تایوان یا د چین جمهوریت تایوان

لیکونکی: غلام حضرت صالح زوی

1,054
تایوان یا د چین جمهوریت تایوان چې رسمي نوم یې د چین جمهوریت دی ، همدا راز د تایپي چين ، ملي چین او فارموسا په نومونو هم پیژندل کیږي ، د آسیا په ختیز کې موقعیت لري او د تایوان ، پنګهو ، کینمن ، ماتسو او یو شمېر نورو وړو جزیرو نه تشکیل شویدی ، چې ټولې د چي د ولسي جمهوریت د سواحلو په ختیز کې واقع دي ، تشکیل شویدی .
د تایوان جمهوریت د د سمندر پواسطه د لوېدیز لورته د چین ولسي جمهوریت ، د شمال – ختیز له لوري له جاپان سره او د جنوب له لوري له فلیپین سره ګاونډی دی. تایوان د جغرافیې له نظره د چین اصلي برخې سره وصل وه ، خو د مځکې د پوست د حرکت له امله له هغې جلا او یوه برخه یې تر اوبو لاندې شوېده ، ځکه پخواني ، ډبریز او نور آثار چې هلته پیدا شویدي له چین سره یوشان دي . د تایوان مساحت 36197 کیلومتر مربع او نفوس یې 23817000 نفره اوپایتخت یې د تایپي ښار دی چې درې میلیونه او سل زره نفوس لري . د چین جمهوري دولت د 1911 کال د اکتوبر په 10 د ووچانګ په قیام سره د چین او مغولستان د جمهوریت د اصلي خاورې په یوه برخه کې جوړ شو چې د 1912 کال په جنوري کې په رسمیت وپېژندل شو .
د چین جمهوریت د دوهم نړیوال جنګ په پای کې د تایوان او پنګو مجمع الجزایر له جاپان نه بېرته ونیول او په 1947 کې یې اساسي قانون تصویب کړ. خو په 1949 کال کې د چین د کورنۍ جګړې په پای کې کومینتانګ ( د چین ناسونالست ګوند ) چې د چین پرټولې اصلي خاوري حاکم وو ، د چین د کمونست ګوند له خوا ماته وخوړه او د چیانګ کای شک په مشرۍ د تایوان جزیرې کې ځای پرځای شول. دوی د تایپي ښار د تبعیدي دولت موقت پایتخت وټاکه. په داسې حال کې چې د چین ولسي جمهوریت پرټول چین حکومت کوي ، دوی ځان د ټول چین او مغولستان د جمهوریت مشروع دولت بلي. د تایوان دولت د ساړه جنګ په لومړیو کې د ډېرو غربي هېوادونو او ملګرو ملتونو د سازمان له خوا په رسمیت وپېژندل شو اود چین یواځني مشروع دولت بلل کېده . تایوان د ملګرو ملتونو د سازمان د موسسو غړو له ډلې نه وو او تر 1971 کال پورې د امنیت د شورا دایمي غړی هم وو. خو په 1971 کال کې د له دې سازمان نه اخراج او څوکۍ یې د چین ولسي جمهوریت ته ورکړل شوه . د چین ولسي جمهوریت د تایوان حکومت غیر قانوني بولي او غواړي چې هغه په خپلې خاورې پوري وصل کړي ، حتی که ضرورت شي پدې برخه کې به له زوره کار واخلي .
د دواړو دولتونو اختلاف د تایوان په سیاسي وضعیت سیوری اچولی اود خپلې خپلواکۍ لپاره هرډول هڅه یې د چین د ولسي جمهوریت له تهدید سره مخامخ شوېده چې ځینې وختونه تشنج د دې سبب شویدی چې د جګړې په زور دغه ستونزه حل کړي . د امریکا متحده ایالات په 2021 کال کې خپلې جنګي بېړۍ د تایوان د ملاتړ لپاره سیمې ته و لېږلي. د چین ولسي جمهوریت له هغو هېوادونو سره چې تایوان په رسمیت پېژني ، دیپلوماتیکې اړیکې نه ټینګوي . پدې اساس یواځې 21 هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري ، تایوان په رسمیت پېژندلی دی . تایوان چې پخوا یو ګوندي هېواد وو، په 1980 کلونو کې څو ګوندیز هېواد شو.حکومتي نظام یې نیمه ریاستي دی او ټول اتباع یې د رایی حق لري . رئیس جمهور د هېواد مشر او دمسلحو قواو قوماندان دی . یوآن د قانون جوړوني جرګي یا پارلمان نوم دی. تایوان یا د چین جمهوریت د سوداګرۍ نړیوال سازمان او د آسیا اوقیانوسیه اقتصادي همکاریو سازمان غړی دی او د نړۍ له 19 پرمختللیو اقتصادي – صنعتي هېوادونو له ډلې نه شمېرل کیږي .
همدا راز د بیان د آزادي ، د روغتیایي امکاناتو ، ټولنیزو زده کړو او اقتصادي آزادیو له درکه د دنیا له پرمختللیو هېوادونو نه حسابیږي . د تایوان تاریخ پرتګالیانو په 1590 کې دا جزیره کشف کړه او د «فورموزا Formosa» چې ښایسته معني ورکوي ، نوم یې پرې کېښود. په 1624 هالندیانو په جنوب او هسپانیویانو د جزیرې په شمال کې کلاګانې جوړې کړي . هالندیانو په 1641 کال کې هسپانویان له جزیرې وشړل او تر 1661 پورې د تایوان کنترول د دوی په لاس کې وو. په 1661 کال کې جنرال کوژینګا (General Koxinga) تایوان د یو مستقل دولت په توګه اعلان کړ . په 1683 د چینګ کورنۍ پرتایوان خپله سلطه ټینګه کړه . په 1895 کال کې د چین او جاپان ترمنځ د جنګ په نتیجه کې چینایانوماتې وخوړه اوتایوان د جاپان تر واکمنۍ لاندې راغی . جاپانیانو دتایوان د پرمختګ په برخه کې مهم نقش درلود. د دوهم نړیوال جنګ په جریان کې تایوان په دوامداره توګه د امریکا له خوا بمباري شواو د جګړې په پای کې چين ته ورکړل شو. په 1949 میلادي کال کې کله چې چیانګ کای شک د چین جمهور رئیس د کورنۍ جګړې او د چین د کمونستي انقلابیونو له لاسه ماته وخوړه ، له خپلو 600 زرو مسلحو عسکرو سره تایوان ته وتښتېد ، د چین جمهوریت ئې هلته اعلان او دا سیمه تر اوسه خپل واک لاندې لري . د چین جمهوریت ځان د ټول چین د ادارې مستحق او د چین ولسي جمهوریت غیر قانوني بولي . چیانګ کای شک د تایوان د آزادی مشر د 1975 کال د اپرېل په 5 د 87 کلونو په عمر د زړه د حملې له کبله مړ شو او زو یې «چیانگ چینگ کو» (Chiang Ching-Kou) د هېواد د صدراعظم په توګه د پلار واکمنۍ ته ادامه ورکړه. د 1991 کال په دسامبر کې «لی تنگ هوی» (Lee Tengu-Hui) د تایوان جمهور رئیس شو ، هغه په 1998 په شپږم ځل د تایوان د خپلواکۍ قطعنامه د ملګروملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړه خو د چین د حکومت له خوا ویتو شوه. د 2000 میلادي کال په مارچ کې د انتخاباتو په نتیجه کې «چن شویی بیان» (Chen Shui-Bian) له دموکراتیک مترقي ګوند نه د 71 سلنې رایو په اخیستلو سره د تایوان جمهور رئیس شو . پدې ترتیب سره پرتایوان د ناسیونالیستانو 50 کلنۍ واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. تایوان د 2000 میلادی کال د جنوري را پدېخو د نړیوال سوداګري سازمان (WTO) غړیتوب لري .
د 2004 میلادي کال په مارچ کې د تایوان د خپلواکۍ لپاره یوه ټول پوښتنه وشوه ، خو دا ټولپوښتنه ناکامه شوه او 50 سلنه رایی یې ترلاسه نکړې . چین او تایوان په وروستیو لسو کلونو کې څو ځلې هڅه وکړه چې خپل مناسبات ښه کړي ، خو د توقوع وړ نتیجه یې نده تر لاسه کړې . د تایوان د راتلونکي سیاست وضعیت په هکله درې نظریې شته : لومړي د تایون حکومت د چین د جمهوریت او یو قانوني دولت په توګه وپېژندل شي . دوهم تایوان د بېرته خپل اصلي هېواد ته ورکړل شي او د چین د ولسي جمهوریت یوه برخه شي . او دریم تایوان د یوه خپلواک دولت په توګه اعلان شي . د تایوان اقتصادي وضعیت: د تایوان پولي واحد د تایوان نوی دالر دی چې اجزا یې سنت دي . صادرات یې عمدتا کمپیوتر او دهغو پرزي، الکترونیکي وسایل ، فلزات ، منسوجات او پلاستیکي وسایل دي . د تایچونګ د برښنا تولیدي مرکز چې د 5824 میګاواټه برښنا تولیدوي په نړۍ کې د ډبروسکرو د برښنا د تولید تر ټولو لویه دستګاه ده . د تایوان د اقتصادي رشد په هکله ویل کیږی چې تر څو راتلونکو کلونو پورې به د آسیا یو له لویو او مهمو اقتصادي قدرتونو له ډلې وي .
د امریکا د متحده ایالاتو په کانګرس کې د استازومشره ننسي پلوسي د 2022 کال د اګست دوهمه ، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د یوه هیئت په مشرۍ تایوان ته ورسېده . که څه هم د چین د خلکو جمهوریت د امریکا متحده ایالاتو ته د دې سفر نه کولو په هکله خبردارۍ ورکړی وو او ویلي یې وو چې مېرمن پلوسي سفربه امریکا ته ګرانه تمامه شي . کله چې روسې پر اوکرایین حمله وکړه ، چین هم د تایوان ټاپو تهدید کړ چې که ضرورت شي له خپل هېواد سره به یې له نظامي لاري یوځای کړي . د امریکا د کانګرس هیئت د یوې اعلاميې په ترځ کې ویلي دي چې دا سفر د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د تایوان 23 میلیوني خلکو د پرجوشه دموکراسي د حمایت او ملاتړ لپاره اجرا کیږي. په 1997 کې د امریکا د وخت د کانګرس رئیس نویت ګنګریچ دې جزیرې ته سفر کړی و.
د امریکا متحده ایالاتونه د تایوان دولت په رسمیت نه پېژني ، اما د چین د دولت په مقابل کې د هغوي ملاتړ کوي . د امریکا د باندینیو چارو وزیر وایی چې کانګرس یو مستقل ارګان دی او دا سفر د مېرمن پلوسي یو شخصي سفر دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.