اندېښنه د ارواپوهنې له نظره

ضمیر

1,220

موږ په یوه داسې دنیا کې مېشت یو، چې زیاتره کارونه یې په “وېره” او ډار مخکې روان دي، موږ داسې احساسوو چې خوندي نه یو، نو ځکه تر هر څه سخت قوانین په ځانونو پلي کوو، موږ ته ویل کیږي چې ښایسته نه یو نو ځکه پلاستیکي جراحي، قېمتي سینګار، لباسونه او زېورات اخلو، موږ ته دا هم ویل شوي چې پوره شتمن نه یو، ځکه نه رواني روغتیا ته ګورو او نه بدني توان او طاقت ته، بس خو اخته یو او شپه ورځ مو په ځان یوه کړې.
معاصره نړۍ له یوې بلې نوې پرېشانۍ هم کړیږي، چې فیلسوف “اېلن ډي بوټن” ورته مقامي اندېښنه (Status Anxiety) وایي، چې یاده ستونزه تر ډېر بریده د منځنۍ او له منځنۍ د لوړې طبقې په خلکو کې عامه ده.
دا ټولې وېرې په شریکه زموږ د وجود په داخل کې یوه “دروني نارامي” یا (Anxiety) زېږوي، او په معاصره نړۍ کې اوس مهال د انزایټي وبا په پراخه کچه تیت شوې ده. یو وخت داسې و، چې موږ به د خپل ټبر او یا د کلي له خلکو سره په سیالۍ کې ښکېل وو، خو اوس چې ټکنالوژي په ټولې نړۍ راج چلوي، د رقابت ساحه هم پراخه شوې او باید له ګردې نړۍ سره سیال واوسو، دا ډول غیر حقیقي سیالۍ هم ددې لامل شوي چې زموږ نارامي او اضطراب لا پسې ډېر کي.
زما په انباکس کې د ډېرو کسانو غوښتنه دا وي، چې دوی په ټولنیره اندېښنه (Social Anxiety) مبتلا دي او د حل لار یې ور وښایم، جالبه داده چې زه هم له دا ډول اندېښنې سره مخ شوې وم، د همدې ټولنیزې انزایټي له وجې مې بهترینې موقع بایللي خو کله مې چې د ژوند تر ټولو لوی چانس له لاسه ورکړ، نو احساس مې کړه چې اوس د عمل وخت راغلی، په همدې موخه مې یوه مناسبه کړنلاره غوره کړه او له ښه بخته باید ووایم چې د وخت په تېرېدو سره مې خپله اندېښنه نارمل حالت ته را ټیټه کړه.
د انسانانو خاصیت همدا دی، چې ځاني تجربې له نورو سره شریکوي، زه هم د همدغه انساني روایت په تکرار خپله تجربه د “ارواپوهنې” او “فلسفې” په رڼا کې در شریکوم، ګوره که د چا په خیر راغله.
هغه کسان چې د انزایټي ښکار شوي، خپل ځان ته د ورمات یا Introvert لفظ کاروي، (انټرو ورټ داسې چاته ویل کیږي چې په پراخه کچه ټولنیزې اړیکې ونه لري او تر ډېره د یوازیتوب علاقمند وي) ـ خو حقیقت دادی چې انټرو ورټ یا ځان ته مایل اشخاص د انزایټي په مصیبت نه وي ککړ، د هغوی کار ښه روان وي، تر څنګ یې د یو څو بهترینو دوستانو ملتیا هم وي، صرف په دومره توپیر چې له هر چا سره یې فطرت نه جوړیږي او د ملګرو دا دومره بیروبار یې نه خوښیږي.
یو وخت ما هم ځان انټرو ورټ باله، مخ ته به مې همېش کتابونه پراته وو، او دا د ډېرو کتابونو د لوستلو یو راز مې هم همدا دی.
زیاتره کسان ددې لپاره چې د انزایټي ستونزه احساس نه کړي، نو د خوراک، سودا اخیستنې، لوڅو فلمونو، سېکس، یوازیتوب، فلمونو او ډرامو کتلو او نورو لارو چارو ته په دې موخه لاس اچوي، چې له یادې ستونزې تېښته وکړي او پام غلط کړي.
خو له اندېښنې یا انزایټي پام اړول د مسلې حل نه دی، له دې سره جنګېدل هم د حل لاره نه ده، اوس نو سوال دادی چې اخر حل لاره څه ده؟

مشهور ارواپوه “وکټر فرېنکل” وایي، چې یو وخت ورته یو ځوان ډاکټر راغی، ځوان له ټولنیزې انزایټي (Social Anxiety) نه شکایت وکړ، ویل یې چې په خلکو کې له کېناستو وېریږي، ځکه له وارخطایۍ ور باندې خولې را ماتې شي، همدا وجه ده چې د یارانو مجلسونو ته د ورتګ هېڅ زړه نه ښه کوم. ډاکټر وکټر ددې ځوان د انزایټي علاج په خپلې مشهورې طریقې (Logotheraphy) سره وکړ.
ارواپوه وکټر وایي، چې موږ انسانان له دوو شیانو مرسته غواړو، لومړی دا چې “له ډار تېښته” او دوهم ” له ډار سره جنګېدل” دي، حو حقیقت دادی چې دا دواړه طریقې زموږ انزایټي نه یوازې دا چې کموي نه بلکه لا یې زیاتوي.
دا دوه طریقې هغه وخت شې په کاریږي چې په یوه ځنګل کې روان وی او ناڅاپه له یوه غټ زمري سره مخ شی، خو په انساني نړۍ کې ددې لارو استعمال زیاتو نورو مسایلو او ستونزو ته لار هواروي.
مثلا یو وخت داسې دی چې باید یو پرېزېنټېشن وړاندې کئ او یا هم مجبورېږئ چې په یوه لویه راټولېدنه کې خلکو ته وینا واوروئ، نو طبیعي ده چې له نارامۍ او اضطراب سره مخ کېږئ، خو دا اضطراب کوم وخت شدت مومي، او هغه هم تر دې بریده چې له دې کړنې صرف نظر کوی، یا تېښته کوی او حتا چې جنګ پیلوی؟
یوه خبره خو واضحه ده، چې تاسې د خلکو په وړاندې د خبرو کولو له امله نارامه یی، خو دا نا ارامي هغه وخت لا زیاتیږي، چې د انزایټي له وجې د نتایجو (Outcome) وېره هم ورسره مله شي، مطلب دا چې که تاسې له وړاندې دا سوچونه پیل کئ، چې ښه نو څه به کیږي؟ ښه که هر څه رانه هېر شول بیا؟ ښه که هر چا را باندې رشخند پیل کړ، ښه نو که خلکو ته مې وینا ستړې کونکې شوه، بیا؟
دا د “بیا” لفظ کله هم نه ختمیږي، له همدې سره جوخت تاسې د دوه چنده وېرې او له دې د را زېږېدونکي دوه چنده انزایټۍ ښکار کېږی، چې یاد حالت ته لیکوال “مارک مېنسن” د (بیخي نه کنټرولېدونکي زهري کیفیت) اصطلاح کاروي.
د موضوع د ښه پوهاوي لپاره یو بل مثال هم راوړو، فرض کړئ تاسې له کوم کس، حالاتو او یا هم جذباتو سره له مخامخ کېدو وېرېږئ، خو مجبور یی چې ورسره مخ شی. له ځنډ وروسته همدا د مخامخ کېدو شېبه را لنډیږي او له دې سره سمه ستاسې د انزایټي کچه هم یو په دوه لوړیږي، بلاخره یوه داسې حد ته رسیږي چې ستاسې له زغم پورته وي، اوس نو د دې وخت را رسي چې د تېښتې په لټه کې شئ. د غیر صحي خوړو (Junk Food) استعمال مو دوه چنده کیږي، دوه برابره زیات د لوڅو فلمونو کتل، په سوشل میډیا کې د بیخي زیات وخت تیرول، د سګرټو ډېر څکول، د زیاتو الکولي مشروباتو څښاک، لنډه دا چې هر څه وي، خو تاسې بس د زړه اورئ.
زه ډېر کله همدا خبره کوم چې ستاسې اصلي دښمنان ستاسې خپلوان او هېوادوال نه دي، بلکه همدا خپل زړه او ذهن مو د بربادۍ لپاره بسنه کوي.
ښه نو، بېرته به راشو د ځوان ډاکټر ستونزې ته، ډاکټر وکټر نوموړي ناروغ ته د “متضادې ارادې” یا (Paradoxical Intention) تجویز وکړ، اوس پوښتنه دا را ولاړیږي چې متضاده اراده څه ته ویل کیږي؟
له هر څه مخکې باید د عقل لاره ونیسئ، خپل ځان ته باید ووایی چې د خلکو په مخکې له خبرو ولې ووېرېږم؟ خکه هغوی خو نه ټوپک لري او نه تمانچې چې په یوه غلطۍ به مې ګولۍ سیده له ټټر وباسي، نو بیا ډار د څه؟!!
یوازې عقل هم نه دی چې هره مسله به حل کي، ځکه جذبات او احساسات هم ډېر غالب وي او دا بیا د هېچا نه اوري، همدا وجه ده چې په دې طریقه نه له انزایټي سره مقابله کولی شو او نه هم ترې تښتېدی شو، خو دومره کولی شو چې تمرکز منتقل (Shift) کړو، او په همدې سره کولی شو چې له نتایجو یا پایلو خپل تمرکز بل لور ته واړوو او د انسانانو تر ټولو غټه توانایي “ټوکې” یا (Humour) یې په بدل کې وکاروو.
د مثال په ډول یو څوک دی چې د شپې خوب نه ورځي، یاد کس په ځان زور راوړي چې باید ویده شي، او تر اخري حده پورې دې ته لیوالتیا هم لري چې باید خوب وکي، خو که له متضادې ارادې کار واخلي نو بیا به ځان ته وایي، چې که خوب رانشي نو لا بهتره ده، ځکه ځان به په کوم بل څه مصروف کم، دومره ضرور هم نه ده چې خامخا دې ماته خوب راشي.
ډاکټر وکټور له همدې ځوان ډاکټر هم وغوښتل چې د متضادې ارادې کړنلاره دې تطبیق کړي، او که کله هم د ملګرو او یارانو بنډار ته ورته نو دا فکر دې نه کوي، چې دی باید نارامه او مضطرب نه وي، بلکه په ځان دې ټوکې جوړي کي، په خپل ځان پورې دې وخاندي او ملګرو ته دې ووایي چې: “یره نن خو بیخي ډېره ګڼه ګوڼه ده، داسې معلومیږي چې زه به نن دوه چنده خولې کېږم.”
ځوان ډاکټر همدا کړنلاره تعقیب کړه او د وخت په تېرېدو سره یې انزایټي نورمال حالت ته راغله.
دا طریقه ما په خپل ژوندانه کې هم معمول ګرځولې، زه چې کله هم له انزایټي کړېږم نو د “ټوکو” لاره خپلوم ا په ځان رشخند وهم.
تاسې چې هر څومره د ځان پوره ښودلو هڅه کوی، او یا مو هم د پټېدو او تېښتې کوشش کوی نو هومره به کړېږی، او په پایلو د زیات تمرکز نتیجه به هم دا وي چې لا ډېر به د انزایټي په رنځ ککړېږئ.
هغه وخت چې ما د صبر فلسفه (Stoicism) تمرین کوله نو ددې خبرې اندازه راته وشوه چې زه او زما اړوند مسایل د کایناتو له رویه دومره مهم نه دي، څومره چې ماته خپلو دماغو مهم ګرځولي دي.
هر وخت چې زما دماغ له اندازې د زیاتې پوهې کوشش کوي او یا هم ماته خپل ځان مهم او ځانګړی را معرفي کوي نو زه بیا په دې نظریاتو رشخند وهم او تر یوه بریده بریالی کېږم، چې بېرته یې نارمل حالت ته را ولم.
دا هر څه په زیات تمرین کیږي، خو بې له شکه چې دومره اسانه هم نه ده، دا له خپل ځان سره خبرې ( Self talk) دي، او په دې ډول تاسې په خپله د خپل ځان څارنه کوی او خپل حماقتونه له نورو سره شریکوی او بیا ور پورې خاندئ. د دومره هوښیارتیا هېڅ ضرورت نشته، او بله دا چې نه تاسې او نه هم ستاسې اړوند مسایل دومره مهم دي لکه څومره چې تاسې فکر کوی.

سدهارت ګوتم نارامه او اندېښمنو دماغو ته د بیزو دماغ (Monkey Brain) اصطلاح کاروي، نوموړی دا ډول دماغ له بیزو سره ورته ګڼي، چې له یوې وېرې بلې او له دوهم خیال دریم ته ټوپ اچوي، او وایي چې د داسې ذهن کرارول ډېره مشکله خبره ده. د سدهارت فلسفه د انزایټي سره د مقابلې لپاره دوه څیزونه ضروري ګني، چې له پوهې (Wisdom) او تمرین (Practice) څخه عبارت دي. ښکاره ده چې له تمرین پرته علم هېڅ ګټه نه لري، که یوازې شیان لولی خو تمرین ور باندې نه کوی نو دا مطالعه مو بې ځایه ده، ددې سربېره ستاسې ذهني تشویشونه لا نور ډېروي.
د اتمې پېړۍ بودایي پېشوا “شانتي دېوا” وایي چې:
“که کومه ستونزه حل کیږي نو خفګان د څه لپاره؟ خو لاس په کار شه او حل یې کړه، که چېرې د کومې مسلې حل نه وي نو بیا هم مه خفه کېږه، ځکه چې نه حل کیږي.”
د رواقیانو فلسفه یا د صبر فلسفه (Stoicism) موږ ته دا را زده کوي، چې د نړۍ د ټولو ستونزو او مشکلاتو کنټرول زموږ په وس کې نه دي. مثلا که ووایو چې ډالر مخ په بره او کلدارې ښکته روانې دي، د کوم ژورنالېست یوه خطرناکه مقاله یا ویډیو وینی، خبریال خو همدا اندېښنه او تشویش خپروي، ددې لپاره چې لیدونکي یې ډېر شي او له دې لارې خپله ګټه زیاته کي.
اوس نو تاسې تشویشونه په مخه کوي، فکر کوی چې اخر ددې هېواد برخلیک به څه وي؟ دا چې سیاستوال یې غله، نظامیان یې رشوت خواره، دولتي مامورین ټول شخصي ګټو ته وفادار او په فساد کې ښکېل دي، په دې حالاتو کې د خپل راتلونکي اړوند هم په تشویش کې کېږئ، د بچیانو د راتلونکي غم مو هم په سر شي، اوس نو داسې یوې شیبې ته داخلېږی چې پوره په اندېښنه یا انزایټي کې را ګیر یی، په ښځه او بچیانو هم ور چغېږی، له همکارانو او ملګرو سره مو په جګړو او لفظي شخړو سر کېږی.
پوښتنه داده، چې ایا ددې ملک د پالیسۍ په جوړولو کې تاسې برخه لری؟ نه. ښه نو چې داسې ده، بیا یې کنټرول هم ستاسې د وس خبره نه ده، تاسې یوازې دومره کولی شی چې خپله سرمایه او د حالاتو په وړاندې عکس العمل تر کنټرول لاندې راولی.
د بیزو دماغ (Monkey Brain) داسې خاصیت لري چې همېش دې ته لېوال وي تر څو د خفګان لپاره یو څه ومومي، نو ځکه د دا ډول پرېشانوونکو سوچونو سره هم لېوالتیا لري.
سوچ کول غلط نه دي، خو داسې مسایل، چې زموږ په واک کې نه دي او یا یې هم له سره حل نه وي موجود، په اړه یې فکر کول هم بېځایه دي.
زموږ په ژوند کې د رامنځته کېدونکو ټولو اندېښنو، خفګانونو یا تشویشونو “حل” شتون نه لري، بلکه ځینې تشویشونه او اندېښنې د تحلیل او تجزیې په موخه وي، غیر منطقي سوچونه او فکرونه حل لاره نه لري (حل کول د دماغو خاصیت او فطرت دی)، ښه داده چې دا ډول افکار په خپل درون کې تحلیل او ارزیابي کړو.
د پورتني هدف د لاسته راوړو لپاره باید د سدهارت ګوتم کړنلاره چې (Mind Fullness Meditation) یې بولي، تطبیق شي. له دې لارې تاسې په “حال” یا (Present Moment) کې د خپلو جذباتو او خیالاتو یو جاج اخلی. په یوه ارام ځای کېنی، په ملک کې موجوده ناوړه حالاتو ته ځیر کېږی، په وجود کې مو یوه ستره وېره او انزایټي را ولاړیږي، له دې وروسته دا هر څه له ځان سره تحلیل او تجزیه کوی. اوس در معلومیږي، چې د هېواد د پالیسیو جوړښت ستاسې اړوند نه دی، ځکه دا د هغو کار دی چې واک او اختیار یې لري. تاسې صرف دا وس لری، چې کوم څه مو په واک کې دي، هغه په سم ډول وکاروی او خپلې ستونزې مو ور باندې حل کی او چې کوم څه حل نه لري او ستاسې اختیار ور باندې نشته نو له تحلیل وروسته ورته ووایئ، چې: ځئ په مخه مو ښه!!!

زما شخصي تجربه:
زه هم ټولنیزه انزایټي (Social Anxiety) لرم، ددې د علاج لپاره مې اراده هم کړې، زه د ډاکټر وکټر او (Mind Fullness Meditation) له طریقو استفاده کوم او هغه ځایونه انتخابوم، چېرې چې زیاته ګڼه ګوڼه وي. د مثال په توګه به زما یوه خاطره درسره شریکه کم.
په کراچۍ کې د (Sea View) په نوم یو ځای دی، چې د فاسټ فوډ یو ریسټورانټ هم پکې شتون لري، دلته هر سهار بیخي ډېره ګڼه ګوڼه وي، او دا ځای زما بیخي نه خوښیږي، خو ما ځان مجبوراوه او ورتلم، قلم او کتابچه به هم راسره و، د خپلو جذباتو، اندېښنو، غمونو او په هغه ځای کې د ستړیا د حس اړوند مې په لیکلو پیل کاوه. دا کړنه تقریبا هره ورځ تکرارېده او بلاخره مې احساس کړه، چې هغه ځای ته په تګ زما نارامي ورو ورو په کمېدو شوه.
بلاخره مې شاوخوا ته نظر وکړ، خلک مې ولیدل، له مخامخ ناستو جینکیو نه مې د حال احوال پوښتنې وکړې، له دې وروسته لږ نوره هم عادي شوم، راتلونکې ورځ مې هېڅ هم ونه لیکل او همداسې غلې کېناستم.
د ریسټورانټ منېجرې زما لوري ته را کتل او موسکه شوه، ما یې هم په بدل کې د انسانانو تر ټولو پخوانی ځواب (موسکا) وکړه، په خبرو را سر شوه، ویې پوښتل: ” دلته د مطالعې لپاره راځې؟”
زه هم په خبرو ور سر شوم، پوه شوم چې هغه هم د خپل درد د اورولو لپاره یوه غوږ نیونکي ته اړه ده، او زه هم د خپلې ټولنیزې نارامۍ له ستونزې کړېدم او غوښتل مې چې دا وېره، ذهني ستړیا او خفګان له سره وغورځوم. هغې په دندو کې له ښځو سره د کېدونکي نا مناسب چلند نه شکایت کاوه، ما یې هم حالت درک کاوه او د همدردۍ احساس مې ورکړ، هغې ته مې د لا ډېرې حوصلې وویل او ددې د همت ستاینه مې وکړه، ښکاره ده چې هر انسان حوصله او د ځان ستاینه خوښوي.
له دې وروسته بیا هلته لاړه نشوم، ځکه اړتیا نه وه، ما د ټولنیزې انزایټۍ ستونزه را کمه کړې وه، او نور راته انسانان په هماغه کچه بد، ستړي کوونکي، او وېرونکي نه ښکارېدل. دې ته ورته مې نورې ډېرې تجربې تر لاسه کړي دي، خو څه په ارادي ډول او څه یې هم په غیر ارادي توګه.
رښتیا خبره داده، چې شاوخوا خلک زموږ په کیسه کې هم نه دي، ډاکټر “جو ډسپینزا” وایي، ضروري نه ده چې زموږ په دماغو کې را ټوکېدونکي سوچونه او فکرونه دې حتما سم وي.
زه اوس هم وخت نا وخت له انزایټي کړېږم، (ځکه دا د انسان فطري ځانګړنه ده، خو که چېرې یې له منځه نشو وړلی نو بیا مشکل جوړوي) ، خو له ښه بخته چې اوس یې تکلیف او سختي هومره زیاته نه وي، ځکه زه یې د له منځه وړلو په چل پوهه شوې یم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.