سید رسول د خوست مرکز د لکڼو سیمې اوسیدونکی دی او غواړي، چې خپل یوازینی زوی اروپا ته په ناقانونه لارو ولیږي.
۷۰ کلن سید رسول دویچه ویله ته وویل، د زوی لیږلو له پاره اته او نهه زره ډالرو ته اړتیا لري چې ورته یې یوه اندازه ځمکه خرڅه کړي، خو پیسې یې کمې دي او غواړي چې اوس د کورنۍ څاروي خرڅ کړي، تر څو په پیسو یې زوی اروپا ته ولیږي.
هغه وویل: «ما خپله یو څه ځمکه خرڅه کړه، خو دلته ځمکه په کلدارو خرڅیږي، پسې یې ډيرې نه دي ۲ نیم زره ډالر مې ترې ترلاسه کړل. اوس د شیدو غواګانې خرڅوم او که بیا مې هم د زوی لیږلو له پاره قاچاقبر ته پیسې پوره نه شوې، نو بیا له بل چا هم پیسې قرض کوم. ډېره بده ورځ ده. دا مې یوازینی زوی دی، که مجبوري نه وي نه مې لیږلو، زه مې زوی د دې له پاره لیږم، چې که سبا لوږه نوره هم زیاتیږي، نو زوی به مو بهر پیسې راپسې رالیږي او کور به چلوي. »
په دې ورځو کې د خوست په نږدې ډېرو کورنیو کې دا بحثونه دي، چې څنګه اولادونه له هيواده بهر او په ځانګړې توګه اروپا ته په کار او مزدورۍ پسې ولیږي.
خو ډېري کورنۍ د دې توان نه لري چې په ناقانونه لارو بهر ته د اولادونو لیږلو له پاره قاچاقبرو ته پسې پیدا کړي.
محمد الله د خوست مرکز یو بل اوسیدونکی دی چې غواړي د روسیې په لاره اروپا ته ځان ورسوي.
محمد الله دویچه ویله ته وویل، د پخواني حکومت پرمهال یې په یوه کلینیک کې د نرس دنده لرله، خو اوس یې دنده له لاسه ورکړې ده.
نوموړی وایي، اقتصادي ستوونزې، بېکاري او د خوراکي توکو بیو لوړوالي اړ کړی دی چې په بهر کې د خپلې کورنۍ له پاره پيسې وګټي.
محمد الله هم د سفر پیسې نه لري، خو کورنۍ یې ورته ځمکه خرڅه کړې ده: «کوم کس چې موږ په قاچاق وړي شاوخوا ۱۱ زره ډالر غواړي، پیسې مې ورته پوره کړي دي او څو پیسې له چا قرض کوم. زه د مجبورۍ نه ځم، هیڅ نشته. دوکان هم نه چلیږي، ځکه خلک غریبان دي، نو مجبور یم چې بهر ته ولاړ شم، کورنۍ مې هم راسره ومنله، چې یو کس د ګټې وټې له پاره په اروپا کې ولرو. که خېر و، بس راتلونکو ورځو کې سفر لرم.»
که څه هم د طالبانو واکمنیدو سره ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ډيرې کورنۍ له سخت اقتصادي کړاو تیریږي، خو ویل کیږي، بهر ته ټول تلوونکي کسان نه يوازي د مجبوریتونو له امله بلکې ځینې یې د سیالۍ په بڼه سخت خطرونه قبلوي او بهر ته سفرونه پیلوي.
د خوست اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکی مبین دویچه ویله ته وویل، ځینې کورنۍ د سیالۍ په بڼه د دې له پاره چې ځینې خپلوان یې اروپا ته رسیدلي، غواړي چې د دوی اولادونه اروپا ته ولاړ شي.
مبین وایي: «سمه ده، بیکاري، غریبي او ستوونزې ډيرې دي. ځينې کسانو په پخواني حکومت کې دندې کړي او بهر ته که ځي څه خبره نه ده. داسې کورنۍ او پلرونه پیژنم، چې له ضده او په سیالۍ کې راغلي او خپل اولاد اروپا ته لیږي. اوس خلکو کې اوازه ده، چې فلانی فرانس ته رسیدلی، جرمني ته رسیدلی او یا بل هېواد ته. بس هر سړی لېونی شوی چې زما اولاد خو له اروپا نه پاتې شو.»
په ناقانونه لارو اروپا ته سفرونه له سختو ستوونزو او کړاونو ډک دي او ډېر کله آن د مسافرو په مرګ تمامیږي.
اوس هم سلګونه افغان کډوال چې په ناقانونه ډول یې سفرونه پیل کړې دي، په ایران، ترکیه او ځینې یې په بېلاروس کې بند پاتې دي او د خپل سخت ژوند او کړاو څخه شکایت لري.
یو افغان مسافر مستعار نومي علي چې د بېلاروس او اروپا ترمنځ یې بند پاتې او میاشتې یې تېر کړې، دویچه ویله ته وویل، چې په بیا بیا د مرګ څخه تېر شوې دي: «یو ځل ۱۷ ورځې د بېلاروس او پولنډ سرحد منځ کې بند پاتې و. یوې خوا نه شو تللی بیرته یې بیلاروس ته هم نه پریښودلو. خوراکي توکي، ډوډۍ او اوبه مو خلاصې شوې وې. اخر مو جال پرې کړو، چې واوښتو نو د بیلاروس عسکرو ونیولو، سخت وهل یې راکړل، یوه ورځ یې بندیان کړو، یوه تشناب ته یې ۱۵ کسان اچولي وو. بس مرګ مو په ژوند تجربه کړی دی. »
د طالبانو له بیا واکمنیدو یو کال تیریږي، خو لا هم هغوی د یوه منظم حکومت په جوړولو نه دي توانیدلي چې له همدې امله په هېواد کې بیکاري زیاته شوې او خلک په یوه ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند تیروي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا بهر ته د ناقانونو سفرونو څپه پیل شوې ده، چې هره ورځ سلګونه افغانان د ایران او ترکیې او دغه راز د روسیې او وروسته د بېلاروس له لاري د ارووپا په نیت سخت سفرونه پیلوي او په بدل کې یې قاچاقبرو ته زرګونه ډالر ورکوي. خو د دوی ډيری تر خپلو موخو نه رسيږي او پر لارو بند پاته وي.
د هغو کسانو ډېری چي د اروپا په موخه يې ځانونه ترکيې ته رسولي ول، ترکيې بيرته افغانستان ته اخراج کړي او اوس هم دغه لړۍ روانه ده. د ځمکي له لاري اروپا ته ناقانونه لاري تقريباً ټولي بندي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.