاصره دوره کې د حکومتونو او ټولنې په چارو کې له نوې معلوماتي ټکنالوژۍ څخه کار اخیستلو، د حکومتونو په ډول کې د برېښنایي حکومتولۍ په نوم یو نوی حقیقت رامنځته شوی. له برېښنایي حکومتولۍ څخه کار اخیستلو، په نړیواله کچه د ټولنیز ژوند او چاپېریال په برخه کې یو نوی اقتصادي، سیاسي او ټولنیز انقلاب رامنځته کړی، له برېښنایي حکومتولۍ سره ورو ورو په لوړ کیفیت خدماتو او محصولاتو ته لاس‌رسی زیات شوی دی.

د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې د نړۍ پرمختللو هېوادونو زیات کار کړی او د حکومتولۍ په برخه کې یې خورا اسانتیاوې رامنځته کړې دي؛ خو د افغانستان په شان وروسته پاتې او جګړه‌ځپلو هېوادونو کې برېښنایي حکومتولي یوه نوې تجربه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال راهیسې د ښې حکومتولۍ لپاره د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې هم هڅې کېږي؛ خو دا هڅې بیا د امنیتي او سیاسي بې‌ثباتۍ، ظرفیت نشتوالي او اداري فساد له امله تر ډېره اغېزناکې نه دي تمامې شوې او افغانستان لا هم په دې برخه کې زیات کار او وخت ته اړتیا لري.

ښه حکومتولي (Good governance)

د ښې حکومتولۍ اصطلاح که څه هم له دویمې نړېوالې جګړې څخه وړاندې دومره نه کارول کېده؛ خو له تېرو څو لسیزو راهیسې ځانګړې پاملرنه ورته کېږي. دغې اصطلاح په اوسني عصر کې د اقتصادي پراختیا، بشري حقونو، ولسواکۍ او دولتي مدیریت په هر قاموس کې ځان ځای کړی دی.

وړاندې له دې چې د ښې حکومتولۍ په اړه څه ووایو، ښه دا ده چې لومړۍ د حکومتولۍ په اړه پوه شو. د حکومتولۍ اصطلاح په اصل کې د یوناني د (Kubernan) کلمې څخه، چې د «لارښوونې» یا «اداره کولو» په معنا ده اخیستل شوې ده. دا یوناني کلمه افلاطون هم د حکومتي سیستم د جوړونې د څرنګوالي (System of rule) په اړه کارولې ده. په آکسفورډ ډیکشنري کې هم حکومتولي د عمل (Act) یا حکم‌روایۍ (Governing) په معنا راغلې ده.

د همدې په رڼا کې ویلی شو، چې حکومتولي د پړېکړې کولو بهیر دی او دا هغه بهیر دی چې په وسیله یې پرېکړې عملي کېږي. په بله معنا حکومتولي د هغو فردي یا سازماني کړنلارو ټولګه ده، چې په یوه ټولنه یا هېواد کې د خلکو ګډې چارې اداره کوي. یا هم حکومتولي یو ډول هغه قرارداد دی چې خلکو او بنسټونو یې په اړه د چارو د تنظیم په موخه پرې توافق کړی دی او د ځان په ګټه یې بولي.

د حکومتولۍ څخه را وروسته، د ښې حکومتولۍ (Good governance) اصطلاح ته راګرځو. ښه حکومتولي په وروستیو کې په نړیواله کچه د دولتونو د ارزیابۍ یو مهم فکټور بلل کېږي او د ملګرو ملتونو سازمان یې په اړوند زیاتې څېړنې کړې دي. ښه حکومتولي تر ډېره د دولتونو له لوري د نظام د مدیریت څرنګوالي، له خلکو سره همکارۍ، له فساد سره د مبارزې او قانون پلي کولو باندې راڅرخېږي او په اوس مهال کې د یوه هېواد په داخلي سیاست کې ښه حکومتولي د پام وړ ارزښت لري.

اروپایي ټولنه د ښې حکومتولۍ په اړه وایي: «ښه حکومتولۍ په یوه هېواد کې د عادلانه او تلپاتې اقتصادي او ټولنیزې پراختیا له تضمین سره سم د یوه هېواد د منابعو سم مدیریت او په اړه یې ځواب‌وینې ته ویل کېږي.» همدارنگه ښه حکومتولي په یوه هېواد کې د حاکم سیاسي نظام له لوري بشري حقونو ته درناوی، فساد سره مبارزه، په دولتي دستګاه کې روڼتیا او خلکو ته ځواب وینه، بلل کېږي.

د ښې حکومتولۍ عنصرونه

د ښې حکومتولۍ اصطلاح په نړيواله کچه د دولتونو د ارزونې له شاخصونو شمېرل کېږي او په نړیواله کچه ځانګړی ارزښت لري. له همدې امله په نړیواله کچه د ښې حکومتولۍ د عنصرونو یا شاخصونو په اړه واحده نظريه نشته ده او مختلفو ادارو په دې اړه مختلف نظرونه وړاندې کړي دي، چې هر یو یې دلته په جلا جلا توګه را اخلم:

د ملګرو ملتونو سازمان: د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان له‌خوا د ښې حکومتولۍ لپاره وړاندې شوي شاخصونه او اصول تر نورو ډېر منل شوي دي. دغه سازمان د ښې حکومتولۍ لپاره اته ځانګړتياوې وړاندې کوي:

  1. عامه مشارکت
  2. د قانون حاکميت
  3. شفافيت
  4. مسؤوليت‌پذيري
  5. په دريځونو کې د رايو اجماع
  6. اغېزناکتوب او کارايي
  7. ځواب‌وينه
  8. عدالت او انصاف

نړيوال بانک: د ښې حکومتولۍ په اړه نړیوال بانک لاندې څلور اصلي عناصر چې د  هېوادونو په پراختيايي بهير کې بايد اجراء شي وړاندې کوي:

  • ځواب‌وينه
  • مشارکت‌غوښتنه
  • قانون‌ګرايي
  • شفافيت

برېښنایي حکومتولي (E-governance)

په اوس مهال کې کوم مهم فرصت چې موږ ته د عصري ارتباطي او اطلاعاتي ټکنالوژۍ له کبله په لاس راغلی، هغه له دغې ټکنالوژۍ څخه په ښه حکومتولۍ کې کار اخیستل دي. د ټولنې د چارو په اداره کولو کې له همدې نوې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل د برېښنایي حکومت رامنځته کولو لامل ګرځي. موږ د ټکنالوژۍ په واسطه کولی شو، د دولتونو سیستم داسې جوړ کړو چې ټولو ته په اسانه د لاسرسي وړ او ځواب‌ویونکی وي.

د دولتونو لپاره د ښې حکومتولۍ یو اړخ هم برېښنایي حکومتولي ده، چې تقریباً د نړۍ په ټولو پرمختللو او د پرمختګ په حال هېوادونو کې پلې شوې ده. برېښنایي حکومتولي د حکومتونو لپاره د مدیریت او د چارو د تنظیم هغه نوې تګلاره ده چې له نوې ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستلو سره عملي کېږي.

 په اوسني عصر کې د مختلفو لاملونو له کبله دولتونه دې ته اړ شوي چې د ټولنې په اداره کولو کې له نویو لارو چارو کار واخلي. همدارنګه د ټولنې او خلکو هیلې هم له دولت څخه ورځ تربلې زیاتېږي، دوی غواړي کارونه یې په دولتي ادارو کې پرته له ځنډه او په ښه توګه ترسره شي. دوی نه غواړي په قطارونه کې د یوه لاسلیک په موخه ساعتونه ودرېږي، دوی نه غواړي د یوه کوچني کار لپاره په ورځو وزغلي؛ نو د دې ټولو له پاره دولتونه اړ دي چې په خپله حکومتولۍ کې له نوې ټکنالوژۍ څخه کار واخلي او د هغې په مرسته د خپلو خلکو او ټولنې کارونه پرته له ځنډه په ښه توګه ترسره کړي.

برېښنايي حکومتولي د دولتونو له لوري د هغو شرایطو برابرولو ته وایي چې له مخې یې دولتي ادارې د اوونۍ اووه ورځې، شپه او ورځ د خپلو خلکو په چوپړ کې وي. برېښنایي حکومتولي دې ته وایي چې حکومتونه، دولتي امورو ته د خلکو او مختلفو ټولنو لپاره د ساده او آسانه لاسري په موخه له نوې ټکنالورۍ څخه کار واخلې.

برېښنایي حکومتولي د حکومتولۍ هغه اړخ دی چې پرته له کومې واسطې خلکو ته یو شان خدمتونه وړاندې کوي. برېښنایي حکومتولي له نوې ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستلو سره خلکو ته د ښو خدماتو وړاندې کول او د دولت دننه بیا جوړونې ته وایي. برېښنایي حکومت یوازې دا معنا نه ورکوي چې د هر مامور یا دولتي کارمند پر میز دې یو کمپیوټر ایښی وي، بلکې برېښنایي حکومتولي سترې موخې پالي، د دولتونو له لوري خلکو او ټولنې ته د امورو او چارو په ترسره کولو کې بنسټیز تغییرات غواړي.

په یوه هېواد کې د نوې ټکنالوژۍ وده او د اطلاعاتو په برخه کې د خلکو او مختلفو ادارو د غوښتنو تغییر او زیاتوالی هغه څه دي چې دولتونه د برېښنایي حکومتولۍ لپاره اړ کوي. برېښنایي حکومتولي خلکو ته په لوړ کیفیت د خدمتونو وړاند کولو کې ښه رول لري او ډېرې آسانتیاوې رامنځته کوي.خلک کولی شي یوازې په څو ساعتونو کې هغه څه ته لاس رسی و مومي چې پخوا به یې په ورځو یا په اوونیو انتظار ورته کاوه.

د برېښنایي حکومتولۍ جوړښت

د ترسره شوو مطالعاتو له مخې د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې د لاندې څلورو برخو اړیکې مهمې دي. دا څلور برخې د برېښنایي حکومتولۍ هغه مهمې څلور ستنې ګڼل کېږي چې ټولې هغه اړیکې په کې رانغښتل شوې، چې د برېښنایي حکومت روح بلل کېږي. دا څلور برخې موږ ته ښیې چې د برېښنایي حکومتولۍ له لارې کومې برخې له خلکو سره اړیکې رامنځته کوي.

د خلکو او دولت اړیکه (Government to Citizen) یا (G2C): په پرېښنایي حکومتولۍ کې تر ټولو مهم او پراخ اړخ د دولت او خلکو ترمنځ متقابلې اړیکې دي. په دې برخه کې په الکټرونیکي بڼه د خلکو څخه دولت اطلاعات ترلاسه کوي او بېرته په همدې طریقه خلکو ته د دولت له لوري خدمات وړاندې کېږي.

د دولتي ادارو خپل‌منځي اړیکې (Government to Government) یا (G2G): په دې ډول تعامل او اړیکو کې هغه مختلفې ادارې چې اطلاعاتو ته اړتیا لري کولی شي د نورو دولتي ادارو سره له شته اطلاعاتو څخه ګټه واخلي او خلکو ته په سرعت سره خدمات وړاندې کړي.

د دولتي ادارو او خصوصي سکټور اړیکې (Government to Business) یا (G2B): د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ اړیکه هغه اړیکه ده چې د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې یې نظر نورو ته ډېر پرمختګ کړی دی. په دې برخه کې د مالیې ورکړه، د اطلاعاتو ترلاسه کول، د مختلفو تسهیلاتو وړاندې کول او د جواز ترلاسه‌کولو لارې چارې، ټول هغه څه دي چې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور د تعامل په برخه کې د پام وړ بلل کېږي.

د دولت او دولتي کارکوونکو اړیکې (Government to Employees) یا (G2E): د کارکوونکي شخصي معلومات او د دولتي ادارو او کارکوونکو ترمنځ نور د اړتیا وړ معلوماتو تبادله په دې برخه کې راتلی شي.

د برېښنایي حکومتولۍ ګټې:

د اداري فساد مخنیوي: د برېښنایي حکومتولۍ له لارې په دولتي ادارو کې هغه زوړ او ستني سیستم چې له مخې یې مامورینو ټولې چارې د کاغذ پر مخ د قلم په وسیله ترسره کولې، له منځه ځي. برېښنایي حکومتولي مختلفې ادارې د انټرنېټ له لارې سره نښلوي او د خلکو کار په لږ وخت کې پرته له ځنډه په ښه توګه ترسره کېږي. له د سره د فساد مخنیوی کېږي او خلک ته په یو ډول پرته له کوم توپیره خدمات وړاندې کېږي.

په دغه برخه یوه وړه بېلګې د مالیاتو په راټولو کې د برېښنایي حکومتولۍ مهم رول یادولی شو. که موږ مالیات په سنتي بڼه راټولوو او مامورین مو په مالیه ورکوونکو پسې د کتابچې او کاغذ سره یو ځای ګرځي، پرته له شکه هم مامور او هم مالیه ورکوونکي ته په لوی لاس د فساد او درغلۍ زمینه برابرېدلی شي. خو که چېرې مالیات د برېښنایي حکومتولۍ د اصولو مطابق په بانکي سیستم راټول شي او سیستم هم د امنیت له اړخه ډاډمن وي، له فساده او درغلیو به مخنیوی وشي.

د وخت او لګښت سپما: د وخت او لګښت سپما هم د برېښنایي حکومتولۍ له مهمو ګټو څخه ګڼ لېږل. ځکه په دولتي چارو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل د دې لامل کېږي، چې د خلکو کار په لږ وخت کې پرته له ځنډه، په ښه توګه ترسره شي. پخوا که خلک د یوه کوچني کار لپاره په ورځو ورځو مختلفو ادارو ته د لاسلیکونه راټولو لپاره په تمه کېدل، د برېښنایي حکومتولۍ په تطبیق سره دا هرڅه له منځه ځي او خلکو ته خدمات په ښه توګه او سرعت سره وړاندې کېږي، چې همد د وخت او هم د لګښت د سپما لامل ګرځي.

د روڼتیا تضمین: په برېښنایي حکومتولۍ کې هغه زور سیسمتم چې یو دولتي مامور به د کاغذ او قلم څخه کار په کې اخیستلو او په چارو کې به د فساد له کبله روڼتیا نه لېدل کېده، د برېښنایي حکومتولۍ په تطبیق سره چارې پرته له کومې واسطې، درغلۍ او فساد څخه په رڼه توګه ترسره کېږي، د ټولنې ټولو خلکو ته په یوه سترګه کتل کېږي او د ټولو کارونه او غوښتنې پرته له توپیره په منظم ډول سره په نوبت سره کېږي.

د دولت د مصارفو کموالۍ: د برېښنایي حکومتولۍ په تطبیق سره د دولت په مصارفو کې کموالۍ راځي، بشري قوه کمېږي او د یوه سیستم له لارې چې څو محدود کسان به یې سمبالوي، د لسګونه تنو کار مخته ځي.

په ښارونو کې د بیروبار کموالی: برېښنایي حکومتولۍ په تطبیق سره ډېری چارې د انټرنېټ په وسیله ترسره کېږي، اړتیا نشته چې د یوه کوچني کار یا معلوماتو ترلاسه کولو او یا کومې فورمې ترلاسه کولو یا سپارلو په موخه له کوره بهر شې او اصلي مراکزو ته یې ورشي. له دې سره په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمېږي، د خلکو د ګڼې ګوڼې له کوالي سره د موټرو تګ راتګ هم کمېږي، چې دا ټول بیا د ښار د هوا په وضعیت مستقیم اغېز لري.

افغانستان او برېښنایي حکومتولي

په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته د نوي نظام په رامنځه کېدو سره، د نظام جوړونې او حکومتولۍ په برخه کې هڅې پیل شوې. د همدې هڅو په لړ کې یو هم د حکومتولۍ په برخه کې له نوې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل چې افغان دولت د نورو هېوادونو په شان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ (ICT) په برخه کې ځانګړې توجه درلوده. که څه هم د افغان حکومت له لوري دا ډول هڅې په پرېکړو کې د خلکو د ګډون، معلوماتو ته د لاسرسي د سطحې لوړولو او د عامه خدماتو په برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړو په موخه و، خو د ټولو هڅو سره سره لا هم په دې برخه کې افغانستان یو ډېر وروسته پاتې هېواد دی.

دملګرو ملتونو سازمان له لوري د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې د ترسره شوې څېړنې له مخې په ۲۰۱۴م کال کې افغانستان د ۱۹۳هېوادونو په منځ کې ۱۷۳یم ځای درلود او په سویلي اسیا کې تر ټولو ټیټ مقام لرونکی هېواد و.

د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې ترسره شوي کارونه

افغانستان د برېښنایي حکومتولۍ ډګر ته تېره لسیزه را دانګلي دي او په دې موده یې ځینې ستر کارونه کړي دي، چې دلته یې یادونه ضرور ده:

مخابراتي سکټور: په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ ډیر کارونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر غاړه دي او په دغه هېواد کې په تېرو ۱۸ کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور د پام وړ پرمختګ کړی دی. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر اساس  په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ میلیونه خلک چې د ټول نفوس ۸۹ سلنه برخه جوړوي، مخابراتو ته لاس رسی لري.

په دې برخه کې د سیمکارت او د مکالمې بیې هم د پخوا په پرتله را ټېټې شوې دي. دغه راز د همدې سکټور په برخه کې ۲.۳ میلیارډه ډالر پانګونه شوې او اوس مهال ۲۰۰ زره کسان په دغه برخه کې په کار بوخت دي.

نوري فایبر (Fiber optic): نوري فایبر چې په اوسني عصر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یو مهم سیستم دی او کولای شي چې په یو ثانیه کې له لس ګېګابایټ څخه زیات شی (تصویرونه، غږیز پیغامونه…) ولیږدوي.

نوري فایبر یا فایبر آپټیک په افغانستان کې هم د مخابراتو او معلوماتي‌ټکنالوۍ په برخه کې یوه خورا مهمه پروژه ده، چې په ۲۰۰۷م کال کې د ۷۰ میلیونو ډالرو په پانګونې سره افغان دولت د لومړي ځل لپاره پیل کړه. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د معلوماتو پر اساس، په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان ۲۵ ولایتونو ته فایبر آپټیک کېبل غځول شوی دی، چې افغانستان یې له پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره نښلولی دی.

برېښنایي تذکرې: د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې د پېژندپاڼو برېښنایي کول او د دې لړۍ پیل په افغانستان کې یو بل مهم کار دی. په افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د سيمې د ګڼو هېوادونو په کچه نوښت بلل کېږي. که څه هم د برېښنایي پېژندپاڼو د توزیع لړۍ ډېره ورو روانه ده او تر دې دمه یوازې ۸۰ زره کسانو دغه پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي؛ خو که چې ټول هېوادوال دغه پېژندپاڼې ترلاسه کړي. په ډېری برخو کې به خلکو او دولت ته اسانتیا وې رامنځته شي.

په ټاکنو کې د درغليو مخنيوی، د ټاکنو لپاره د کارتونو د توزېع يا نوم‌ليکنې د لګښتونو سپما، د هېواد د وګړو د دقيق شمېر معلومېدل، نړيوال سټنډرډ او له هېواده بهر د معياري پېژندپاڼې په توګه د کارولو ګټې، په پاسپورت، د  موټر چلولو جواز، د موټر ګرځولو جواز، نکاح‌خط او نورو خدماتو کې آسانتيا، بهرنيو وګړو له‌خوا د افغانستان د تابعيت د تذکرو اخیستلو مخنيوی، د يوه کس له‌خوا د څو تذکرو اخیستلو او ورته نورو درغليو او اداري فساد مخنيوی، د جنايي جرمونو کنټرول او د مجرمينو په پېژندلو کې آسانتياوې او داسې نور ټول هغه موارد دي، چې د برېښنايي حکومتولۍ د بنسټ په توګه د يوه دولت له‌خوا د خدماتو وړاندې کولو، مالياتو ورکولو او راټولولو، اقتصادي ودې او پرمختيا، پاليسيو جوړولو او نورو برخو کې خورا مهم او د وخت اړتيا بلل کېږي.

د افغانستان ځانګړی ډومین(.af): ډومین په انټرنیت کې د یو چا د پیژنګلوی لپاره د هغه د ویب سایټ نوم دی. د نړۍ اکثریت هېوادونه د خپل نوم د سر د حروفو څخه په انټرنیټ کې د ویب سایټونو د پتو لپاره ځانګړی وروستاړی لري. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه چې د خپل نوم تر ورستاړي لاندې  ډومین لري.

پر دې ټولو سربېره په افغانستان کې له نوې ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستلو د یو شمېر دولتي ادارو ځینې سیستمونه برېښنایي شوي دي، چې له امله یې په چارو کې آسانتیا رامنځه کړې ده:

  • په الکټرونیکي شکل د کابل ښاروالۍ د عوایدو را ټولونه؛
  • په یو شمېر ادارو کې د هویت د ثبت له سیستم څخه کار اخیستل؛
  • په زیاتره دولتي ادارو کې له ډیجیټلي حاضرۍ څخه کار اخیستل؛
  • د بشري منابعو د معلوماتو د مدیریت سیستم یا (HRMIS) رامنځته کول؛
  • په ګمرکونو کې د (ASYCUDA) له سیستم څخه کار اخیستل؛
  • د پراختیایي مرسته کوونکي ډیټابس یا (DAD) رامنځته کول؛
  • د ملي اطلاع رسونې یا (ANDC) سیسټم رامنځته کول؛
  • په الکټرونیکي بڼه د مالیې ورکونې سیسټم یا (e-pay)؛
  • په الکټرونیکي بڼه د پاسپورټ ترلاسه کول؛

ستونزې او خنډونه

د ځانګړي هاسټنګ نه درلودل: افغانستان تر اوسه نه توانیدلی دی چې خپل هاسټنګ سرور ولري. د بریښنايي حکومتولۍ یو ډیره اړين وسیله هاسټنګ بلل کیږي، ځکه ټول معلومات چې په بریښنایي حکومتولۍ کې ښکته او پورته کیږي په هاسټنګ سرور کې ثبت او ذخیره کیږي. په اوس مهال کې ژوندی مثال یې د ویبسایتونو او انترنیټي اپلیکیشونونو دی چې د هیواد په دننه کې رغیږي او د نورور هیوادونو لکه پآکستان، هند، ترکیه، جرمنی، امریکا او داسې نورو هیوادونو په سرورونه کې ذخیره کیږي.

د پوهاوي نه شتون: په افغانستان کې د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې یوه ستره ستونزه په دې اړه د خلکو نه پوهاوی دی. سره له دې چې د افغانستان میلیونونه وګړي مبایل او انټرنیټ ته لاس رسی لري؛ خو په دې برخه کې د پوهاوي نه شتون هغه څه ګڼلی شو، چې د برښنایي حکومتولۍ سیستم یې اغېزمن کړی دی. ځکه  انټرنیټ فعالول یا خلکو ته موبایل یا سیم کارت ته لاسرسی د بریښنايي حکومتولۍ په معنا نه دي، بلکې دا یوازې د خلکو په خپل منځ کې د اړیکو وسیله کیدای شي.

موږ لا هم داسې خلک، حتی لوستي ځوانان لرو چې ځیرک مبایل لري او انټرنټ هم کاروي؛ خو نه شي کولای له همدې وسیله دندې د درخواست کولو، یا بل کوم لپاره ترې کار واخلي.

د انټرنټ کمزورتیا او د بیو لوړوالی: سره له دې چې افغان حکومت وایي نوري فایبر کېبل یې ډیری ولایتونو ته وصل کړی دی؛ خو دلته لا هم د انټرنیټ کمزورتیا او د بیو لوړوالی یې یوه لویه ستونزه ده. زموږ په ګاونډي هېواد پاکستان کې د ټیټ سرعت انټرنیټ ۸ ام بي دی او لوړ یې ۲۵۰ ام بي، په افغانستان کې لوړ انټرنیټ ۲ ام بي دی او قیمت یې د میاشتې ۴۰۰۰ افغانۍ کیږي.

د ډومین د قیمت لوړوالی: که څه هم د افغانستان په خپل نوم د ډومین درلودل یوه لاسته رواړنه ده؛  خو د بین المللی نرخونو په پرتله يې قیمت لوړ دی. د ډاټ اي ایف قیمت ۵۰ ډالره او ډاټ کام ډاټ ای ایف قیمت ۲۰ ډالره دی په داسې حال کې چې د ډاټ کام قیمت په نړیواله سطحه ۱۰ ډالره دی چې د خصوصي سکتور لپاره ګرانه تمامیږي.

د دولتي مامورینو پوهاوی: د افغانستان په یو شمېر ادارو کې لا هم مامورین له کمپیوټر او انټرنټ سره بلدتیا نه لري او خپلې چارې د قلم له لارې د قاغذ پر مخ ترسره کوي. په ځینې ادارو کې د بهرنیو موسسو او یا هم خپله دولت له لوري مامورینو ته کمپیوټر اخیستل شوي، خو له بده مرغه په کارونه یې نه پوهېږي او یو څنګ ته یې اېښي وي.

پایله

له ۲۰۰۱م کال وروسته په افغانستان کې د نوي نظام په رامنځته کېدو سره د حکومتولۍ نوی بنسټ کېښودل شو او له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د حکومتولۍ د ښه کولو په برخه کې زیاتې هڅې شوې دي؛ خو جګړه او په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي هغه دوه مهم فکټورونه دي، چې د په دغه هېواد کې یې د ښې حکومتولۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

د ښې حکومتولۍ په برخه کې افغانستان لا هم زیات کار او هلو ځلو ته اړتیا لري، تر څو خپلو خلکو ته په سمه توګه خدمات وړاندې کړي. په تېرو ۱۸ کلونو کې د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې د افغان دولت هڅې د پام وړ دي؛ خو دا یوازې د یوه اوږده مزل وهلو لپاره څو ګامه بللی شو. اړتیا ده چې دا ګامونه زیات او په سمه توګه واخیستل شي.

د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې تر ټولو مهم د افغانستان لپاره د له نوې تکنالوژۍ سره د خلکو بلدتیا او د ځانګړي هاسټنګ سرور درلودل هغه دوه فکټوره دي، چې د برېښنایي حکومتولۍ لپاره لاره خلاصوي او اجازه ورکوي چې په دې برخه کې په سمه توګه کار وشي.        پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply