د ټپي په نوم مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

1,106

نن په کابل کې د سي اېم جي ( چین میډيا ګروپ) له لوري د ټپي په نوم جوړ شوی مستندفلم نندارې ته وړاندي شو. د فلم د نندارې لپاره په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو ترڅنګ لسګونه کسانو ګډون کړی وو. د غونډې د پیل وینا د کابل پوهنتون استاد اسدالله وحیدي وکړه. نوموړي وویل، دا لومړی ځل دی، چې یو داسې فلم په افغانستان کې جوړیږي او دوی یې د نندارې په غونډه کې ګډون کوي. نوموړي دغه راز وویل، چې په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له کبله ډيرې زیاتې ناخوالې رامنځته شوې دي او باید ټول انځور کړل شي. ورپسي د ټپي د مستند افغان پروډیوسر احسان الله کریمي وویل، چې یاد فلم کې د افغانستان د تېرو شلو کلونو په تېره بیا د امریکا د بمبارونو له کبله پکې داسې موضوعاتو ته کتنه شوې چې تر اوسه پورې د کمرې له سترګې پناه وو. په یاده غونډه کې د افغانستان د ملي راډيو تلوزیون رییس احمد الله وثیق زیاته کړه، چې په لومړي ځل د داسې یو فلم نندارې ته کیني او د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو هغه درد پکي ویني چې ددوی اواز پورته کولو ته یې اړتیا درلوده.د غونډې ګډون والو د فلم د نندارې پر مهال د برکت الله په نوم هغه کرکټر چې د کورنۍاووه غړي یې د امریکا په یو هوایي برید کې وژل شوي هغه صحنه تحمل نه شوای کړای او د ګډونوالو سترګې یې نمجنې کړې. د ټپي په نوم مستند فلم چې د چین میډیا ګروپ له لوري جوړ شوی ډير ژر به په افغانستان کې د ننه او دغه راز د چیني رسینو له لارې خپور شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.