افغان کرکټ ملي لوبډلې په درېيمه شل اوريزه کې ایرلند ته ماته ورکړه

593

افغان کرکټ ملي لوبډلې په درېيمه شل اوريزه کرکټ لوبه کې کوربه ایرلنډ ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډ ته د ۱۹۰ منډو هدف کېښود.

د لوبې دويمې پاڼۍ کې ایرلنډ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۶۷ منډې جوړې کړې او لوبه د افغانستان په ګټه پايته ورسېده.

رحمان الله ګربز په ۳۵ توپونو د ۵۳ منډو په جوړولو سره د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوريز کرکټ د پنځه لوبو دغه لړۍ د ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې روانه ده چې تر دې دمه دوه لوبې ایرلنډ ګټلې او نننۍ لوبه افغانستان وګټله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.