د افغانستان او جاپان ترمنځ اړیکې

لیکونکی: غلام حضرت صالح زوی

833

د افغانستان او جاپان ترمنځ اړیکې ترهرڅه دمخه به لږ د جاپان په هکله معلومات پیداکړو: د جاپان هېواد ته چې دوی ورته «نیپون کوکو» یا لمر خاتو وطن وایی ، له3800 غټو او وړو ټاپوګانو جوړ شویدي ، د آرام سمندر په منځ کې د آسیا د لويې وچې ختیزې خواته د چین ، روسیې او کوریاګانو په نژدې ګاونډ کې پروت دی . مساحت یې 377973 کیلومتره مربع ده او نفوس ئې 127 میلیونو تنو ته رسیږي ، چې اکثریت یې جاپاني نژاده او په جاپاني ژبه خبرې کوي .

د جاپان نفوس هرکال کمیږي اوتر 2025 کال پورې به 121 میلیونو ته را کم شي . که د جاپان د خاورې پراختیا له نورو هېوادونو سره مقایسه کړو له فلند او پاراګوای سره تقریبا برابره ده او د امریکا د متحده ایالاتو یو پرشلمه ، د هندوستان له یو پرنهمې د بریتانیا له یوه نیمې برخې سره برابر دی . د فوجي په نوم مشهور غر چې 3766 متره ارتفاع لري د توکیو له 100 کیلومتري نه دلیدو وړ دی چې دا غر په 2013 کال کې د یونسکو له خوا د نړیوالو میراثو په حیث کې ثبت شو. پایتخت یې توکیوښار دی چې له 38 میلیونو ډېر اوسېدونکي لري او د نړۍ له قېمتي ښارونو څخه دی . یوکوهاما ، هیروشیما ، اوزاکا او ناګویا یې نور مشهور ښارونه دي . جاپان د افغانسان په شان غرني هېواد دی چې هرکال نژدې 1500 زلزلې هلته واقع کیږي . د طبیعي منابعو له درکه د نړۍ ترټولو فقیرهېواد دی .

د جاپان سیاسي نظام مشروطه شاهي ده چې په رآس کې یې امپراتور واقع دی . دا نظام له میلاد نه 660 کاله مخکې د فبروري 11 جوړ او تر اوسه دوام لري . د 1947 کال اساسي قانون له مخې امپراتور د جاپان د ملي وحدت سمبول ، یو لوړ او د اعتبار وړ مقام دي ، اما په سیاسي امورو کې مداخله نه کوي. اوسنی امپراتور یې ناروهیتو نومیږي . ناروهیتو په 2019 میلادي کال کې د هغه هېواد د 126 امپراتور په توګه پرتخت کېناست. د جاپان خلک 90 سلنه پر بودایی دین او د شینتو په مذهب چې د دوی ملي مذهب دی ، عقیده لري. پولي واحد یې ین دی . تر 19 پېړۍ پورې یو بېرته پاته او منزوي هېواد وو خو له هغه وروسته له نړیوالو سره یې اړیکې زیاتې او ورو ، ورو پر یوه مقتدر اقتصادي قوت بدل شو .خصوصا د امپراتور میجي 1868- 1912 په ځلانده دوره کې جاپان د علم او اقتصاد په برخه کې ډېره پرمختیا وکړه. د هغه له مرګ وروسته جاپان په سیمه کې په یوه سلطه غوښتونکي قدرت بدل شو. جاپان په 1905 میلادي کال کې روسیې ته په لرې ختیز کې ماتې ورکړه او دواړه کوریاوي یې نیولې وي . دوی په لومړي او دوهم نړیوال جنګ کې برخه واخیسته او تر دې شعار لاندې چې د آسیا لویه وچه باید د آسیایانو تر ولکې لاندې وي . جاپان اندونیزیا ، سینګاپور ، ویتنام ، کمبودیا ، لاوس ، د چین ډېره برخه تر خپل تسلط لاندې راوستلې وه .

د 1945 کال د اګست په 6 او 9 د امریکا له خوا د اتم بمونو په استعمال سره جاپان خپله ماتې ومنله ، خو خپل استقلال او د خپل امپراتور هیرو هیتو واکمني یې وساتله . اما ټولې مستعمرې یې له لاسه ورکړې . جاپان له نظامي فعالیته او همدا شان د لوی پوځ له درلودلو منع کړل شو . د جنګي او نظامي مصارفو له کمولو وروسته دوی ټوله پاملرنه اقتصادي پرمختګ ته واړول چې اوس په اقتصادي ډګر کې دا هېواد د نړۍ له مهمو اقتصادي قدرتونو له جملې نه حسابیږي . جاپان هېڅکله په مستقیم ډول د کوم بل هېواد مستعمره نه وو. صرف له 1945 تر 1952 د متفقینو له خوا د جاپان د دولت نظامي او نړیوال صلاحیتونه محدود شوي وو. د جاپان حکومت شکل پارلماني دی چې د لویې بریتانیا حکومت او پارلمان ته ورته دی .

د استازو جرګه یې 480 غړي لري چې د ولس له خوا د څلورو کلونو لپاره انتخابیږي او د مشاورانو مجلس 243 غړي لري چې د 6 کلونو لپاره انتخابیږي . لومړی وزیر د هېواد د حکومت مشر دی چې د 12 وزارتونو په رأس کې وي او هغه وزارتونه دادي : عدلیې – دارایی یا مالیې – عامه روغتیا او خیر ښېګڼې – صنعت او سوداګري – پست او ارتباطاتو – ساختماني – باندینیو چارو ، علومو زده کړو او کلتور – ماهیګري ، کرنې او ځنګلونو – حمل و نقل – کار او د کورنیو چارو وزاتونه. دا هېواد په 47 ولایتونو او 1800 ولسوالیو او ناحیو وېشل شویدی . جاپان د ملګرو ملتونو او جي 7 یا سترو صنعتي هېوادونو غړیدی . جاپان د فبروي 11 د خپلې امپراتورۍ د تاسیس او ملي ورځې په توګه لمانځي . افغانستان چې خارجي سیاست یې د ډیورنډ معاهدې په اساس چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ په وخت کې پر افغانستان تحمیل شو، د انګلستان له خوا په هند کې د خارجي چارو د مسوول ډیورند په نوم معاهدې په واسطه محدود شوی وو ، امیر امان الله خان په 1919 کې خپله خپلواکي بېرته اعاده کړه او د انګلستان له خوا د 1919 کال د آګست له 18 ورسته رسما زمونږ خپلواکي ومنل شوه . په 1919 کال کې د نړۍ بل هېڅ هېواد خپله آزادي نه ده اعلان کړې . بنا دا خبره کاملا غلطه ده چې افغانستان او جاپان په یوه ورځ آزادي اخیستې ده . د افغانستان او جاپان ترمنځ رسمي او ديپلوماتیکې اړیکې له 1931 میلادي کال نه پیل کیږي. د موضوع د اوږدوالي له امله د افغانستان او جاپان اړیکې به په بل ځل تاسو ته وړاندې کړم.

عکس: د فوجي د غره یوه منظره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.