یو کال له آزادیو څخه د محرومیت په تور تم کې

روح الله احمدزی

134

تیر کال همدا ورځ د اګسټ ۱۹ مه نیټه چې د طالبانو راتګ څلورمه ورځ وه ډیر خلک په ویره او افغانستان نه په تښته وو. ما پر خپلوملګرو غږ وکړ چې د افغانستان بیرغونو سره د کابل ښار سړکونو ته را ووځي.تور کالي مې پر تن کړل د ملګرو لاسونه مې ونیول د طالبپه زور راتګ او ملي بیرغ کښته کیدو پر وړاندې مو د طالب ضد لومړنی لاریون وکړ. زه د ټولو هغو ملګرو او وطنوالو مننه کوم چې راغلل اولاریون کې ‌‌‌‌‌‌یې ګډون وکړ.

ملګرو ! ورځې او شپې لا همغسې تیارې، ویرونکې، ناڅرګنده او مایوسه کوونکې دي.

یو کال تیر شو زموږ خلکو تیر یو کال کې هره ورځ د هر ‌‌‌‌‌‌ډول طبیعي، ټولنیزو او سیاسي آزاديو څخه محروم شول. د آزادي مشعلونه،ځمکه، اسمان، لمر او ‌‌‌‌‌‌ډګرونه د القاعدې ‌‌‌‌‌‌او نورو تروریستانو د غوړیدو، پراخېدو او لویدولو پر محراق بدل شول. د خپلواکۍ بښلو او ساتلوملالې ښوونځيو ته د تګ آزادي نه لري. د میرمنو جسمي او ذهني وړتیاوو باندې یرغل شوی. اکثریت مطلق میرمنې د طالب د اسارت او بندګۍ، تیغ او یوغ لاندې ژوند تیر وي خو  سربیره پر دغو تیريو، ستم او ظلم زموږ شجاع پيغلې او میرمنې مبارزه کوي، د خپلو طبیعي، مدني، سیاسي او شرعي حقوقو او آزادیو لاسته راوړلو لپاره سړکونو او ښارونو ته راوځي. لعنت پر جهالت او د دوی پر لارویانو وایي.

آزادې ټولنې او انسانان په دې باور دي چې هر هغه څه او یا ‌‌‌‌‌‌ډله چې د انسان د احساس، فکر کولو او اختراع کولو آزادي محدودوي دنړۍ معنی محدودوي. له بده مرغه زموږ ټولنه کې اوس د نړۍ محدودولو باور لرونکي اورپکي حاکم دي که دا حاکمیت همدا رقم دوام پيداکړي؛ نه یوازې دافغانستان راتلونکی بلکې د ټولې سیمې او نړۍ ثبات او  ټيکاو ګواښلای شي.

ټولنیز قواعد او اصول دا وایي چې انسان او بشري ټولنه پر آزادي محکومه ده. ددې محکومیت معنی دا ده چې نړۍ ته د انسان راتګ ددهپه خوښه او انتخاب نه کیږي او نه پوهیږي چې دا عمل چې دده د رضایت پرته شوی دده د خوښې وړ ګرځي که نه ؟ طبیعت ددې لپارهچې انسان له  محیط او شرایطو سره جوړ جاړی او تعامل وکړي او د ژوند شرایط پر خپله خوښه برابر کړي انسان ته یې ازادي ورکړېبلکې پر ازادۍ یې محکوم کړی دی، تر څو ازاد فکر او انتخاب وکړي او تصامیم نیول چې د انسان تر ټولو مهم فعل دی پدې کې بریالیاو بر لاسی شي. خو ددغو قواعدو او اصولو رعایت، عام ول او پر فرهنګ بدلول هغه وخت ممکن دي چې ښونیز نصابونه اصلاح،ښوونځياو پوهنتونونه د انتقادي فکر، خبرو اترو، همکارۍ او خلاقیت څلور اصولو باندې را وڅرخیږي.

لوېدیځوالو د طبیعي ازادیو او ټولنیزو قوانینو حاکمیت، د انسان پر رای او ارده اقتدار او ټولنیزو تړونونو ته غاړه کېښودلو لپاره اوږدې اونفس ګیرې مبارزې کړې دي. د رنسانس د پيل ورځې څخه بیا د روشنګرۍ تر عصر او د معاصرې نړۍ او مدرنیته اوښتنونو او باورنوپورې په زرګونو رنسانسیانو، روشنګرایانو، هیومنستانو، شاعرانو ، لیکوالانو، هنرمندانو، سیاسیونو او میرمنو تر هغه وخت مقاومت اومبارزې کړې دي ترڅو چې مذهبي ایدیالوژي، عقاید، باورونه او توهمات یې محدود کړل؛ تر دې کچې چې نور د ټولنې افراطي کولو لپاره  د خطر ابزار نه حسابېدل.

له بده مرغه زموږ ټولنه د تیرې نیمې پيړۍ راهیسې د غرب هغه سناریو او تراجیدي ویني چې انسانانو یوار تجربه کړې او یو مشخصه اراو لیکلی او تجربه شوی تاریخ یې بشر ته پریښی دا چې موږ هغه نه مطالعه کو او پند نه ترې اخلو د همغې تراجیدې بیا قربانیږو. ښایيلسګونه کلونه وخت ونیسي ترڅو هغه پړاو ته ورسیږو چې زموږ هم نوع انسان ۳۰۰ کاله مخکې رسیدلی. ښایي ځينې پر دې باور وي چې دا یو تکاملي بهیر ته ورته مرحله ده چې باید هره ټولنه یې په تنهایي تجربه کړي اما زه په دې باور یم لکه څنګه چې درد او غم او  تجربه کیږي سیاسي او ټولنیز باورونه او عقاید هم په بشري ټولنو کې همدومره نږدېوالی او شباهت لري. د بیلګې په توګه که د یوې ناروغۍ ضد درمل د نړۍ پر هر ګو‌‌‌‌‌‌ډ کې جوړ شي همدادرمل بیا هر ځای کې د همدې ناروغۍ ناروغانو ت کارول کیږي. ددې اړتیا نه پيښيږي چې هره ټولنه دې وار وار بیلابیلې آزموینې وکړي.

د افغانانو د تیر یو کال حالات او له هغه وړاندې د شاه غازي امان الله خان پر وړاندې د مذهبي افراطیانو پاڅون او تر ننه دوام یې کټمټ هغسې ده لکه نورې بشري ټولنې چې نن د انسانانو پر اراده او عقل پالنې روانې دي په تیر کې همدا حالات تجربه کړي دي  بغیر لهدې چې د اوسنیو تیارو رڼا کولو او جهالت څخه د وتلو لپاره او د هر ‌‌‌‌‌‌ډول طبیعي، مدني، سیاسي او ټولنیزو ازادیو بیا اخیستلو لپاره دمدرینو او انسان پالونکو ټولنو د تاریخ او تجربو څخه کار وانخیستل شي ددې امکان نه شته چې افغانان پر دې محدوده فضا او چاپيریال کې چې پر دوی د شاتګپالو له لوري د ټوپک پر زور حاکمه ده نوې لار پيدا او ځان ترې خلاص کړي. همدارنګه د طالب تفکر اوافراطي او بنسټ پالو عناصرو د اصلاح او  تر دې کچې منزوي او محدودولو  لارې چارې؛ چې په راتلونکي کې د افغان انسان او ټولنې لپاره تهدید ونه اوسي. د انسان سیاسي او ټولنیز تاریخ کې موجودې دي بې له دې چې هغو ته مراجعه ونه شي د اوسني ستم او طلسم ماتول ناشوني بریښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.