د جمهوريت د سقوط او د امارت د تأسيس لمړئ کليزه

عبدالوحيد وحيد

817

شک نشته چې پخوانى ولسمشر غني په مختلفو نړيوالو پوهنتونو کې د استاذ په توګه،  د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د ښه نوښتګر  په صفت،  د ماليي وزیر د کابل پوهنتون د رئیس او د ولسمشري په اوله دوره کې د ولسمشر په توکه  ښه شاليد لري او په نړيوالو کنفرانسونو کې ښه ويناوال او لابي کوونکى وو. زه له تحفظاتو سره سره د يوه افغان په توګه په پورته يادو شويو برخو کې د نوموړي په وړتیا باندي اعتراف کوم.

البته د دوهم ځل ولسمشريزو ستونځمنو ټاکنو له جنجالي ګټلو وروسته د نوموړي  کړنې مطلقاً د سولې او ملي ګټو په مقابل کې روانې وې او راته د منلو وړ نه دي. له واک سره د نوموړي افراطي مينې، سولې ته په واک کې د پاتې کېدو په صورت کې اهميت ورکولو، له بهر څخه د مفسدينو او مجهول الهويت اشخاصو راوستلو، فساد ته د ودې ورکولو، د ملي نزاکتونو په برخه کې نابلدتيا او بالاخره د خپلو فاسدو ملګرو په لمسه له کابل څخه تېښتې ته هڅولو نوموړى په کور د ننه او نړيواله کچه  بدنام کړ.

له څو لسیزو راهیسې  زموږ سياستوال په ملي کچه د فکري وړتيا درلودلو له بحران سره مخ دي. واک  ملت ته د اسانتیاو برابرولو پرځاى د شخصي امتیازاتو ترلاسه کولو سرچينه ګڼي. په مسلسل ډول واک ته  د انحصاري بڼې ورکولو او د نورو د نفى کولو سياستونو له تباهي سره مخ کړي يو. د افغانستان لپاره د بن په لمړۍ غونډه کې امارت د استازو نشتون  ستره نيمګړتيا وه چې د نوي نظام بنسټونه  کمزوري کيښودل شول او ناامنيو ته يې لاره پرانسته. د انحصار او د نورو د نفى کولو سلسله اوس اوج ته رسېدلې ده.

له ملاحظو سره سره په تېره شل کلنه دوره کې جمهوري نظام د افغانستان د خلکو د بې شمېره قربانيو او د نړيوالې ټولنې د مالي مرستو ستره لاسته راوړنه وه. نسکورېدل يې داسې فاجعه وه چې د افغان ولس  نه ختمېدونکي تراژيديو ته يې يو تازه موړ ورکړ.

له هر ډول شک  پرته د تير کمزوري،  ويشلي او پاشلي نظام د نسکوريدو لمړني مراحل د امریکا لخوا د دوحې په مذاکراتو کې د کابل د حکومت له نشتون څخه پيل شول او په ١٥ اګست ٢٠٢١ يې د نسکوريدو اخري مرحله هم بشپړه شوه.  له غني او ملګرو څخه يې د واک  حرص  د سقوط د مخنیوي وړتیا سلب کړي وه او په غلطو محاسبو يې باور درلوده.

د نظام د نسکوريدو بل لامل د جنګسالارانو او له لويديځ څخه د راوستل شويو عناصرو ترمنځ د فساد او واک په سر ناندریو له امله د ادارو ترمنځ د همغږي نشتون وو چې د نظام د پياوړي کولو مخه يې ډب کړي وه. دا هغه نيمګړتياوې وې چې کابل ته د طالب ځواکونو تر ننوتلو وړاندې يې د نظام لړزانده مراندې ورستې او عملاً نظام فلج کړى وو.

د ولسمشر له تېښتې څخه وړاندي ولايتونو يو پر بل پسې سقوط کړى وو. د ولسمشر مرستيالانو د امنيتې سيکتور وزيرانو، پهلوان دوستم، امپراتور عطا او د جګړې د کرښو قومندانانو لا د مخه د تېښتې لاره خپله کړې وه. نظام په طبعي مرګ محکوم وو، خو طالبانو د کوما په حالت کې اکسیجن ته له پروت مريض نظام څخه اکسیجن لرې کړ او نظام ختم شو.

د تأسف مقام دادى چې ولسمشر غني د اعلى سرقومندان په توګه ولې ددغه شان سناریو رامنځته کيدو فکر او مخنیوى ونکړاى شو؟ ولې يې د سولې په هکله جرئتمندانه ګامونه پورته نه کړل؟

که د سقوط جريان په يوه جمله را لنډ کړم نو داسې وايم؛
د بن غونډه کې غلط بنياد کيښودل شو، زورواکانو نظام کمزورى کړ. خليلزاد د نسکورولو لپاره باروت ورلاندې کيښودل، سياستوالو د کرزي په شمول بده تمه وکړه، غني، مرستيالانو او دارودستې يې د نظام په هوا ولاړ  ديوالونه ونړول او طالب د خيالاتو په څپو کې چيغې کړې چې ماته مو نړئ کړه، خو په ډګر کې يوازې موږ ټوټه ټوټه پراته وو.

اوس غواړم له سقوط څخه وروسته سناریو باندي خبره وکړو او وګورو چې څه مو بايلود او څه مو ترلاسه کړل. دا وضاحت خورا اړین دى چې نه پخوانى نظام په واقعي توګه د ولس د استازيتوب دعوه کولاى شواى او نه اوسنى نظام د ولسي ارادو ممثل ګڼلاى شو، نه پخواني نظام کفري وو او نه هم اوس د عدالت او اهليت پربنسټ ولاړ د اسلامي نظام نافذ دى.

هغه پخوانى  له اخلاقي انحرافاتو ډک او د معاملاتو مرکز ارګ اوس نشته. د هغو زورواکانو او جنګسالارانو په دوربين کې هم څرک نه لګيږي چې کله به يې ولسمشر ته اخطارونه ورکول، چا به د ارګ نيولو او چا به هم د حکومت د نسکورولو ګواښونه کول. داسې زورور نه ليدل کېږي چې د اسلامي امارت لخوا ټاکل شوي والي ته کږه سترګه ورواړوي. هيواد کې له ميشتو توپکيانو څخه يې سمدم ملايان جوړ کړي دي. داسې زوى مور نه دى راوړى چې د زور  خبره وکړي او ولس دغو ټولو ځانګړتیاو ته خوشحاله دى.

څرګنده خبره چې خورا ژورې ستونځې هم شته. اساسي قانون، منل شوى نظام، تفکیک د قواوو، ازادې رسنئ، ولسي مشارکت، کورنى او بهرنى مدونه تګلاره او د ادارو چلولو لپاره مسلکي خلک شتون نه لري. د انحصار تر ټولو پرمختللى ويرژن حاکم دى، د ګمارلو لپاره ملګرتیا او انډيوالي معيار دى، ادارات تقریبا فلج دي، ولس د نړيوالو خيراتونو ته ناست دى، له شپږم تر دولسم ټولګي پورې د انجونو ښوونځي بند دي. له خپل ملت او نړيوالې ټولنې سره د تفاهم مشترکه ژبه لاهم نشته او د نظام د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره خپل ولس ته د مراجعې پرځاى  پرديو ته زارئ کوو.

دعوې د خپلواکي او استقلال کوو خو تيره اونئ مو په شيرپور کې د ټولو دعوو، هوايي خيالاتو، کاذب غرور او د خپلې بيوسي ننداره وکړه.  باید ومنو چې دا نه لمړى برید. وو او متأسفانه اخري برید هم نه ښکاري. له امير نيولې تر عادي افغان پورې د پرديو له بريد څخه د مصئونيت ژمنه نشو کولاى. هوايي حریم مو په خپل واک کې نه دى.

بديل نه وينو، خو په شدت سره د سمون او بدلون لپاره مبارزه کوو. په ملي او نړيواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو او خپلو ستونځو د حل لپاره د واک د مشروع ويش په شمول سترې پريکړې غواړو خو د پخواني نظام د بيرته راتلو ارمان قطعاً نه کوو.

له اوسنيو چارواکو څخه مو په اوسنيو شرايطو کې هيله ده چې د حذف سياست تباهي راوړي. په تېرو دولسيزو کې مو وليدل چې  منفي طالب حکومت نه جوړيږي او له تير يو کال څخه باید پوه شوي واى چې  يوازې طالب هم حکومت نشي کولاى.

که مو په ټولنه کې د وژلو لپاره د جواز د لټون پرځاى د ژوندي پاتې کېدو لپاره د فتوا د لټون هڅه وکړه، که د مخالف اړخ د حذف کولو پر ځاى مو د هغوى خپلولو فکر وکړ، که د تبعیضي چلن پرځاى مو پراخ ليدلورى خپل کړ، که د انحصاري فکر پرځاى مو د مشارکت روحيه پياوړي شوه، که د تنګ نظري پرځاى پراخ فکر خپل کړ، که د پښتون تاجک هزاره او ازبک پرځاى مو د افغان تورى کارول زده شول، که د نورو خلکو د ازادي سلبولو پر ځاى مو د خپلو عيبونو په ختمولو باندي غور پيل کړ او که د يرديو د خوشحالولو د هڅو پرځاى مو خپل ولس ته لمن وغوړوله نو بس هيواد جوړيږي ولس اباديږي خپلواکي مو نصيب کيږي او په هسکه غاړه ژوند کولاى شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.