د لوږې سونامي – یوویشمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

153

د لوږې سونامي 

یوویشمه برخه

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

شپـږپـنځوسمه برخه

په نورو هېوادونو کې تر ډېرې سلنې پورې بدلونونه د خلکو او ټولنې په گټه وي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي، خو زموږ په وطن کې برعکس ترډېرې سلنې پورې بدلونونه منفي پایلې لرلې دي او خلک یې نور هم د بدمرغیو او فقر دایرې ته ورننیستي دي.

د تېر کال په اگست کې په هر ډول چې و، جمهوریت لاړ، امارت راغی، په نسبي ډول د ټوپک شپېلۍ غلې شوه؛ خو سمدلاسه نورو ستونزو سر راپورته کړ؛ خلک بېکاره شول، لوږې زور واخیست، ان تر دې چې خلکو د بدن غړي او اولادونه خرڅلا ته وړاندې کړل.

دا دی نږدې یو کال د امارت له راتلو نه تېرېـږي، نورې ستونزې یوې خواته ، د لوږې سونامي نه ارامه شوه او نه یې څپې راکمې شوې؛ بلکې ورځ تر بلې زور اخلي او تر اوسه یې په پټه خوله په زرگونو انسانان خوړلي دي، په لکونو د دې سونامي له څپو نه تښتېدلي دي، څوک یو امن ځای ته رسېدلي دي او څوک بیا د گاونډیانو قصابانو ته په لاس ورغلي دي چې یا غوږنه ورنه پرې کوي، یا یې په اوبو کې ډوبوي، یا اور وراچوي، یا یې بندي کوي او…

زموږ پر وطن باندې د لوږې سونامې له راتگ سره هممهاله په نړیواله کچه د جگړو، سیاسي ــ نظامي او اقلیمي ستونزو په پایله کې د غلو دانو کمبود او ستونزه هم رامنځته شوه؛ یادو نړیوالو ستونزو زموږ په وطن کې د لوږې سونامي څپې نورې هم مرگونې کړې او اوس خبره دې ته رسېدلې ده چې د خوړو نړیوال سازمان ویلي دي چې له هرو ۱۰ افغانانو څخه ۹ يې کافي خواړه نه لري.

دغه راز د بي بي سي پښتو په یوه رپوټ کې راغلي دي چې د ژغورنې نړیواله کمېټې ویلي دي چې کېدای شي د ځینو خاصو طبعي او بشري ستونزو له امله اوه نوي سلنه افغانان د فقر ترکرښې لاندې ژوند ته ورپورې وهل شي. دا د بي بي سي پښتو د یاد رپوټ یوه برخه ده:

«د ژغورنې نړیوالې کمېټې ‘ای ار سي ‘ خبرداری ورکړی، چې د روان کال په دویمه نیمايي کې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند ته د ۹۷ سلنه افغانانو د رسېدو وېره ده.

دغې کمېټې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سیاستونو د عادي افغانانو ځور ډېر کړی او ۴۳ سلنه افغانان همدا اوس په ورځ کې یوازې په یوه وخت خوړو ګوزاره کوي.

کمېټې دغه راز ویلي چې د خوړو بیې لوړې شوې او افغانان اوس کابو نوي سلنه عاید په خوړو لګوي.

دغې اعلامیې د ماشومتوب په عمر کې د ودونو او د افغانانو له خوا د بدن د غړو د پېر او پلور ريپوټونه هم اندېښمنوونکي بللي.

د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي مؤسسو هغه وړتیا هم کمه شوې، چې د اړینو خدمتونو او د ډېرېدونکې لوږې د اغېزو د مخنيوي په برخه کې يې ښودلی شي.

دغې کمېټې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د بې ګناه افغانانو د ژوند خوندي کولو لپاره کار وکړي او باید بشري مرستې په بیړني ډول ډېرې کړي.

له دې مخکې د ناروۍ د کډوالو شورا په افغانستان کې د سیلابونو د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړ او اندېښنه یې وښودله چې ښايي له همدې امله افغانستان کې د ځايي کډوالۍ او بې وزلۍ یوه نوې څپه پيل شي.

افغانستان کې د دې شورا د څانګې مشر بي بي سي ته ویلي وروستیو سیلابونو څه باندې ۱۸ زره کسانو ته زیان رسولی او له ۴۰ زیات مړه شوي دي.

د یادونې ده، چې له تېرو څو اونیو راهیسې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې له سختو ورښتونو وروسته سیلابونه راوتلي، چې د ناروې کډوالو شورا مسوولینو په خبره د ځپل شویو خلکو لپاره یو ناروین او اوښتي زیانونه یې کمساري دي.

دا خیریه ټولنه وايي، د سیلابونو له کبله د عمومي او فرعي لارو په ګډون د ژرندو، پلونو، روغتونونو او ښوونځیو په څېر عامه تاسیسات ویجاړ شوي دي…»

سیگار هم په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې په میلیونونه افغانان د سختې لوږې له جدي خطر سره مخ دي،‌ ډېر ګواښ ښځو ته پېښ دی. دا هم په دې هکله د بي بي سي د نوي رپوټ یوه برخه:

«د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سر څارونکي ادارې “سیګار” اندېښنه ښودلې چې میلیونونه افغانان ښايي راتلونکو میاشتو کې له سختې لوږې سره مخامخ شي…

د طالبانو حکومت هم چې لا نړۍ په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالو بانکونو سره راکړه ورکړه نه لري،‌ په دې برخه کې پرېکنده ګام نشي اخیستی.

بلخوا د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د ویش اندازه ډېره نه ده او د هغو د نا عادلانه ویش په اړه ډېرې خبرې کیږي.

ادعا دا ده چې ان د اړمونو خلکو پېژندنه کې ستونزې شته.

په ډېرو مواردو کې اړمنې کورنۍ وایي چې د بېلابېلو دلایلو له مخې له دوی سره توپیري چلند کېږي او ګواکې طالب چارواکي پر خپلو خپلوانو ډېر پام کوي…

افغانستان کې نژدې ۱۹ میلیون کسان له ژوند ګواښونکې لوږې سره مخ دي او تر 6 میلیون پورې “لوږي ته نژدې شرایطو” سره مخ دي.

له دې سره سیګار انديښنه ښېي، چې بېړنۍ مرستې ښایي تر نومبر میاشتې پورې اته سلنه اړمنو افغانانو ته ورسیږي، ځکه د یونیسف او خوړو نړیوال پروګرام په ګډون مرستندویه ادارو ته په کافي اندازه مرستې نه دي ورکړل شوې.»

فقر، لوږه او ورسره مل رواني فشار د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي یو بل ډول چې څه د پاسه څلوېښت کال روان دي او هره ورځ نوې بڼې غوره کوي او څو نسلونه یې په اور کې سوځي. یونیسف ویلي دي چې:

«یونیسف: د نړۍ په کچه نږدې ۳۷ میلیونه ماشومان بې ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونیسف وايي په نړۍ کې د بې ځایه شویو ماشومانو شمېر ۳۶.۵ مېلیونو ته رسېدلی.

افغانستان د بې ځایه شویو او کډوالو ماشومانو له اړخه د نوملړ دویم هېواد دی…»

د نړیوالو رسنیو په رپوټونو کې راغلي دي چې وږي افغانان د ژوندي پاتې کېدو له پاره د وچې ډوډۍ پاتېشوني خوري،

دا چې څومره هغه پاتېشوني صحي ستونزې رامنځته کوي، وږو ته مهمه نه ده، مهمه دا ده چې د یوه وخت لپاره د هغوی کېډې ته د خوراکي توکو په نامه یو څه ورشي. په همدې هکله د یوه رپوټ دې برخې ته پاملرنه وکړئ:

«”خلک وږي دي، که داسې ډوډۍ پیدا کړو، چې پاکه وي، معمولاً یې موږ خپله خورو. ”

نور الله (اصلي نوم یې نه دی) د کابل په یوه داسې سیمه کې ژوند کوي، چې ډېری اوسېدونکي یې خورا بیوزله دي. دی هڅه کوي د ډېرو نورو کورنیو په څېر یې ماشومان د مزدورۍ لپاره له ښوونځي پاتې نه شي.

خو د ژوندي پاتې کېدو لپاره دی له دې پرته بله چاره نه لري، چې د وچې ډوډۍ دا ټوټې له پیازو او رومیانو سره پخې کړي او له کورنۍ سره یې وخوري. ده راته وویل: ”له کورنۍ مې شرمېږم چې دومره بیوزلی یم او سم خواړه هم نه شم ورکولای. ”

هغه زیاته کړه: ”هېڅ نه شم کولای، که د پور موندلو هڅه کوم، هېڅوک یې نه راکوي. زامن مې خورا ډنګر دي او دا ځکه چې سم خواړه نه لري. ”

د کابل ښار ډېری نانوايي ګانو مخې ته هر سهار د ګڼ شمېر ښځو او نجونو کتارونه لیدل کېږي چې د خیرات په توګه د تازه وچې ډوډۍ موندلو لپاره په کتارونو کې ولاړې وي.

ځینې داسې هم وي، چې د کالیو ګنډلو وسایل له ځان سره همالته وړي، کرۍ ورځ په دې تمه تېروي چې د ډوډۍ موندلو فرصت ضایع نه کړي.

افغانستان کې له دې مخکې هم ژوند اسان نه و، هغه مهال چې میلیاردونه ډالر دې هېواد ته ورکول کېدل، د مالي فساد او جګړې له کبله د ډېرو لپاره ژوند سخت و، خو اوس چې جګړه ختمه شوې، د بېلا بېلو لاملونو له کبله دغه ستړې، ستونزې لا ډېرې شوې دي.»

د دې مقالې د لیکلو د ورستیو کرښو په سمونه بوخت وم چې میډیا د لوږې سونامې د یو قرباني د مړینې خبر ورکړ. د کابل په دهبوري سیمه کې یو تن د سرک پر غاړه د خپل یو کوچني زوی ترمخې له لوږې مړ شوی دی. دا خبر ما لومړی په تاند کې ولوست، دا لاندې کرښې د تاند د رپوټ یوه برخه ده:

« تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو د ځينو عکسونو له خپرولو سره لیکلي،چې د کابل دهبوري څلور لاري ته نیږدې پرون یو بېوزله سړی د سړک په سر له لوږې په داسې حال کې ومړ،چې ماشوم زوی یې چېغې وهلې او خلک ېې د پلار مرستې ته وربلل.

د فعالانو په وینا، دغه ماشوم مصور نوميږي،خو د کورنۍ او نورو جزيياتو په اړه ېې څه نه دي ويل شوي.

د ټولنیزو رسنیو د فعالانو په حواله،دغه ماشوم له خلکو غوښتل چې پلار یې روغتون ته يوسي،خو چا مرسته ورسره نه ده کړې.

رسمي سرچينو او د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي…»

د لوږې ستونزه او د خوراکي توکو د لږوالي مسأله اوس په یوه نړیوالې ستونزې باندې بدله شوې ده او دا نړیواله ستونزه پر افغانستان باندې د راغلې سونامې څپې لا قوي او مرگونې کوي. له بده مرغه چې د ستونزې د رامنځته کېدو له پیل څخه، نه نړیوالو دې ستونزې ته د حل لارې موندلې دي او نه هم خپله افغانانو.

له افغانانو څخه گڼو ستونزو لارې ورکې کړې دي، څه د گڼو ستونزو له مرگونو څپو څخه وتښتېدل، یو شمېر یې د یوې ډاډه پتې د موندلو په موخه پر ورکو لارو سر دي او گـڼشمېر یې دې ستونزو ته په وږو نسونو، لاس تر زنې د الله په هیله  ناست دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.