کندهار کې د طالبانو یوه ورځنۍ ناسته

509

د طالبانو یوه ورځنۍ ناسته د یو شمېر دیني عالمانو، طالب چارواکو او قومي مشرانو په ګډون کندهار کې ترسره شوه.

دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او په کابل کې د القاعده ډلې ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو اړیکو وضعیت هم روښانه نه دی.

طالبان وايي چې په دې ناسته کې د نظام پر پیاوړتیا او د هېواد په کلي مسایلو بحث وشو. خو لا تر دې دمه روښانه نه ده چې په دغه ناسته کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو به هم خبرې شوې وي او کنه.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو څخه پورته نجونې نشي کولی ښوونځیو ته ولاړې شي چې دې چارې د هېواد دننه او بهر پراغ غبرګونونه راپارولي دي.

په کابل کې د علماوو له ناستې وروسته دا د طالبانو دویمه لویه ناسته ده چې ترسره کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.