د ایمن الظواهري وژل کېدل او افغانستان ته نوې ننګونې

ننګيالی بڅرکی

559

“دایمن الظواهري وژل کیدل په افغانستان کې ښه شیګوم نه لري”

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

څه وخت چي په ۱۳۵۷هـ ش کال کي په افغانستان کښي د خلکو ډموکراټیک ګوند قدرت ته ورسیدی، غربیانو پر ګوند باندي د کمونسټانو نوم کښيښود خو خپله خلکیانو ځانونه ډموکراټان ګڼل،دغه وخت د امریکا حکومت او د پاکستان حکومت د اسلامي تند پالو په مرسته وغوښتل چي اسلامي ایډیالوژي د شوروي پلوه ډموکراټانو په مقابل کښي استعمال کړي. نو ئې د نړۍ ستر مذهبي تندروه ګوندونه پاکستان ته را دعوت کړه.چي په دغه تندروه ګوندنو کښي د مصر عبدالرحمان،د یمن الظواهري د سعودي عربستان اسامه بن لادین ،حمزه او نور تندروه مسلمانان وه۔۔۔

دوی ته ئې لومړی په اسلام اباد کښي ځای او بستر ورکړی۔۔۔اوپسله هغه ئې ډیري پیسې او درنې سلاحوي د افغانستان د خلک ډموکراټیک ګوند پرضد ورکړې۔۔۔ په دې باب د هالینډ د تلګراف په مشهوره ورځپاڼه کي لیکلی وه چی اسامه بن لادین ته درې سوه پنځوس میلونه ډالره امریکائیانو ورکړې دي. ( ۳۵۰۰۰۰۰۰) او هغه ئې د افغانستان د خلقیانو او پرچمیانو د حکومت په مقابل کښي د کفر او اسلام تر شعار لاندي وجنګ ته اماده کړه،خو د کفر او اسلام تر نامه لاندي جنګ د اسلامي تندرو په ګټه پسله ۱۴ کالو پای ته ورسیدی،دغه وخت نو د نړۍ القاعده،مجاهدین او نور مذهبي تندرو ان یو ازاد تولید وګرځیدی او اسامه بن لادین هم د امریکائيانو څخه غوښتنه وکړه،چی د سعودي عرب او نورو عربي هیوادونوڅخه خپل اشغالګر عسکر وباسي. او استعماري کړنو ته دي په اسلامي هیوادو کښي د پای ټکی کښیږدي۔۔۔۔

دغه وخت امریکا سخته وارخطاسوه،القاعده ئې و نړۍ ته سخت خطر وبالی،که څه هم د ایډیالوژۍ د مخي د مذهبي،فیوډالي طرز تفکر او د سرمایداري (بورژوازي) ټولني تر منځ تضاد د زاړه او نوي تر منځ تضاد دی. خو دغه امریکائي امپریالیستي هیواد دغه نه سوای درکولای او خپل دښمن ئې په خپله په خپل غیږ کښي وروزی،چی اوس خپله هم ځیني بیزاره دی۔۔۔

دا نو د شیطان د تروم قیصه ده (شیطان یو تروم جوړکړی ؤ.څه وخت چې په تروم کښي ئې پوه کړه هغه دومره غټه ناره وکړه چی خپله شیطان هم ځیني وبیریدی او تروم ئې ایسته وغورځوی.) .

څه وخت چي افغانستان ته مجاهدین په تندروه اسلامي شعارونو را ننوتل،نو دغه وخت د پاکستان تندروه مسلمانان هم په کابل کښي د خپلو شیطاني ګټو دپاره د مسؤنیت ځای پیدا کړی.او همدغسي د القاعده مشرانو هم د خپلو شاګردانو(مجاهدینو) تر واک لاندی په افغانستان کښي ارام بستر پیدا کړی.دغه وخت پاکستان د افغانستان څخه دوې ګټي تر لاسه کولې لومړی دا چي د افغانستان په معدنونو ئې چور واچوی او دوهم ئې د افغانستان اردو ور دړي وړي کړ. او د افغانستان محرم نظامي ځایونه ئې وځان ته معلوم کړه.

دغه وخت چي پر ۱۱ د سپټمبر په کال ۲۰۰۱کي د امریکا پر تجارتي مرکز برید وسؤ.او دغه برید امریکا ئیانو د القاعده تروریستي عمل وګاڼه،نو ئې د القاعده پر سر د مشرانو باندي د نیولو او وژلو انعامونه کښيښودل. او د افغانستان طالبانو ته ئې اخطار ورکړی،چی اسامه بن لادین موږ ته را وسپاری،خو اسامه دغه وخت د طالبانو په پټ خایونو کښي ارام ؤ. خو وروسته بیا هغه پاکستان ته ولاړی او پاکستان په یوه نظامی ځای کي په اسلام ابادکښي بن لادین ډیر وخت په تقریبي ډول ۱۱ کاله پټ ساتلی ؤ. بیا هم داسي ویل کیږي چي بیا هم د ای،اس،ای چارواکو امریکائیانو ته د نغدو ډالرو په خاطر ور وسپاری او هغوی برید پر وکی او مړ سؤ.

داسامه بن لادین سره القاعده د منځه ولانه ړل بلکي؛نور هم قوي سوه.د همدغه القاعده ،پاکستان په زور طالبان د دوحې د مجلسونو او توافق په نتیجه کښی افغانستان ته بیا را داخل سوه.او بیا هم د القاعده او د پاکستان د تندرو طالبانو او ملایانو چي زموږ د افغاني طالبانو مشران او استازان وه،یو ټینګ مرکز په ښکلي کابل او افغانستان کښی ورته پیدا سؤ۔۔۔۔

دلته په افغانستان کښي د ایخوانیانو یا القاعده او طالبانو د فعالیت مرکز جوړ دی.چي دغه یوه بیلګه ئې موږ اوس وینو چي د بده مرغه الظواهري هم دلته په شش درک کښي وه ارګ ته څرمه ،د عسکري کلوب په بغل کي د راديو تلوژیون مخامخ د حقاني په میلمه ستون کښي د امریکا ئیانو د بې پيلوټه تیارې په بمبارد کښي په داسي حال کښي چي د کورنۍ غړي ئې هم په همدغه کور کښي موجود وه او نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله نه ده رسیدلې په ډیره دقیقه نښانه سره ووژل سؤ.

د دې څخه په ډاګه معلومیږي چي امریکائيان د افغانستان پر هوائي حرم باندي په بشپړه توګه مسلت دي۔۔۔

او دغه شرایط هم زموږ تاریخي دښمن پاکستان ورته برابر کړي دي. ولي په طالب چارواکو کښي دومره همت هم نسته چي د دغه حملو او د پاکستان د مداخلو بنسټ چي پاکستان دی دوی وښوي۔۔۔

دلته نه یوازي نړیوال امپریلیزم خپل فعالیتونه کوي،بلکي د هغوی په مرسته القاعده،داعیش ټوله د پاکستان د لاري په افغانستان کښي د بشریت ضد عملونه ترسره کوي.

نتیجه:اوس نو د امریکا ئیانو چړې لاستی پیدا کی ډیر امکان سته چي د طالبانو حکومت ته دي سقوط ورکړي، دا هم امکان لری چي د دغه څخه وروسته طالبان ترخپل کنترول او قومندې لاندي داسي راولي چي هر څه پاکستان غوښتي وي هغه باید ورکړي.یا ئې تر سره کړي. امریکا ئیانوخو پخوا لا تر افغانستان پاکستان ته ډیر ارزښت ورکاوه.یا هم بیرته هغه د فساد خلک و افغانستان ته د امریکائیانو د خدمت دپاره راولي.چي زما د نظره دغه ټوله حالتونه د زغم وړ نه دي،او دغه یوه بده پيښه بولم،د تشویش وړ ئې بولم۔۔۔او نتیجه ئې ډیره خرابه بولم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.