د مطالعې ګټې

1,029

یادونه: د مطالعې ډېرې ګټې نور هم شته، البته دلته فقط په لنډ ډول یو څو کلیات را اخېستل شوې دي چې ستاسې ذهن نورو فوائدو ته هم سوق کولای شي.

١ – مطالعه کول ستاسو لغوي پانګه زياتوي

په ياد به مو وي چي پخوا به مو څه ډول د يوه لغت اصلي معنا زده کوله او يادوله، همدا د کتاب ګټه ده، چې اوس په خورا آسانۍ سره کولاى شئ په ډېر کم وخت کې د يوه لغت معنا په ګوته کړو، خصوصاً کله چې تاسو لوی لوی کتابونه مطالعه کوئ له ګڼ شمېر نويو لغتونو سره اشنا کېږئ چې په زده کولو سره مو لغوي پانګه زياتېږي.

‌٢ – مطالعه دا چانس درکوي، چې د نړۍ له بېلابېلو فرهنګونو او جغرافيو سره اشنا شئ. د رخصتۍ د تېرولو لپاره مو د خوښې وړ ځاي کوم دى؟

تاسو يې بايد په اړه له مخکې مطالعه وکړئ، چې هغه ته په ورتلو سره پوره خوند واخلئ.

څومره چې مطالعه کوئ، په هماغه اندازه مو ذهن هم وده او پراختيا مومي.

٣ – مطالعه مو وړتيا لوړوي

مطالعه تاسې ته دا وړتيا درکوي چې له نورو فرهنګونو سره په اجمالي توګه معرفي شئ، تاسې به په دې توګه له نورو سيمو سره بلد شئ، د خپلې تفريح لپاره د ځای په ټاکنو کې به کومه ستونزه نه لرئ.

ستاسې د ليد زاویه د هغو فرهنګونو او سيمو په اړه د مطالعې پر مټ بدلېدلى شي چې د لیدو هيله يې لرئ.

٤ – مطالعه مو تمرکز لوړولي

لکه مخکې مو چې اشاره وکړه، مطالعه له ذهني قوې ګټه اخلي، دا به د دې سبب شي، چې د هغه څه په اړه چې مطالعه کوئ، تمرکز مو لوړولى شي

مجلې، مقالې يا ستاسې انټرنټي برېښناليک کولى شي په خپل ځان کې مهم معلومات ولرئ، خو کتابونه سترې کيسې او پېښې را اخیستلی شي، خو څه چې وي تاسې اړ ياست چې تمرکز مو لوړ وي، نو مطالعه د تمرکز د لوړولو لپاره د سپورت په څېر ده.

٥ – مطالعه مو پر نفس باور لوړوي

که چېرې ډېر کتابونو مطالعه کړئ، د هغه څه په اړه، چې مطالعه کوئ یې، ستاسې تجربه او پوهه به لوړه وي، دا به د دې سبب شي چې پر ځان مو باور لوړ شي، نو دا چې تاسې ښه مطالعه کوئ خلک به د دې هڅه کوي چې د خپلو

پوښتنو ځواب در څخه واوري، تاسې به هغوی د ځان په لور را جذب کړئ.

دا خبره د دې سبب کېږي چې تاسې ښه احساس ولرئ، او خپل شخصیت دروند او د کار وړ درته ښکاره شي.

٦ – مطالعه مو حافظه پياوړې کوي

څېړنو ښودلې ده، که تاسې له خپلې حافظې کار واخلئ، نو هغه به پياوړې شي او که خپله حافظه ونه کاروئ، نو خپلې وړتياوې به له لاسه ورکۍ

د ځينو لوبو په تېره بيا د جدولونو لوبول د الزايمر د ټيټېدو سبب ګرځي، خو هغه لوبې چې په هغو کې تر ډېره کليمې او جملې کارول کېږي، ستاسې د حافظې قوت لوړولى شي، نو مطالعه هم هغو لوبو ته ورته ده چې په هغې کې کليمې او جملې کارول کېږي او تر ډېره دا وړتيا درکوي چې د کرکټرونو نومونه، پېښې او ډېر څه نور په ياد ولرئ.

٧ – مطالعه فردي نظام لوړوي

ټول د مطالعې په ارزښت پوه يو او پوهېږو چې پخپل ورځني ژوند کې باید د مطالعې لپاره وخت ولرو، خو څوک دا کار کولي شي، يا يې کوي؟

خبره همدلته ده، که موږ مطالعې ته په خپل ورځني ژوند کې وخت ورکړو، د دې سبب به شي چې فردي انضباط او نظم مو لوړ شي.

٨ – دا چې کله له ډېرو کتابونو سره مخ شئ او د ډېرو معلوماتو پر وړاندې ودرېږئ، نو د دې سبب به شي چې خلاقیت مو لوړ شي او نوي شيان مو ذهن ته درشي، ستاسې ذهن کولى شي د بېلابېلو کتابونو معلومات سره يوځای کړئ او د يوې مسئلې په حللاره کې له هغه څخه کار واخلئ.

٩ – د کتاب لوستل يوه ارزانه سرګرمي ده

داسې کسان شته، چې د فلمونو او د هغې د وسایلو لپاره زياتې پيسې خرچ کوي، خو کولای شي له دې څخه په کمو پيسې څو کتابونه واخلئ، چې ان تر دوو مياشتو پرې مصروف وئ.

هڅه وکړئ، د ځان لپاره داسې کتابونه واخلئ، چې علاقه مو ورسره وي.

١٠ – مطالعه ذهني مشارکت او ګډون رامنځته کوي

څومره چې تاسو کتابونه مطالعه کوئ، په هماغه کچه مو ذهني وړتیا هم لوړېږي او له نورو سره د نظر په تبادله کې به درسره پوره مرسته کوي، چې په ډېر دقت ورسره خپل مشکلات شريک کړئ.

ډېر کله داسې کېږې چې تاسو د يو څه په اړه پلټنه کوئ، خو مخې ته مو ډېر نور څه هم درشي چې يو څه ورڅخه زده‌ کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.